کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د بهرنیو ځواکونو د انخلا احتمالی منصوبه بندی او په سیمه یی اغیزی!

د بهرنیو ځواکونو د انخلا احتمالی منصوبه بندی او په سیمه یی اغیزی!

له څه مودی راهیسی د اوباما اداره په یوه نوی ستراتیژی کار کوی تر څو د بهرنیو ځواکونو دویستلو لپاره یوه
موزونه لاره پیدا کړی په دغه ستراتیژی فکر او غور کولو سره نه یوا ځی افغانانو بلکه د منطقی نورو خلکو سره هم نوی امیدونه پیدا شوی دوی خوښی محسوسوی اوددغه کا رعملی تطبیق په خپل ژوند کی یو بنسټیز بدلون محسوسوی ځکه که چیرته د خارجی قواو د وتلو لپاره یو مهال ویش اعلا ن شی نو د غه کاربه د طالبانو حزب اسلامی او یو لړنورو مخالفینو سره د خبرو او مذاکراتو باعث شی او هغه بی ثباتی به ختمه شی چه ددغه مخالفتونو په اساس په هیواد کی منځ ته راغلی چه د هیواد د ترقی لپاره یی یو مثبت اقدام ارزووم .

دا جوته ده چه د حزب اسلامی طالبانو او نورو مخالفینو سره د خبرو اترو مذاکراتو او د هغوی غوښتنو نظر کی نیولو پرته په هیواد کی د سولی او ثبات راتگ د امکان نه یوه لیری خبره ده

دا چه له یوی خوا د خارجی قواو د وتلو لپاره خبری کیږی ولی یوه زیاته اندازه افغانان دغه ویره محسوسوی چه هیواد څخه د خارجی قواو وتل به ددی باعث شی تر څو هیواد یو ځل بیا د تودو داخلی جنگونو ډگر وگرزی د قدرت د لاس ته راوړلو لپاره به خپل منځی مخالفتونه شروع او وده به ومومی یو حزب به د بل حزب په مقابل کی په وسله وال جنگ لاس پوری کړی چه په نتیجه کی به یو ځل بیا دغه افغان او معصوم ملت ووژل شی هیواد به لا پسی وران ویجاړ او په کنډوالو بدل شی اقتصادی پرمختگ به لکه د پخوا په څیر په ټپه ودریږی او ځنی گاونډیو هیوادونو ته به یو ځل ددی موقع په لاس ورشی ترڅو په پراخه اندازه هیواد کی لاس وهنه وکړی

افغان ملت یو باغیرته او با همته ملت دی دا هیڅکله هم نه شی زغملی چه هیواد یی د بل چا له خوا اشغال او د خپلو موخو او اهدافو لپاره یی استعمال کړی دا ملت استقلال غواړی دوی غواړی په هیواد که یی ازادی شتون ولری پریښودل شی ترڅو خپل سرنوشت په خپله وټاکی ولی په دی هم راضی نه دی چه طالبان او یا هم په تیرو خپلمنځی جنگونو کی ښکیلی ډلی دی یو ځل بیا د هیواد په واکمنی مسلط او د قدرت واگی په خپل لاس کی واخلی ځکه دغه ملت ددوی هغه ټولی نادودی په خپلو سترگو ولیدی چه ددوی د واکمنی په دوران کی شوی دی رشوت اختلاس, د اقتصادی پرمختگ څخه لیری پاتی کیدل, په خلکو د شوو لمونځو بیا بیا تکرارول, د کوتک په زور خلکو باندی د ږیرو پریښودل ,او له نړی سره د هر نوعه اړیکو پری کول ددوی د نادودو څو نمونی دی دا هر څه ددی باعث شو چه( د طالبانو نورو سیاسی حزبونو) او د افغان ملت په مینځ کی فاصله اختیار کړی او د عوامو نفرت ددوی په مقابل کی وزیږوی ځینی افغانان خو بیا په دی باور هم دی چه طالبان , ددوی دولت او خپل منځی جنگونه ددی باعث شو تر څو خارجی قواوی افغانستان ته راشی مونږ بی واکه او خپل ځانونه واکداره کړی چه ددی ملت لپاره له یوی ستری بدبختی پرته بل هیڅ نه دی .

ددی خبری یادونه هم ضروری گڼم هغه دا چه ددولت او خارجی قواو په مقابل کی هغه دوه ستر قوتونه د (حکمتیار حزب اسلامی او طالبان )چه دولت او خارجی قواوی یی له سخت مقاومت سره مخ کړی دی په خپلو منځونو کی تر زیاتی اندازی مخالفتونه لری طالبانو ته د یوی نژدی سرچینی له قوله دغه مخالفتونه دوی ترمینځ دقدرت په سر وجود لری که وگورو د حزب اسلامی حکمتیار او طالبانو نظر یو دی دواړه ډلی په هیواد که د اسلامی شریعت په نفاذ تاکید کوی همدارنگه د خارجی قواو په مقابل کی یی پالیسی یوه ده ددوی دعاجل ویستو او یا هم دویستلو لپاره یی د یوه مهال ویش د ټاکلو غوښتنه کوی ددوی په وینا چه ددوی ددغه غوښتنو د منلو په صورت کی به دی ته امادگی ښکاره کړی چه ددولت سره د مذاکراتو په میز کښینی ولی بیا هم دغه دوه قوتونه یو له بله سره مخالفتونه لری چه د یو تعداد خلکو د تشویش سبب گرزیدلی د طالبانو د واکمنی د وخت د یو لوړپوری چارواکی په وینا چه ملا محمد عمر مجاهد کله هم په قدرت کی شریک نه منی د هغه په وینا یوه ورځ هغه لیک چه د مولوی محمد نبی محمدی له خوا ملا صیب ته راوړل شو پرته له دی چه یی ولولی څیری یی کړو په داسی حال کی چه ملا صیب د مرحوم مولوی صیب محمدی سرگروپ پاتی شوی و خو د قدرت نشی دومره گنگس کړی و چه یی د خپل رهبر د لیک لوستل هم نه غوښتل د ده په وینا ملا صیب کله هم دی ته اماده نه دی چه جهادی رهبران او یا هم نوری ډلی په قدرت کی ومنی. د ملا صیب دغه تنگ نظری زما په هاند د مسایلو حل نه بلکه اور ته لا لمن وهل دی .
که ملا صیب یی او که حکمتیار او که نور مخالفین راشی دا وطن په شریکه جوړکړو په خدای قسم چه پردی هیڅکله هم دا وطن نه جوړوی هغوی خو صرف خپل مفادات ترلاسه کول غواړی
ځان غوښتنه, د قدرت په سر دغه خپلمنځی مخالفتونه, او ددی سره سره د ژبنی تعصب موجودیت به هیڅکله هم افغانستان دی ته پری نه ږدی ترڅو مستقل واوسی یا هم پایداره صلحه په کی وجود ولری بلکه د ددنیا به وروسته پاتی هیواد وی, بهرنی مداخلی به په کی وجود ولری, یو لړشخصیتونه به له لاسه ورکړو, د سیالی جوگه به پاتی نه شو دا ملت به مو لکه د پخوا په شان په پردیو ملکونو کی د منت ډکو شپو ورځو تیرولو ته مجبور شی او په سرکونو او جادو کی به خیراتونه ټولوی

زما د لیکنی هدف دا نه دی چه د طالبانو او یا هم د کوم بل سیاسی گوند د تیرو کړو په یاداوری سره ددی ملت او یا هم دلوستونکو ذهنیت متغیر کړم او یا هم خدای مه کا ددوی سره کوم شخصی مخالفتونه و لرم.
زه پخپله طالب یم په دی معنی نه چه د چا سره د چا په مقابل کی د جنگ په محاذ کی او یا هم سنگر کی ولاړیم او یا د کوم سیاسی گوند پوری تړاو لرم بلکه زه طالب یم په دی معنی چه د علم طالب یم د قران عظیم الشان طالب یم په دی ملک کی د سولی د راوستو طالب یم په دی ملک کی دشرعی احکامو د نفاذ ارزو لرم غواړم مسلمان امت او هیوادول می سوکاله او ارام جوند ولری وینه تویول بندشی هره خوا ارامه ارامی وی خلک خپل سر ناموس اوخپل مال محفوظ وگڼی او هیواد مو د پرمختگ په لور وخوزی

تاسو په دی وپوهیږی چه خارجی قواو لاره ورکه کړی ده نړیواله ټولنه په اندیښنه کی ډوبه ده همدا علت دی چه دجرمنی فرانسی او انگلستان دولتونه د یو بل نړیوال کنفرانس د رابللو غوښتنه کوی او ددی نه داسی بریښی چه یی لاره ورکه کړی ده او د ځان د پاره د تیښتی د اوړو پزه جوړول غواړی

دا ملت ستاسو پرته بل بدیل نه لری ددی ملت سترگی تاسو ته دی خو په دی شرط چه زړی تجربی بیا تکرار نه کړی او یو ځل بیا دا مظلوم ولس په هغه تیرو بدبختیو اخته نه کړی

دا مظلوم ولس له تاسو سره هیڅ نوعه مخالفت نه لری ستاسوکړنو دوی له تاسو متنفر کړل کله یی هم دغه هیواد په دی پیرزو نه دی چه پردی دی پری مسلط وی ددی پرځای چه دوی دی زمونږ په هیواد مسلط وی دا ملت دی ته ترجیح ورکوی چه تاسو راشی خپل منځی مخالفتونو ته د پای ټکی کیږدی په خپلو شوو اشتباهاتو اعتراف او د زړه په صدق او ایمانداری سره ددغه ملت خدمت ته ملا وتړی د قدرت جنون د خپل ذهن نه وباسی او همیشه لپاره یی دفن کړی طالب صیب که ته نن د قدرت لپاره حکمتیار وژنی او هفه د قدرت لپاره تا او یا بل وژنی نو تاسو ومنی چه دا ستاسو ستر اشتباهات دی لکه څنگه چه تاسو ددی ملت څخه یی دغه شان حکمتیار هم ددی وطن بچی دی دلته یی جهاد کړی دی قربانی یی ورکړی ده سختی او تکلیفونه یی تیر کړی دی تر دی چه نن یی هم سنگر نیولی دی زه د حکمتیار شخصیت تاییدووم هغه یو علمی او جهادی شخصیت دی د عمر زیاته برخه یی په تالیفاتو کی تیره کړی ده همیشه یی په هیواد کی د اسلامی شریعت د نفاذ غوښتنه کړی ده او د اسلامی شریعت د نفاذ پرته یی په بل هیڅ څه رضایت نه دی ښودلی د خپلمنځی جنگونو په وخت کی جنگ په هغه تحمیل شوی و او هغه مجبور و تر څو له ځانه دفاع وکړی

د یو افغان په صفت زما له تاسو ټولو سیاسی گوندونو دا خواهش دی چه په خپلو کی سره متفق شی د قدرت په سر د جنگ نه لاس واخلی , په دی ملت نور زړه وسیزی, ددی دربه دری نه یی نور خلاص کړی دوی په تاسو حق لری په پردیو ملکونو کی خواره واره افغانان راټول او خپل هیواد ته یی راولی
د خدای لپاره د پردیو د پشتبانی نه نورلاس په سر شی ستاسو هر یو حزب کی داخل هغه کسان چه ستاسو دبدنامی سبب گرځیدلی او اوس هم ستاسو د بد نامی هڅی کوی له خپل خوا نه یی لیری کړی مه پریږدی چه ستاسو د لا بدنامی سبب وگرځی ستاسو او دملت په مینځ کی یو ځل بیا د واټن او فاصلی باعث شی.