کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره خپل مطالب د افغانستان په اړه د امريكا د نوې ستراتيژۍ اعلان او افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو پريكړې ته ځانګړې كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او مهم ټكې يى په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو مسئلې ته ځانګړې كړې او د مورګن پسټ په نامه د جرمني د يوې ورځپاڼې په حواله ليكلي،چې افغانستان ته د زياتو سرتيرو استول به سترخطر له ځانه سره ولري.

ورځپاڼې په دوام كې د لندن غونډې ته اشاره كړې او ليكلي، چې دا غونډه د طالبانو لاس ته د افغانستان د وګرځيدو د مخنيوي لپاره وروستې چانس دې.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې هم دغه موضوع څيړلې او ليكلي، چې عام وګړي د سرتيرو له استولو سره موافق ندي او وايي، چې د پوځي مرستو پرځاى دې ملكي مرستې وشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم افغانستان ته د نورو سرتيرو د استولو مسئله څيړلې او د هغې كلني لګښت ته په اشارې ليكلي، كه چيرې ددې لګښت لسمه برخه هم افغان پوځ ته وركړاى شي، نو له بهرنيانو نه ښه امنيت راوستلې شي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په اړه د امريكا نوې ستراتيژۍ د ترورزم پر ضد د مبارزې د يو سخت او له ازميښت نه د ډك پړاو پيل بللې او ليكلي، چې بايد نور متحدين هم وهڅولې شي، چې په افغانستان كې د ترورزم په خلاف په مبارزه كې خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې افغانستان ته د نورو امريكايي سرتيرو د استولو په پريكړې تبصره كړې او ليكلي، چې دې پريكړې د انتظار شيبې پاى ته ورسولې.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د امريكا او افغان مشرانو ترمنځ د ټليفوني خبرو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې حامد كرزي او اوباما د نوې ستراتيژۍ په اړه خبرې كړي.

په ورځپاڼه كې په ايران او پاكستان كې د افغان كډوالو د ځورولو مسئلې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د افغانستان د مشرانو جرګې ددغه حالت د پاى ته رسولو غوښتنه وكړه.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې كه څه هم په افغانستان كې د ځواكونو زياتول زيان اړوونكې بللې، خو د اوباما ادارې ته يى دا سپارښتنه كړې، چې د ځواكونو د زياتو ترڅنګ، چې خورا زيات لګښت له ځانه سره لري، بيارغونې ته هم لږ څه پام واړوي څو د ترورزم ريښې له منځه ولاړې شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې له امريكا او د هغې له متحدينو غوښتې دي، چې د پاكستان په وړاندې پخپلو سياستونو كې بدلون راولي او په دغه هيواد دې فشارونه زيات كړي، څو له يوې خوا په دغه هيواد كې ترورزم ريښې له منځه ولاړې شي او له بل لوري د ترورزم په وړاندې مبارزه بريالۍ شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په بهرنيو ځواكونو د حملو د مخنيوي لپاره د ځينو هيوادونو لخوا طالبانو ته د پيسو د وركولو وړانديز ته په اشارې ليكلي، چې نړيواله ټوله د ترورزم پر ضد د مبارزې تر نامه لاندې په افغانستان كې خپل اهداف تعقيبوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼوهم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د امريكا د نوې ستراتيژۍ جزياتو ته د تلو هڅه كړې او ليكلي، كه څه هم زيات جزيات ندي څرګند خو افغانستان ته د ديرشو زرو نورو ځواكونو استول، د كابل لپاره د يو ځانګړې استازي ټاكل او د افغان ځواكونو پياوړې كول ددې ستراتيژۍ مهمې برخې دي.

خو اصلاح بيا د اوباما د ادارې د نوې ستراتيژې په اړه د جنرال مك كرسټال څرګندونې راخستي او ليكلي، چې د افغان امنيتي ځواكونو روزل او پياوړې كول ددې ستراتيژۍ محور جوړوي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د افغانستان په لويديځ كې په روانو نا امنيو كې د ايران د ښكيلتيا په اړه په يو مطلب كې د دلارام د ولسوال په حواله ليكلي، چې د ايران په خاوره كې د افغان دولت د مخالفينو د پوځي روزنې ديارلس كمپونه موجود دي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړې استازي ريچارډ هالبروك د څرګندونو دا ټكي هم راخستل شوي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې بايد د افغانستان په ټولو چارو واكمن وي.

ورځپاڼې په دوام كې د ګارډين ورځپاڼې د يو رپورټ دا ټكي خپاره كړي، چې لويديځ هيوادونه دا باور نلري، چې ولسمشر كرزې به د فساد پر ضد د مبارزې لپاره خپلې ژمنې ترسره كړي.