په هغه اعلامیه کی چی نن دطالبانو لخوا رسنیو ته لېږل سوې ، ویل کیږی چی افغانستان ته د اوباما لخوا د نورو دیرش زرو پوځیانو رالیږل د یوڅو جنرالانو او سترو پانګوالو فیصله ده نه د امریکایی ولس تصمیم . او د دې څخه ښکاری چی واشنګټن د افغانستان او سیمی لپاره اوږده او معاندانه پلانونه لری .
اعلامیه وایی چی د دیرشو زرو پوځیانو رالیږلو اوورسره جوخت په ۲۰۱۱ کی د هغوی د بیرته ایستلو د پیلولو حیله په یوه ډبره د دوو مرغیو د ویشتلو یعنی د امریکایانو او افغانانو په سترګو کی د خاورو شیندلو معنا ورکوی . اعلامیه زیاتوی چی د پوځیانو دا زیاتوالی به د امریکایی پوځیانو تلفات او د کابل د ادارې ګوډاګي توب ته خلاصون ورنکړای سی او ځکه به نو یرغلګر ژر یا وروسته ماتیږی .
اعلامیه څرګندوی چی طالبان په بهر کی اډې نه لری او نه هم دغسی اډو ته اړتیا لری بلکی د افغانستان ټول کلي د هغوی اډې دي . اعلامیه په پای کی وایی چی په تیرو څو کالو کی د امریکایی پوځیانو مکرر زیاتوالي په مقابل کی مکرر مقاومت هم ورسره لرلی دی او ځکه به نو دا ځل هم مقاومت تر پخوا لا نور هم زیاتیږی او دا هغه حقیقت دی چی د افغانستان تاریخ څو څو واره د بهرنیو یرغلګرو په وړاندی ثابت کړی دی .