کور / تازه خبرونه / افغانان د اوباما پوځیانو نه دي خوشاله کړي

افغانان د اوباما پوځیانو نه دي خوشاله کړي

رویټر د کابل څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی پر افغانانو د اوباما لخوا د نورو دیرش زرو پوځیانو ورلېږلو کومه مثبته اغېزه نه ده کړې . په کابل کی عصمت الله ( چی ساختماني کارګر دی ) رویټر ته وویل چی « که هغوی ټوله امریکا هم دلته راولی بیا به هم و نه توانیږی چی افغانستان باثباته کړی . صرف افغانان زموږ په دود دستور ، جغرافیه او د ژوندانه په طریقه ښه پوهیږی . » یو دکاندار ( احمد فواد ) ورته وویل چی دا کار زموږ سره کومک نسی کولای ، ځکه دا پوځیان به د خلکو څخه په ډکو سیمو کی مستقر سی او طالبان به هم ځانونه ور رسوي او حملې به پر کوي .
ډیرو خلکو ورته وویل چی دغه ډیرښت به د ملکی خلکو د تلفاتو ډیرښت هم په بر کی ولری . پخواني صدراعظم احمد شاه احمدزي ورته وویل چی « ډیر پوځیان به طالبانو ته اهداف هم ډیر کړی او دا پوځیان به هم جنګ کوی څو چی په نتیجه کی به ملکی تلفات ډیر سی چی دا کار به د امریکا حیثیت نور هم له مځکی ووهی او د افغانانو خښم به راوپاروی . »
خبر زیاتوی چی افغان حکومت به نن خپله رسمی اعلامیه خپره کړی او په هغه کی به د دغو دیرش زرو پوځیانو د ورلیږلو هرکلی وکړی . خو انتقادیان په دې نظر دي چی هرڅومره لویدیځ پوځیان ډیریږی ، په هغه اندازه به د کابل رژیم نور هم ګوډاګی ثابتیږی .