کور / راپور / يونليك

يونليك

سريزه
لکه څرنګه چې يوڅوک يوه ليکنه کوي اوديوڅه ليکنې لپاره زړه ښه کوي نوداديوذوق اوشوق له مخې کيږي .ماهم دغه يونليک(سفرنامه) چې غوښتل مې وليکم هغه دمزارشريف دډېرښکلي سفرنماينده ګي کوي .ماپه داخل کې ډېرسفرونه نورهم کړي دي خودومره ښه نه وو.لکه دمزارشريف سفر.
دغه يونليک درى څپرکي لري په اول څپرکي کې چې له ننګرهاره شروع شوي ځکه چې زه دننګرهارپه اسلامي پوهنتون کې په څلورم ټولګې کې پدې وخت کې محصل وم .
په دوهم څپرکي کې خپله دمزارشريف ښاردى چې هلته مونږڅنګه وخت تېرکړاودښارپه هکله ځنې خبري دي .
په درېيم څپرکي کې دبېرته راتګ موضوع ده پدې ماناچې له مزارشريف نه دکورپه طرف مزل دى .
داچې دزمالومړنۍ ليکنه ده اوامکان لري چې ډېري غلطۍ ولري ځکه چې انسان دغلطيوخالي نه دى اوهروخت سهوه کوي .نوزه ددغه غلطيوبښنه له ګرانولوستونکوڅخه غواړم
بله داچې هغه کسان چې پدې يونليک کې يې نومونه راغلي دي نوکه چېري دچانوم کم اوزيات راغلى وي اوهمدارنګه په درېيم قدم کې دورورمحمديعقوب چې کله دمدېرپه نامه يادشوي اوکله په نورونومونودمحمديعقوب څخه هم عفوه غواړم چې له ماڅخه که کومه کمه يازياته خبره شوي وي دهغوهم ورڅخه بښنه غواړم.
په درنښت
رحمت الله (افضــلي)
هلمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــند سباوون راډيو
۱۳۸۸\۹\۹ لـمريز

بسم الله الرحمن الرحيم
يونليک
((له ننګرهاره ترمزاره))
لومړى څپرکى
لاره :
دسې شنبې ورځ وه سهاروختي دشپږوبجوشاوخوامې پلار (ډاکټر محمدکمال (افضلي)) راته دټلېفون په ليکه وويل :چې موږ کابل ته حرکت وکړته هم راځه .ماهم خپل کالي مالي ټول کړل حمام مې هم وکړ.دانډيوالانوسره په کوټه کې ناست وم چې توريالي (جلالزي )راته ټلېفون وکړاودغوږۍ په ليکه يې راته وويل چې له خيره حرکت کوو.ماپه ځواب کې ورته وويل چې هو ځو.
له کوټې څخه رابهر شولواودکابل اوجلال آبادغزېدلي سړک ته ووتلوچې ګورم تصادفًا يوموټرچې سپين ږيرى سړى پکې ښکارېدوراغلوپه موټرکې ناست سپين ږيري راته وويل چې راځئ بچو چې ځو دغه سړى زمونږدهم ټولګيوال سمېع الله (سعيدي) کاکاوو. په موټرکې کېناستو او حرکت مووکړ.زه ،توريالى اود سعيدي صاحب کاکاوو.په لاره مو ډېرې کيسې اوغورې وکړې دکاکاخبرې راباندې ډېرې ښې لګېدې .مابه په لاره په توريالي غږکولوچې په تنګ نه شې .کاکا به ورته وېل چې ته خوهېڅ خبرې نه کوي.توريالى هم غلۍ ناست ووخپل سريې خوځاوه چې نه په تنګ کېږم .لنډه داچې کابل ته ورسېدو زمونږ اودکاکا لارې بېلې شوې .نورما او توريالي د نوروانډيوالانوپه لورحرکت وکړاوهغوى زموږلپاره په کوټې سنګي کې انتظارکولو.
کله چې کوټې سنګي ته ورورسېدوګوروچې يوزماپلارډاکترصاحب ورسره بل زما کاکا ،انجينر محمدنعيم((افضلي ))،شفيق کاکا.يوتن چې دموټرپه مخکې ناست وو.هغه له هملنده راغلى محمديعقوب وو.له روغبړه وروسته مې پلارپه کندهارۍ لهجه راته وويل چې څه چم کوو.ماورته په ډېراحترام ځواب ورکړ.چې هلته په کمپنۍ کې نورانډيوالان چې له غزني څخه راغلي دي اودتوريالي ملګري دي .هغه هم دمزارشريف په لور راسره ملګرتياکوي .
هلته ورغلوپه پنځمه حوزه کې موهغوى پيداکړل .له روغبړه څخه وروسته ماورته وويل چې دکابل په ښارکې به تاسې مخکې شئ وروسته چې له ښاره ووتلونوبيابه مونږمخکې شو.هغوى همداسې وکړل حرکت مودمزارشريف په لوروکړ.دهغوموټرټونس وو.داسې تلو ته به وايې چې آلوتکه ده سالنګ ته نه وو ،رسيدلي .چې دواړه موټرسره يو ځاى شول يوزموږ اوبل زموږ د انډيولانو.هغوى وويل چې څنګه ډوډۍ به خورو؟ماورته په ځواب کې ووېل :چې چېرته به هوټل ته وګرځو.هغوى زياته کړه چې موږ له ځان سره هرڅه راوړي دي .ډوډۍ شته دېګونه اونوردضرورت څيزونه هرڅه راسره دي .
لنډه داچې داسې ځاى کې مېشت شولو چې يوې خواته غر بلې خواته اوبه اوترسړک لاندې ډېرښکلى چمن وو.هلته وګرځېدو.فرشونه اونورشيان مودموټرڅخه راکښته کړل .داوبواوسړک په غاړه مو واړول .دانودماسپيښين دلمانځه وخت وو.لومړى مولمنځونه وکړل.وروسته ديګونه بارشول .له لږځنډڅخه وروسته دېګونه تياراودډوډۍ په خوړلو موپيل وکړ.يوه په زړه پورې خبره خوداوه چې هلته ډېرمچان وو.داسې مچان.چې هېڅ په نزاکت نه پوهېدل .نوشفيق کاکايوه ټوکه وکړه .چې دې مچانوخوڅوک نه دي ليدلي ځکه هېڅ په خبره نه پوهيږي اودهرچاپه پزه ننوزي .ډوډۍ مووخوړه اوبېرته روان شو.په لاره کې موپه زړه پورې منظرې اوحالات ترسترګوکېدل. سالنګونه واوروپوښلي وو ،غرونه ټول سپين رنګ وو ، دغرونوپه پاى کې په غونډيواوتپوکې چمننونه اورېګونه وو.
يوه خبره خوداوه چې له کابله ترمزاره پدې لويه لاره څومره زيات مصرفونه شوي وو دوارو دمخنيوي لپاره ځانته ځايونه په غرونوکې جوړشوي وو.چې سړک ته واوره راوه نه ښويږي…
سالنګ ته ورسېدوپه يوه تپه تياره تونل کې ورګډشولو تياره وه دتونل په منځ کې اوبه هم وې ان يوڅه اندازه کاربن هم پکې وو.نژدې شل دقيقې موپه دې تياره کې مزل وکړاوزمونږدموټرګروپونوکه څه هم اصلي کروپونه ووخو هېڅ کاريې نه کولو.خودومره وو چې دموټرهغه کمه اندازه مخه موليده کومه چې ورته ضرورت وو.کله چې د سالنګ نه ووتلونوهغوى نوروانډيوالانوته ودرېدو.دلته هواډېره يخه وه خلکوزيات کوټونه اوجامې اغوستي وې.اوځانونه يې ښه لکه پيازغوندې ديخ لپاره تيارکړي وونژدې شپږيااوه مېتره واوره پرته وه دواورې په منځ کې هلته دوکاندارانوچې دوکانونه يې درلودل دفانتا او نورو اوبوبوتلونه ايښي وو. دلږسفر څخه ورورسته دمازدېګردلمانځه وخت راورسېده موږخپل موټر.موټرمينځوني ته ودراوه ځکه چې دسالنګ خټواوچټلواوبوډېرچټل کړى وو. اومونږ اودسونه اولمنځونه وکړل.يوڅه نورانتظارموهغه بل موټرته وکړخووخت زيات تېرشوهغه ښکاره نه شول .نوزماپلار (ډاکټرافضلي )دسړک غاړي ته ورغلوديوه موټرڅخه يې پوښتنه وکړه چې تاسې ونه ليدو هغوورته ووېل چې هلته په لاره کې ولاړووګمان کوم چې خراب به وو.موږهم بېرته وروګرځېدورښتياهم هغه موټرهلته خراب وو.
ښه خبره خوداوه چې هلته په لويه لاره هرڅه پيداکېدل يعني هرڅه سياروو،لکه امبولانسونه ،ډاکټران،مستريان په پدې لاره ګرځېدل کارته اوپورته به تلل که څه خبره به چېرته وه نوپوښتنه به يې کوله چې څه خبره ده .نوهغوهم يوسيارمستري راګرځولى وواوپه موټريې کارشروع کړى وو.وارپه واردلمررنګينه سترګه کمزورې کېده .نوروانډيوالانو موږ ته وويل چې تاسې تلى شئ، ځکه چې زموږموټرنه دى معلوم چې کله جوړ شي نوپه تاسې ولې ناوخته کوو.موږهم په دې خبره له دوى سره موافق شولوځکه چې مونږهسې ولاړوو اولاره هم ډېره پاتې وه .
موږحرکت وکړدلږپرمخ تګ وروسته دماښام دلمانځه وخت شو.نوموږيوه مسجدته وګرځېدو.دلمانځه نه وروسته موخپلوکې مشوره وکړه چې دشپې منزل کوواوکه چېرې شپه کوو؟.ځکه لاره ډېره پاتې وه نوتوريالي ويلې چې دلته په پلخمرې کې زمايودوست دى هغوراته تلېفون وکړچې مه ځئ هم دلته راوګرځئ شپه به همدلته وکړو. سباپه رڼاکې ولاړ شو.مونږهم داخبره ورسره ومنله توريالي ويلې چې کوريې دلته دسړک په غاړه دي . دپلخمري ښارزيات اوږدوالى درلوددښارپه منځ کې يو نوى چوک هم جوړشوي ووچې نو موړي چوک توريالى په لاره هم غلط کړ.ځکه چې ده خودپخواني چوک فکر کولو.اوبلې خواته روان شوي وو.دلږتګ وروسته توريالي خپل ملګري ته تليفون وکړچې دلارې نښاني يې ورته وويلې .چې دالاره مواخيستې ده داسمه ده اوکه غلطه.؟ هغه ملګري يې په ځواب کې ورته ژر وويل چې نه مړه بېرته راوګرځه لاره موصحيح نده .له يوې خواتياره وه له بلې خواپه ښارکې زيات بدلون راغلى وو.
دلارې د صحيح کولووروسته يوځاى چې دپلخمري دښارپاى کې يوه لويه دروازه وه.توريالي غږکړچې موټروردوئ همداځاى يې راته ښودلى دى.مونږهم ودرېدلوګوروچې يوښائسته ځوان چې اينکې يې پرسترګوايښې وي زمونږ خواته راغى په احترام يې راسره روغبړوکړ وروسته يې اشاره وکړه چې تاسې په موټرکې کېنئ اومونږ پسې راځئ اوتوريالى يې ترلاس ونيولوروان شول. ويل يې ماپسې راځئ.له سرک نه کوز شولونږدې يوه لويه کلاه وه هم دغه کلاه دنوموړي شخص (شېرزوى) وه. دلته دوى چې زمونږترمخ روان وودوى ودرېدل موږهم ودرېدلوموټرموګل کړاودروازي مويې قلفي کړلې .دغه ځوان چې مخکې يې يادونه وشوه دادچون غر ادبي بهيريوتکړه شاعراوليکوال (شېرزوى) وو.
دمېلمنوکوټې ته پورته شولوچې په دوهم منزل کې وه چې ډېره په ښکلي موقيعت کې يې جوړه کړي وه کېناستو.له ډوډۍ اوچاى خوړلووروسته ټول موټراوسفروهلي وو . اودهريوه سترګې پټې پټې کېدلې سرونه يې کارته ځوړندوو.دشېرزوى دکاکازوى هم راته زمونږسره دبنډارپه خاطرراغلى وو، اوکوريې يوڅه لرې وو هغه هم ډېرې ښې ښې غورې کولې .ديولسوبجوشاوخواشوه ټول ګنګس وو.نودخوب کولوبنداوبست مووکړ.لنډه داچې لمنځونه مووکړل وروسته مو ملګروته وويل :چې وېده شئ سهر موبيامزل په مخکې دى. ټول وېده شولوسهروختې مولمنځونه وکړل وروسته موملګروته وويل چې حرکت کوو.هغوهم راته وويل هوځوچاى به په لاره وخورو.هم داسې وشول له شېرزوى څخه مواجازه واخيسته حرکته مووکړ.له لږسفروروسته ماورته وويل چې چېرته به چاى وخوروځکه چې زماسردردکوي.توريالي راټوپ کړل چې نه چاى به له خيره په مزارشريف کې خورو.هم داسې وشول چاى ته يې پرې نه ښودلو.په لاره بيخي زياتې تالاشۍ اوامنيتي کسان ولاړوو. هرځاى به يې ټول کالي اوسامانونه کتل .يوه جالبه داهم وه چې يوځاى کې نعيم کاکا يو افسرتالاشي کولو.ورته يې ووېل چې لاسونه پورته کړه .ده فکرکړچې ستړي مشي راسره کوي ده هم غېږورته خلاصه کړه ورته يې ووېل چې (جوړاوپخير) افسرورته وويل چې تالاشي راکه څوک يې چې زماسره ستړي مشي کوي؟.

دوهم څپرکى
مزارشريف:
کله چې دمزارشريف دروازې ته ورسېدلونودلته هم ډېره غټه تالاشي وه موږ يې له خپل موټرڅخه کښته کړلواوهلته يې ځان ته ودرولواودتذکرې پوښتنه يې کوله .په دې کې زمونږيوملګرى چې له هلمنده راغلى وواوتذکره اونورهېڅ ډول اسناديې نه درلودل اوبې اسنادو وو.نه يې تذکره وه اونه يې …..يوه افسرترې پوښتنه وکړه چې له کومه ځايه راغلې؟ .محمديعقوب چې دخپلواسنادوپه غم کې وو.هېڅ ډول ځواب يې هم ورنه کړ.بيايې ترې په جګ اوازوپوښتل چې له کومه ځايه راغلې تاته وايم؟ راکړه تذکره دې .نوموړي په ټيټ اندازورته ځواب ورکړچې تذکره نه لرم .نوافسرورزياته کړه هغه څوک چې تذکره ونلري دې ښارته نشي داخېلېدلى.په دې وخت کې مانوموړي ته ډېروخندل ځکه چې يوه ورځ مخکې ماورته ويلې ووچې خپل اسنادښه صفاکړه بياراځه .تاسې ولې بې اسنادوراغلي ياست؟
خبره رانه اوږده نشي موټرمو چې همدلته ثبت کېدو ثبت کړ.يعقوب موپه يوڅه خواريوراخوشى کړ. اودمزارشريف ښکلي،اوصفاښارته داخل شولو.دلږمخکې تګ وروسته موسترګې په (روضه)مبارکه ولګېدې .ترې تېرشولواودتوريالي (جلالزي )کورته ورسېدلو.موټرموپه ګراج کې ودراوه اومونږکوټې ته لاړو.توريالى چې له شپږواو مياشتووروسته خپل کورته راغلى وو.ټول ورته زيات خوشحاله وو.توريالى لازمونږسره ناست وو.نوماورته وويل چې ته کورته لاړشه .
کتل مې چې بريالى( جلالزى) راننوتو اودچايوپتنوس ورسره وو.ماجلالزى مخکې نه ووليدلى مګرپه ټليفون مې ورسره ښې ډېرې خبرې کړې وې اوپېژانده مې .بريالي چاى راوړ.تلويزون يې چالان کړاوريموټ يې ماته راکړاوله مونږڅخه يې دسفرپوښتنه وکړه اوپه غورو يې شروع وکړه .
دبريالي پلارچې کمه کمه سپينه ږيره درلوده جګ سړى وو.زمونږپه ليدوډېرخو شحاله شوو.اومونږته د خپل دفتردپاکولوپه هڅه کې شومونږورته وويل چې حاجي صاحب ته سپين ږيرى يې. مونږيې خپله پاکوو.ويل يې نه داهيڅ امکان نلري اوداکارزه خپله کوم .دازمالپاره دفخرځاى دى چې دمېلمنوخدمت وکړم .دغرمې دډوډۍ خوړلو وروسته چې کله خپل اطاق ته راغلوډېرښه منظم يې جوړکړى وو،فرش يې پکې اچولى وو،توشکونه يې ورته راوړي وو،نوردضرورت وړشيان هرڅه يې زموږکوټې ته راوړي وو. دغه کوټه د توريالي دکورلاندې ددوى دپلاردفتر وو،اوپه ډېرښـه موقيعت کې وو.
يوه خبره چې بايدمخکې ذکرشوې واى .هغه داوه چې زموږپلاراونورملګري د تور يالي دوى کره په چاى ناست وو.زه اوتوريالى زموږديوبل ملګري چې هم هلته يې کوردى اوفضل الرحمن نوميږي کورته ورغلواوهغه هم زموږپه لېدوحيران شوو.ويل يې چې تاسې اودلته .ماورته ووېل چې هوهمدلته .وروسته يې ورور ته امروکړچې منډه کورته لاړشه موږهم درځومېلمانه دي راسره .ماورته ووېل چې نه اوس نه ځوځکه چې هلته دتوريالي په کورکې زموږ نورملګري دي.بيابه ګورو.فضل الرحمن ډېرټينګ شوخوموږ دوه تنه وو.ديوه اودووتنوسره نه کيږي.موږپرې زورورشولواوترېنه راغلودى موخپله هم راوستو
مازدېګرانجينرمحمدنعيم (افضلي) ښارته دشپې دسامان راوړلولپاره لاړو. اود دېګ لپاره يې يوڅه شيان راوړل.ستاسوبه سوداشي چې څه شى به يې راوړې وي .ښه شى نووو.يوازې يوڅودانې هګى ،بانجان ،غوړي اوداسې نوردضرورت وړشيان يې راوړي وو.ځکه چې اوله ورځ وه .لنډه داچې دشپې ډوډۍ ته ناست وو.انجينرنعيم کاکاراته دنصيحت په توګه وويل :چې يوموجيبوته ډېرفکرکوى اوبل دهرچادلاس شيان مه خورئ .خپله خبرنه ووچې تلېفون يې نشته .دډوډۍ خوړلووروسته يې تليفون په کارشو کرار کرار خپل جېبونه ګوري اوهېڅ هم نه وايې وروسته يې په ډېرکم انداز وويل چې زماتليفون خونشته .بيايې خپل جېبونه له سره وکتل خو پيدا يې نکړ.حتى خپل ټول جېبونه يې په بل مخ واړول.مګرتلېفون نه وو.په دهلېزکې يې هم وکاته هلته هم نه وو.وروسته يې خپله قيصه داسې پيل کړه .چې کله مې ډوډۍ اخيسته هلته يوه ښځه وه ډېره راته نږدې وه اووارپه وار راته نږدې کېده . نوهمدې ښځې وړى دى ځکه چې ماته ډېره نږدې وه .وروسته يې دزړه له سوخته وويل چې دارو يې دې شي.
په کوټه کې زمونږ شپې اوورځې تېرېدې لکه څرنګه چې مخکې يې يادونه وشوه .زموږکوټه اصلً دفتروونودغه دفترکاريګرهم غوښتل نوموږله نېکه مرغه له ځان سره يومديرصاحب محمديعقوب لرلوچې هغه هم له هلمنده راغلى وو.په څلوروژبوهم پوهېده (پښتو،فارسي،اوردو،انګلېسي) په وظيفه هم ډېرټينګ وو.په څلورويشتوساعتونوکې يې يوساعت هم دفترنه خوشې کولو اوزموږدفترنه بندېدو.ددفترکلي هم يوازې اويوازې له ده سره وې .ځکه هروخت به حاضروو.اوبل داچې دى موږددفترمسئول ټاکلى وو.
ګرانولوستونکوتاسوته به شک پيداشي چې کوټه اودفتر؟اوبل داچې تاسې خوپه مېله پسې تللي وئ هلته تاسې په کاراوبارڅنګه پيل وکړ؟اوداوظيفه درته چاپيداکړه؟ اوهم محمديعقوب ته واسطه له کوم ځايه پيدا شوه؟ هلته خويې څوک پېژندل هم نه .اوداسې په مدېرصاحب کې دومره هنر له کومه شو؟
غوږ شه چې زه ځوابونه درکړم .نه اې لوستونکيه! اوآورېدونکيه! داځوابونه زه نه درته وايم ځکه که ته راسره واى نوبيادرته داپوښتنې نه پيداکېدې .بل ځواب يې دادى چې که چېري تاسې ((دمزارمېله)) سي ډي وګورئ بياهم داپوښتنې مولږڅه حل کېږي .او دمدير صاحب محمديعقوب په اداري چاروکې دده مهارت وګورئ خپله داقضاوت کولاى شئ. او بل دفلم په ډکولوکې دده عمل هم ستاسې سوالونوته ځواب وېلى شي.
يومهارت يې په لنډډول درته تشريح کوم:هغه داوچې يوه ورځ دبريالي په کوټه کې زماکارپيداشواودهغه دمېلمنوکوټه چې مخکې يې يادونه شوي ده په بالاخانه کې وه زه ورغلم اوناڅاپه مې ددفترکلي هم له ځان سره وړې وې ځکه زماورته کوم پام نه وو. دلږځنډوروسته ګورم چې مديرصاحب راته تليفون وکړچې کلۍ دې وړې ده خلک بيخي ډېرمنتظردي اوکلي پکارده .ماځواب ورکړچې پنځه دقيقي وروسته زه درکښته کېږم اوکلي به خپله دروړم .زه په بالاخانه کې وم اومديرصاحب کوزولاړوو.ماکولاى شول چې کلي لاندې ورواچوم .ځکه چې لاره وه ماويل چې خيرځه يوپنځه دقيقې لګيږي.ګورم چې زيات تلېفونونه راغلل. تلېفون مې نه پورته کاوه ځکه زه پوهېدم چې دکلي ګانومسئله ده .ديو څودقيقووروسته چې زه راغلم نوکله چې دمديرسره مخ شوم ډېرراته په غصه ووځکه چې دى هم ملامت نه ووپه اداري چاروکې زيات ځنډراغلى وو. دفتربندوو زيات خلک اننتظا ر ولاړوو.حالات ښه نه وو.!!!
دنوي کال نوې ورځ رانږدې کېده .دوې ورځې ورته پاتې وې نومونږهم ټول مزار شريف وکتلوترپوهنتون پورې موټول ښارولېدو.ښارډېرښکلى اوپاک وو،موټرونوته اجازه نه وه چې په ښار کې وګرځي اوهغه کسان چې په پښوګرځېدل هغوته يې ښه زمينه مساعده کړې وه .يواځې حکومتي موټرپه ښارکې ليدل کېدل .نورتربايسکل پورې ټول عراده جات بندوو.ښاريې ډېرښکلى پاک کړى وو.چې يودانه کاغذ،دکېلې پوټوکى، اوياکوم بل څيزنه ليدل کېدل .پله په پله به امنيتي کسان ولاړوواودخلکواوامنيت جاج به يې اخيستو.پدې ښارکې هم هرقسم قوم اوقبيله اوسېده دمثال په توګه پښتون ،تاجک ،ازبک ،هزاره .اوداسې نور.خلک يې ډېرښه نرم مزاجه اومېلمه خوښوونکي وو.يوکس چې خپله دمزارشريف اوسيدونکى وو.يوه ورځ راته وويل چې دلته په دې شپواوورځوکې داسې کورنشته چې لس اوياپنځه لس تنه مېلمانه ونلري دهرکورکره له لرې لرې ځايه مېلمانه راغلي دي .
په يادشوي ولايت کې پښتوته ډېرکارکېده اوشوى وو.دلته ډېرښه ښه شاعران اوليکوالان اوهمدارنګه زيات ادبي بهيرونه موجودوو.په تېره بياد محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير چې مايې ځنې ليکوالان اوشاعران ولېدل چې ډېرتکړه اودپښتودپرمختګ لپاره يې هڅې کولې .ددې بهيرمشرذبيح الله(احساس ) نومېدوښه فرهنګي شخصيت وو. ورسره نورشاعران لکه جلالزى ،خال ،اوداسې نورچې ماوليدل خومتاسفانه چې نومونه مې يې په ياد نه راځي.
له محترم ضميرخال سره زه دمزارشريف يوې راډيوته چې خپله خال صاحب يوه خپرونه پکې اخيستې وه په ډېره ښه توګه يې پرمخ بېوله مونږهم په نوموړي راډيوکې يوه مشاعره له خال سره وکړه .
نوموړي ښارته چې خلک ځې يواځې دروضي مبارکې چې دخلکوپه وينادحضرت علي (رض) مقبره پکې ده .دايو نمونه ځاى ووڅلوردروازې يې درلودې ډېره ځمکه يې نيولې وه په هرطرف کې يې يوه دروازه وه يعني شمال ،لوديځ ،جنوب اوختيځ کې چې دغې روضي مبارکې ته ډېرخلک راغلي وو.اوډېربيرباربه ليدل کېدو،ځکه دنوي کال په اوله ورځ دلته هغه عنعنوي جنډه پورته کيږي چې خلک ورته لېواله وي .نوموړې روضي يودانه ښه موزيم درلودلوچې زيات تاريخي شيان پکې وو.يوه نمونه يې داوه چې يو ډېرغټ بوټ پکې وو چې شاوخواڅلويښت سانتې متره اوږدوالى يې درلود.
همدارنګه بله يې يوه ښـه غټه کتابخانه درلوده چې په هغې کې هم ډېرکتابونه ايښي وو.په دې توګه د روضې په مابين کې يوډېرغټ ديګ ووچې زيات قلفونه پرې پراته ووچې خلکوبه راکشول.ددغې سيمې خلک وايې چې که هرچاته دغه قلف راخلاص شې ، نودزړه مراديې حاصلېږي.دروضې په منځ کې مقبره وه چې تورې ښيښې يې درلودي اوڅه پکې نه ليدل کېدل .خلکوددې مقبرې زيات احترام ساته پدې مقبره به يې چې څه درلودل هغه به يې پرې موښل ،دلته ډېردسمالونه اويوقسم قابونه چې آياتونه به پرې ليکلي وو خرڅېدل .هرچابه دغه شيان اخيستل اودنيک شاګوم لپاره به يې له ځان سره ساتل .
يوه جالبه خبره داهم وه .چې يوکس وودکورله پاره يې بنګړي اخيستي ووهغه يې هم په دي مقبره باندې موښل.ماهم خپل کاکاانجينرمحمدنعيم ته وويل چې کاکاستاتلېفون هم زيات چارچ نه ساتي هغه پرې وموږه چې زيات چارچ وساتي .همدارنګه هغه دېګ چې مخکې يې يادونه وشوه کاکاراته ووېل چې ته ورشه په دېګ خپل بخت وآزمويه.زه ورغلم ددېګ قلف خلاص نه شو.زه چې بېرته خپل کاکاته ورغلم راته يې ووېل چې څنګه شو.ماورته په ځواب کې ووېل چې کلي درسره نه وي قلف نه خلاصيږي .هغه ډېروخندل اوله زيارت نه راووتلو.دخپلي کوټې په لور لاړو.زمونږ دکوټې په مخ کې ٢٤ ساعته امنيتي کسان ولاړوو. ځکه زمونږ دکوټې په مخ کې عمومي محبث وو.
خبره رالنډوم چې هغه دنوي کال دنوي ورځې په اړه ده .نورتاسې انتظارته نه پرېږدم
دنوي کال لومړى ورځ:
سهاروختي تقرباً ددريوبجوشاوخواکې خلک پاڅېدلي وواودروضر په لوريي يوغټ قطارچې بيخي اوږدووجوړکړى وو،اوزيات خلک په لين کې ولاړوو.دومره وختي هېڅ دنوبت درسېدوامکان نه وو،دالين هغه ځاى ته ولاړووچې هلته دروضې په منځ کې يوه عنعنوي جنډه پورته کيږي اوخلک هريوداکوشش کوي چې دغه جنډه دپورته کېدوپه حال کې په خپلوسترګووګوري.نوډېرکوشش کوي چې ځان ورورسوي .البته له داخله څه چې له خارجه هم دغه ځاى ته خلک راځي .چې ځينې يې لوړپوړي چارواکې وي لکه وزيرخارجه ،وزيرداخله .اوداسې نور.ناويلې دنوي پاتې چې دغې ورځې په مناسبت له داخل اوخارج نه تکړه تکړه هنرمندان هم راځي لکه پدې کال چې نغمه ،عبدالله (مقرى) اوداسې نورمشهور هنرمندان راغلي وو.چې دنوي کال دنوي ورځې څخه نيولې بياترلسوپنځلسوورځوپورې دلته هنرمندان په مختلفوهوټلونوکې کنصرتونه ورکوي اومينه وال يې ورته پاتې وي اوهره شپه دغه هوټلونوته ورځي.هنرمندان په دغوشپواوورځوکې زياتې پيسي هم په لاس راوړي .ځکه دهرهنرمندمينوال دهغه تکس په پيسوکوي اوځان ورسوي .په دې ډول ممثلين خپلې رازرازتمثيلي پارچې وړاندې کوي اوخپل فن اومسلک خلکوته ښيي.
دورځې دلسوبجوشاوخواشوه هغه عنعنوي جنډۍ چې زيات داخلي اوخارجې وګړي يې دپورته کېدو په انتظاروو،پورته شوه .دادنوي کال لومړۍ ورځ وه.دماسپيښين دلمانځه نه وروسته دددووبجوپه شاوخواکې دشاديانوپه دشته کې دبوزکشۍ په نامه يوه لوبه وه چې مونږ هم ورغلوزيات آسونه هلته ولاړوو اووروسته يې لوبه شروع کړه ګورم زيات آسونه يوي اوبلي خواته په ډله يزه ډول منډې وهلې .اودهغه ځاى داوسېدونکوپه ويناوزه له ځمکې راپورته کوي.دايوه لوبه وه همدارنګه ،يوقسم ډېرغټ غټ اوښان يې هم راوستلي وو دوى وېل چې سبادغه اوښـان په جنګ اچول کيږي .خومونږ دهغوجنګ ونه ليدو.
دنوي کال نوې ورځ تيره شوه ماښام شودشپې دډوډۍ وخت شو دډوډۍ خوړلونه وروسته ګورم چې دباندې دسازاوآوازغږ ولګېدو وروسته چې مې فکرشولو .ټول خلک راوتلي وو.تبلې (زېربغلي) ورسره وې ،اوپه هرچوک اوځاى کې سيلونه چالان وو.مونږ هم له چاى اوډوډۍ خوړلووروسته دباندې ور ووتلو.زه اومدېرصاحب محمديعقوب هم دغو چوکونوته ورغلو .ګوروچې ټول هلکان اوجينکى له کورونوڅخه راوتلي اودشپې له خوا دروضې په شاو خوا اومابين کې ګرځېدل هلکانو دخپل ساعت تيرۍ لپاره له ځان سره تبلې ګرځولې اوهرځاى به درېدل يوه يادوو تنوبه تبله وهله نوربه ورته نڅېدل.
مخکې مې ياده وکړه چې مدېر صاحب مې هم له ځان سره بوتلوپه مخه راته يوه کراچۍ ((لاس ګاډى)) چې همدغه تبلې (زيربغلي) چې ډېرښه غږباسي دمنګي په شکل جوړې شوي وي يوه خوايې پوستکى دى اوبله خوايې نرۍ خوله لري .په مخه راغلې نو مدېرصاحب ترېنه دقېمت پوښتنه وکړه.
لنډه داچې سره جوړشول اومديرصاحب محمديعقوب هم تبله واخيسته اوپه اوږه يې کېښوده .هرځاى کې به چې هلکانو وليدو نومديرصاحب ته به يې ويل چې وهه مونږدرته ګډېږو نومديرصاحب به لږلږوټنګوله وروسته به يې هلکانوته وويل چې زما ياده نه ده مايې هسې شوق کړى دى پروهلويې ښه نه پوهېږم .وروسته به هلکانوتبله ترېنه واخيسته اوخپله به يې وهله او ورته ګډېدل .
که چيري به هلکانوتبله پيدانکړه نودښارپه منځ کې به چې کوم موټروو.هغه موټربه يې ودراوه او ورته وېل به يې چې کېست واچوه اوجيګه يې کړه .هغه به همداسې وکړل کېست به يې ورته واچوله. اوپه جګ آوازبه يې ورته ونيوله .هلکانوبه ورته ګډېدا جوړه کړه .په نوموړي موټرپسې به زيات موټرنورهم ولاړوو آخربه بيخي زيات شول .کله چې به هلکان ستړي شول نوګډابه يې بس کړه اوموټروته به يې اجازه ورکړه .داحالات په ښار کې دشپې ترځنډه ليدل کېدل اوپه ښارکې ګڼه ګوڼه زياته وه .دشپې ترلسويايولسوبجومونږهم په ښارکې ګرځېدو ددوولسوبجوپه شاوخواکې راغلوخپلې کوټې ته ځکه پلارمې تېره ورځ راته ويلې ووچې دنوي کال په دوهمه ورځ به دخيرسره خپل کورته ځو .دشپې ناوخته ويده شولو.

درېيم څپرکى
له مزارشريف څخه دکورپه لورسفر:
سهاروختي دڅلوروبجوپه شاوخواکې مې پلارراپاڅولم اونورانډيوالان هم پاڅېدلي وو.پلارمې وويل چې کالي موټول کړئ موټر مې دباندې درته په دروازه کې درولى دى ځو له خيره حرکت کوو.اولمنځونه به په لارووکړوځکه چې اوس ډېروختي دى .
مونږهم خپل کالي ټول کړل اوژرژرموموټرته واچول اوله مزارشريف نه مودخپل کورپه لورحرکت وکړ.دمزارشريف له ښاره راووتلوداچې ډېروختي وواوزه دشپې هم ناوخته ويده شوى وم نوپه موټر کې دخوب سيلۍ راباندې راغلې وه.يوځاى ګورم چې پلارمې راباندې غږوکړچې ډېرې ښې اوبه دي دلته به اودسونه اولمنځونه وکړو مونږورسره موافقه وکړه .دې ځاى ډېره ښه منظره درلوده دلته موعکسونه هم وايستل اوبېرته موحرکت وکړ.پدې ځاى کې لاره په داسې ځاى کې وه چې يوې اوبلې خواته يې غريواځې دموټر ديوې لارې اندازه دلته وه بس. په غره کې دمرغانوآوازونه داوبوشڼهاروه .هواهم ډېره ښه وه ځکه دپسرلي شپې اوورځې وې.
خبره بيا هم را نه اوږده شوه را لنډه ومه يې پلخمري ته را ورسېدلو دتېلو يوه ټانګ ته راورسېدلوتېل خرڅونکي رانه تپوس وکړچې ډيزل دى اوکه پترول مونږورته غږکړنه پترول ځکه زمونږموټرپترول وو.تېل خرڅونکي مونږته اشاره وکړه چې هغې پايي ته درځئ مونږهم هغي پايې ته ودرېدلوګوروچې په پايه ډيزل ليکلي دي تېل خرڅونکي موټرته تېل ورخوشي کړل وروسته زماپلارتپوس ترې وکړ چې داپترول دي که ډيزل؟ هغه ووېل نه ډيزل،زماپلارغږکړ اه داڅه وايې زماموټرخوپترول دى ماخومخکې درته وويل چې پترول کوم دي؟.تېل خرڅونکي تېل بندکړل اويې وېل يې چې تاسوخووېل چې ډېزل دي اوپه خپله لومړنۍ خبره منکر شو.
پلارمې ورته ووېل چې اوس خودې بدکړي چاره يې کوه ځکه چې سالنګ موپه مخ کې دى اوموټربايدښه جوړوي .تيل فروش بېچاره ګي هم دټانکۍ سورى پيداکړ اويو غټ پيپ يې ورواچاوه اوپه خوله يې تېل راکشول زيات تېل هم ووتقرباً لس يولس ليتره تېل يې ټول په خوله راکش کړل ډېريې تېرهم کړل .په هغه ساعت تللاى نه شو.ځکه چې تېل پرې زيات شول اوپيلوټ يې وکړاوبل داچې که چاپه هغه وخت کې داورلګيديوه پلته وهلې واى نوهغه حتماً اوراخيستو. ځکه چې آخرکې يې تيل اندازه کړل تقرباً څلورليتره تيل تيل خرڅونکي څښلي وو.په آخرکې يې ټپ ټپ کولوځکه تيل پرې زيات وو.
سالنګ ته راورسېدلوپه سالنګ کې مويوه لنډه دمه وکړه ترسالنګ راتېرشولوپه سالنګ کې داځل اوبه لږکمې وې .دلته هوابياهم ډېره يخه وه ځکه داځل بيادلته ډېره واوره پرته وه .دسالنګ نه چې لږراتېرشولويوښارپه مخه راغى چې جبل السراج نومېده .هلته يوه هوټل ته وګرځېدوچاى اوډوډۍ موهلته وخوړله له لږځنډوروسته موبياحرکت راوکړپه لاره کله چې دپروان نه راتيرشولونودلته ډېرښه ښه ګلان پلورل کېدل مونږهم يوڅوګېډۍ را واخيستې اوپه لاروموځينوخلکوته ورکولې اوخلک موپرې خوشحاله کول.
کابل ته راورسېدلوپه داوخت نوتقرباً څلوربجې وي .په کابل کې لږځنډشوو.لږه سودامودکورلپاره راواخيسته .
له کابله مودوردګوپه لورحرکت وکړ.دکابل نه موچې حرکت وکړنوپدې ځاى کې لاره هم وارپه وارخرابېده ځاى ځاى خوبېخي سړک کندې کندې وو. زمونږپه تګ کې يې هم ځنډراوستلى ووخودماښام داووبجوشاوخواوه چې وردګوته ورسېدلولس شل دقيقې دپاسه څلوربجې وي چې دنوموړي ولايت دجغتوولسوالۍ دلاغريوکلي ته ورسيدلو.
دلته ټول زمونږمخې ته راووتل اوزه چې له ننګرهاره تقرباً يوه نيمه مياشت پس وردګوولايت ته تللى وم نوټول راته خوشحاله وو.خويواځې رحيم الله چې زماڅخه کشرزماوروردى اومحمدداود چې زما مامادى نه معلومېدل زه خبرنه وم چې هغه پدې باندې غصه دي چې ولې يې مونږمزارشريف ته نه وو بوولي .وروسته مو دوى هم وليدل اوپه قراره قراره موخوشحاله کړل .

تمت باالخير
ننګر هاراسلامي پوهنتون درونټه
١٧/٠١/١٣٨٨