په نوزاد ولسوالۍ کی د وسله والو مخالفینو په وړاندی د افغان او نړی والو ځواکونو پراخ پوځی عملیات روان او وسله وال مخالفین د تیښتی په حال کی دی .
د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالی کی عملیات د جمعی په ورځ پیل شوی خو عملیات بی له کوم کلک مقاومت د نوزاد ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کی پر مخ زی ، او اکثرو طالب جګیالیو سیمی لا وختی پریښی دی ولی په عملیاتو کی شامل ځواکونه د پلټنی عملیات پرمخ بیایی چی په لړ کی یوه زیاته اندازه وسلی ،مهمات او چاودیدونکی توکی یی تر لاسه کړی دی .
جنرال شیر محمد ځاځی د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان وویل : عملیات د نوزاد ولسوالۍ په اکثرو سیمو کی روان دی ، مخالفین د مقاومت توان نه لری او د سیمو څخه تښتیدلی دی .
جنرال ځاځی وایی : وسله والو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ په ډیریو سیموکی د سرک د غاړی بمونه یی ایښی دی چی په عملیاتو کی شامل ځواکونه سیمه د چاودیدونکو توکو څخه پاکوی ، د عملیاتو په لړ کی تر اوسه ملکی او په عملیاتو کی ښکیلو ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتی .
داود احمدی د هلمند ولایت د والی ویاند وایی : د عملیاتو د پیل څخه بیا تر اوسه ۱۵ تنه وسله وال وژل شوی او یو بل ټپی نیول شوی دی .
د احمدی په وینا د عملیاتو روسته به په هغو سیمو کی چی امنیت تامین شی سمدستی به د بیاروغونی او پراختیایی پروژو کار پیل او سیمیزی امنیتی او ملکی اداری به پیاوړی شی.
قاری محمد یوسف احمدی د طالبان ویاند د نوزاد ولسوالۍ د عملیاتو په اړه وایی :د نن سحر څخه بیا تر نن مازیګر پوری د علیزو او شیخ زو په سیمو کی د خارجی عسکرو دری ټانګونه د سرک دغاړی په بمونو چاودول شوی چی په نتیجه کی ۱۴ خارجی عسکر په کی وژل شوی دی ،
خو د بلی خواقاری محمد یوسف احمدی د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلی دی د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی په مالګیر په سیمه کی اته عرادی اکمالاتی موتر او د باباجی په سیمه کی دری لوی اکمالاتی موتر یی نن د ورځی سوی دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه