کور / تازه خبرونه / کندهار: په پولیسو د سرک غاړی چاودنه وشوه

کندهار: په پولیسو د سرک غاړی چاودنه وشوه

په کندهار کی په پولیسو د سرک غاړی چاودنه وشوه.

د کندهار ښار شمال لوری ته د دوشنبه د غرمی د مخه د پولیسو په پلی ګذمه باندی د سرک د غاړی چاودنه د لری فاصلی څخه ترسره شوه خو د چاودنی په وجه موظفو پولیسو ته مرګ ژبله نده اوښتی ولی پولیسو یو تن د یوه عدد ریموت کنترول وسیلی سره د پیښی د سیمی څخه لاس په لاس نیولی دی .
فضل احمد خان شیرزاد د کندهار ولایت د امنیه قوماندانی د امنیت آمر وویل :د کندهار ښار په نهمه ناحیه کی د غرمی مخکی د پولیسو په پیاده ګذمه د سرک دغاړی چاودنه شوی خو پولیسو ته پکی زیان ندی اوښتی د پیښی په تړاو یو تن نیول شوی او تری تحقیقات روان دی .
په کندهار ښار کی په پولیسو چاودنه په داسی حال کی ده چی د کاناډا هیواد غواړی چی د کندهار ولایت پولیس په نمونه وی توګه تجهیز او اوروزی تر څو پولیس د پیښو په وړاندی د لازم پام څخه کار واخلی .