په ډيرې خواښينې سره مې د پروفيسر رسول امين د مړينې غږ تر غوږ شو. امين صيب واقعِأ يو سپيڅلی پښتون، په افغانستان او خپلو خلکو مين امين ؤ. د هغه ژوند پخپله يو داستان دی. د ځوانې نه تر سپينګيرتوب پورې ژوند ېې په منډو او نورو ته په توصيه، ملک او خلکو ته په تشويش کې تير شو. د وخت حکومت د ساپيانو په جګړه کې کنړيان او ننګرهاريان، خينې تورغنډې ته او ځينې ېې مزار ته تبعيد کړل. د وخت زمامدارانو نه يواخې د هغو مشران، خو ښځينه او ماشومان هم ورسره په جزا رسول. خو امين صيب د هغه بل کونړي، پوهاند بهاولدين مجروح په شان له هغو نه رسيدلي او تکړه منورين ؤ. که پوهاند بهاولدين د حکومت د مطبعه له لارې هغو ته ، بې له دې چې پوه شي په خان خاني ښامار کې څه ېې چې ښايسته ؤ ويل، امين صيب هم د هغو له تبعيده، نه يواځې په خپل همت ځان ازاد کړ، خو پيښور ته راغې او برسيره په سلهاو مشکلاتو خپل درس ېې دسياسي علومو په څانګه کې د ماسټرې تر سويه پورې سرته ورساوه. هغه کلونه وروسته بيرته کابل ته ولاړ او د ادبياتو په پوهنځي کي استاد شوترڅو دخپلو خواريو د زحمت برکت د وطن اولادونو ته سوغات کړي.
د امين صيب د پيښور د تحصيل برکت هغه وخت زياتو افغانانو ته څرګند شو، جې روسانو زمونږ وطن ونيوه او په ملينو افغانان پاګستان ته مهاجرشول. هلته امين صيب د روڼ انده افغانانو لپاره د تورې شپې يو څراغ وګرځيد او که هغه بل کنړي افغان اطلاعاتي مرکز له لارې نړۍ باخبره ساتله، امين صيب د وفا علمي مرکز او د خپلواکې مجلې له لارې د افغانستان د کلتور او تاريخ تابلو خپلو او پرديو ته د هغو په ژبه وړانې کول. امين صيب په هغو نهو کالو کې ډيرې علمي ليکنې وکړې او هم ېې د جارج ارول د حيواناتوفارم، چې په کمونزم باندې ملنډې وهل دي په پښتو ترجمه ګړ.
إمين صيب د پلانونو، قصو، ټوکو او متلونو خزانه ؤ. د افغانستان لپاره هغه د مجاهدو په دوره کې او هم په دې غملړلې اوسنې دوره کې د هرې برخې لپاره بيل بيل پلانونه درلودل. د خپلې مړينې نه درې اونې وړاندې، خدای بښلي ماته د اسټرليا نه تليفون وکړ او د اوږدې جمې په لړ کې خپله مايوسي وښودله. ماته ېې وويل: تا د بي بي سي له راديو نه څومره خدمت وکړ اومونږ د مهاجرت او اوس د ملک له ننه نه، خو ځای ېې ؤ نه نيوه، وګوره چې چا ملک ېې په کومه لاره روان کړی دی.
څنګه چې امين صيب د ژوند تريخ او زورونکې شپې ورځې ليدلې وې، نو د هغه فلسفه دا وه چې د ژوند له هرې لحظې نه بايد خوند واخلي او ملګرو او دوستانو سره ، چې ده ېې کمی نه درلود، وخت په خندا او ټوکو تيرکړي، داسې چې ډيرې جدي موضوعګانو باندې به هم د خوښې اوځندا په فضاکې بحث کاوه. دهغه رويه دومره دوستانه او صميمي وه چې ماشومانو ته به هم د ګډون موقع په کې پيدا کيده.
امين صيب چې اوس د خدای بښلو قطار کې ورشامل شو، واقعِأ داسې شخصيت دی چه بايد دده په نوم د کابل په پوهنتون کې يو کتابتون، د غونډو کوم صالون او يا يو بل دروند ځای دده په نوم شي. په کنړ او ننکرهار کې سړک. پارک، پوهنځی او داسې کوم بل ځای په نومولو سره د هغه خاطره ژوندې وساتل شي. د امين صيب او د بهاوالدين مجروح په شان کونړيو تربيه کول يوه پيړې وخت غواړي، دوي د خپل وخت، د هغه بل مشر کنړي، سيد جماالدين افغان په شان شخصيتونه دي او بايد حق ېې پر ځاي شي.
زه وريندارې ، د امين صيب ميرمن او ټولې کورنې ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوم او هغوی حتمأ وياړ دي چې د خدای بښلي امين صيب په نوم ياديږي، داسې نوم چې مونږ ټولو چې هغه پيږندلوهم ور بانې وياړيؤ.