کور / تازه خبرونه / نورستان:بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان:بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په نورستان کې د ايساف ځواکونو پر يوه ټانک دماين چاودنه شوې چې له امله يې يو بهرنی سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی. په ختيزو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په نورستان کې دچاودنې دقيق ځای ځايګی نه دې ښوولی، خو وايي چې ماين پرې د يوه سړک پر غاړه هغه مهال وچاودېد، کله چې ددوی سرتېري پر ګزمه بوخت ول. بل پلو وسله والو طالبانو ددغه ماين د چونې پړه پر غاړه اخيستې، خو وايي چې پر بهرنيو ځواکونو يې دلغمان په الينګار کې د ماين چاودنه کړې. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ماين د دوی ملګرو چولې چې پکې يې پينځه باندني سرتيري وژلي او دهغوی ټانک يې په بشپړه توګه له منځه وړی.