د افغانستان او پاکستان تر مینځ د نوری فایبر شبکه دیکشنبی پر ورځ په کابل کی دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوژی له لوری پرانیستل شوه.
ددی شبکی د پرانیستی په مراسمو کی دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوژی وزیر انجینیر امیرزی سنګین وویل تر اوسه پوری افغانستان له پنځو ګاونډیو هیوادونو ایران ،تاجکستان،ترکمنستان،ازبکستان او پاکستان سره د نوری فایبر د کبیل په وسیله نښول شوی دی، او په نږدی راتلونکی کی به له قزاقستان سره هم ونښول شی.
د ښاغلی سنګین پر وینا د نوری فایبر کیبل پر وسیله له پاکستان سره د افغانستان دنښولو له امله به د انترنیټ په قیمت کی د پام وړ کموالی راشی.
نوموړی وویل په افغانستان کی به د افغان ټلیکام له ټلیفون څخه د انترنیټ دکارونی فیس په ساعت لس افغانی او په میاشت کی به زر افغانی ته را ولویږی هغه وويل چې اوس به د انټرنټ تېزوالی هم د پخوا په پرتله ډېر زيات شي.
نوموړی وایی د افغان ټلیکام په څیر به د خصوصی مخابراتی کمپینو لخوا هم د انټرنیټ په بیه کی کموالی راشی.
دمګړی په افغانستان کی د انترنیتی خدمتونو د وړاندی کولو لپاره کابو شلو شرکتونو ته د فعالیت جواز ورکړل شوی خو ددی سربیره په افغانستان کی ډیر خلک انترنیټ ته دبریښنا دنشتوالی د فیس دجګوالی او دسرعت دکموالی له امله لاس رسی نلری.
اوسمهال په افغانستان کی شاوخوا یومیلیونه وګړی له انترنیټ څخه کار اخلی.
د مخابراتو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د نوری فایبر پروژه د یوه پله حیثیت لری چی لدی لاری دمنځنی اسیا ټول هیوادونه له جنونی او جنوب ختیځی اسیا سره نښلوی.