په دې کې خو اوس هيڅ يو د عقل او شعور خاوند شک نه شي لرلاى چې طالبان د پاکستان لخوا په افغانستان کې د خپلو پښو د ټينګولو لپاره منځته راوړل شول او که يواځې هغه وخت د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان د لرغونو اثارو غل نصير الله بابر دا دعوه لرله چې “طالبان زما بچي دي” نو اوس په پاکستان کې د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم د لومړي ځل لپاره ومنله چې “په طالبانو د پاکستان اثرات زيات وه” او لدې وړاندې د پاکستان خپل سري زورواک جنرال پروېز مشرف هم په برتانيا کې ويلي وه چې “د اي ايس اي پخواني مشران له طالبانو سره اړيکې او همکارۍ لري”. يانې چې د اي ايس اي کوم پخواني مشران اوس هم له طالبانو سره اړيکې او همکاري لري نو کله چې طالبان او د اي ايس اي نوموړي مشران په قدرت کې وه ايا د يو بل سره به يې زړه او کولمې شريکې نه وې!!؟ دا خو د طالبانو خپله کم فهمي وه چې اي ايس اي ورسره هغه لوبه وکړه کومه چې په يو واده کې د ډمانو او ملايانو سره يو پساتي ماما کړې وه.
هغه داسې وه چې په يو واده کې ځوانانو ډمان راوستلي وه او د شپې يې ښه تود مجلس جوړ کړى و چې يو مهال ورپسې د جومات ملايان د يو څو نورو “په خپل فکر جنتيانو” سره ورغلل او د کوڅې يو مشر ماما ته يې وويل “ورشه دې هلکانو ته ووايه چې دا ډمچوري بس کړي کنه مونږ به يې پرې بـس کړو”. هغه لاړ او ځوانانو ته يې وويل “پېغلې د کورونو څخه راوتلې دي او وايي چې دوى دا سندرې لږ په زوره ولې نه وايي مونږ يې نه اورو”. هغو خپل مجلس نور هم تود او تېز کړ. بـس ملايانو ورباندې برېښنا قطع کړه او د برېښنا د تارونو سره يې په ځوانانو يرغل وکړ. ځوانانو ددې ناڅاپي يرغل توان ونه لاره ځکه چې ستړي هم وه، ناخبره هم او څه يې ليدل هم نه، نو ښه وهل يې وخوړل.
همدغسې اي ايس اي د طالبانو سره وکړل. جنرال محمود به په اسلام اباد کې امريکا ته ويل چې که تاسې په طالبانو بريد وکړئ مونږ مو ملګري يو او هر ډول مرستې ته تيار يو خو بيا به يې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته ويل چې د امريکا خبره او غوښتنه ونه منئ، هغه درته هيڅ نه شي ويلى، که بريد يې درباندې وکړ نو مونږ يې مقابله کوو، دا اتوم مو د څه لپاره جوړ کړى دى. او بيا چې څه وشول نو هغه خو “ټول جهان ته پته ده”.
په سيمه کې د پاکستان کردار د دغه هېواد د پيدايښت د لومړۍ ورځې راهيسې د يو ورانکاري او فسادي په توګه پاتې شوى دى. دې هېواد د خپلې ورانکارۍ لپاره د اړتيا ترمخه هندوان سکهان کړي، سکهان مسلمانان کړي او مسلمانان کافر کړي دي خو خپل کار يې ځنې اخيستى دى. او همدغه لوبې ته يې اوس هم نه يواځې په هند بلکې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ښه په خلاص مټ دوام ورکړى دى.
د سپتمبر د يوولسمې د پېښې څخه وروسته چې د نړۍ حالات بدل شول او د دولتونو پاليسيو خپله مخه بدله کړه نو پاکستان هم ورسره خپل ايمان بدل کړ، هغه خلک چې پخپله يې د جهاد لپاره تيار کړي وه او اسلام يې د باروتو په زور پکې ورمنډلى و، د هغو څخه يې مخ واړاوه او د ښو زياتو ډالرو په لاس ته راوړلو سره يې هغوى هم بمبار کړل او هم يې ژوندي خو لاس تړلي او پرتوګ ايستلي امريکا ته په حواله کړل. او کله چې ورته دا کاروبار ګټور ښکاره شو نو پټ يې د دغه ډول خلکو تربيه هم پېل کړه ځکه چې په دې توګه يې هم ډالر ګټل او هم يې خپل د ورانکارۍ او فساد خارښ سړاوه. خو نړۍ ته يې بيا داسې ښودل چې ګوا کې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې په لومړۍ کرښه کې دى او تر هر چا زيات د ترهګرۍ پر ضد اقدامات کوي.
ولې حقيقت بل ډول دى چې ټول پرې پوهېږي. که څوک نه پوهېږي نو د هغوى لپاره بايد ووايم چې د پاکستان استخباراتي ادارې د مانسهرې په غرونو، د وزيرستان او باجوړ په مدرسو او د کراچۍ څخه تر پېښوره پورې په جوماتونو کې طالبان تربيه کوي او افغانستان او د نړۍ نورو هېوادونو ته يې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د جنت او د حورو په لالچ بوځي. دا بيا بېله خبره ده چې کله کله دغه خلک خپلې حورې او جنت په پاکستان کې ترلاسه کړي.
او اوس خو دا دى “په جار نارې وهم چې خوله يې راکړه” د پښتونخوا د سيمې مشر چارواکي علي محمد جان اورکزي په افغانستان کې د طالبانو القاعده ترهګري او ورانکاري د ازادۍ جنګ وباله او دليل يې دا ووايه چې پښتانه په افغانستان کې محکوم دي نو ځکه دوى د طالبانو او القاعده جګړه کوي په داسې حال کې چې پخپله علي محمد جان اورکزى هم پښتون دى او پدري مادري د پنجاب غلام دى او په پاکستان کې مېشت پښتانه د پنجابيانو يو ډول مزدروان دي، خو علي محمد جان اورکزى به هيڅکله هم د پنجاب څخه د ازادۍ غږ ونکړي او نه به دومره غېرت پکې پېدا شي چې خپله ژبه پښتو قدرې ووايي.
دغسې يو د هغو ملايانو څخه چې د امريکا او اي ايس اي په رشوتونو يې خېټه لکه د بوساړې پړسېدلې ده او ټول عمر يې نه يواځې د عامو خلکو وظيفه خوړلې بلکې د افغانستان په نامه يې د نړۍ په هر ګوټ کې چندې کړي او خپله خېټه يې پرې بوساړه کړې، نوم يې ملا فضل الرحمان دى او په دې وروستيو کې يې غوښتنه وکړه چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي تر څو د دوى غلو او ځنګلي وحشيانو ته يو ځل بيا چانس په لاس ورشي چې د کابل پاتې ميوزيمونه او شتمنۍ هم يوسي او په پاکستان کې يې په کباړ خرڅ کړي.
او تر ټولو زياته يې لا دا چې د پاکستان زورواک پوځي مشر جنرال مشرف ويلي چې پاکستان طالبانو سره د مقابلې توان نه لري. په داسې حال کې چې هم دا مشرف او دده بړيڅي شپه او ورځ د هندوستان د نيولو او په ډيلي د خپل بېرغ د رپولو دړکې ورکوي. ايا طالبان له هندوستانه زيات ځواکمن پوځ دى؟ بې شکه چې نه دى. بله خبره دا چې د پاکستان څخه دا غوښتنه چا کړې چې د طالبانو مقابله دې وکړي؟ د هغه څخه غوښتنه يواځې دا ده چې طالبان او نور ورانکاري دې نه تربيه کوي. هغه د فقير خبره چې ستا له خېره مې توبه ده خو دا سپي دې رانه کورې که!
په پاى کې دوه خبرې ډېرې مهمې دي. يوه دا چې پاکستان اوس ددې لپاره چې افغانان په سپکه او شرمېدلې توګه له پاکستانه وباسي او خپل غول په افغانان پاک کړي، د خپلو مطبوعاتو له لارې دا غوغا جوړه کړې ده چې د ترهګرۍ په هلو ځلو کې افغان مهاجرين ککړ دي ځکه نو د دوى کمپونه دې وتړل شي. حقيقت دا دى چې د پېښور په شمشتو کمپ کې د حکمتيار د ترهګرۍ ډله د خپلو ټولو پښو او لاسونو ان تر کولمو پورې پرته ده خو پاکستان ددغه کمپ په اړه بېخي هيڅ خبره نه کوي. ولې هغه کمپونه چې غريب او بې وزله افغانان پکې پراته دي د بندولو خبره يې بيا بيا کوي. په اصل کې دا په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته يو پېغام ورکوي چې که تاسې هم د شمشتو د کمپ غوندې اي ايس اي له کار کوئ او په افغانستان کې د ورانکارۍ پلويان کېږئ نو سمه ده که نه نو ووځئ. دا بې بنسټه خبره نه ده، په کمپونو کې د افغانانو څخه غوښتنې شوې دي چې خپل بچي دې افغانستان ته د فساد لپاره ولېږي. که رښتيا هم غريبو افغانانو په خپلو کمپونو کې ورانکارۍ کولى نو ولې په وزيرستان او باجوړ کې د ترهګرۍ اډې وروسته له هغې جوړې شوې چې د افغانانو کمپونه ځنې ووتل؟؟؟
دوهمه دا چې پاکستان په خپل درې مخي تور رول کې هم نړۍ له دوکه ورکوي، هم افغانانو له او هم خداى له. اوس يې د کارتونو ډرامه جوړه کړه او افغانان يې پرې دوکه کړل. هم يې پرې د امريکا نه ډالر ترلاسه کړل هم يې ناپوهه افغانان پرې لوټ کړل. خداى دې افغانانو ته هم خېر ورکړي چې څه ورته د پاکستان ملايان او خېټه ور کدوان وايي دوى پرې لکه د ړندو ګډو ورځي او:
” هر سړى په خپل شه رګ چاړه راباسي
او د خداى شکر وباسي”
بايد افغانان نور د پاکستان ناولى مخ وپېژني او په خپلو کړنو دا ثابته کړي چې افغانان نه ترهګر دي او نه بې عقله او بې شعوره خلک.
نړۍ هم بايد په دې پوهه شي چې که د ترهګرۍ جرړې له منځه وړل غواړي او غواړي چې د ترهګرۍ ستونځه د دايم لپاره حل شي نو د ترهګرۍ اصلي ځاله، چې پاکستان نومېږي، دې په نښه کړي. دا ځکه چې که تاسې غور کړى وي د تېرو دوو مياشتو راهيسې چې په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې پېل شوې دي نو د افغانستان ورځ يو څو فيصده ارامه شوې ده. په دې خو هر څوک پوهېږي چې پاړوګر کله کله د خپل مار له لاسه هم مري!!! د پښتو يو شعر دى:
چې مو اغاز و د نفرت نه کړى
اوس يې انجام ته ټينګېدل پکار دي
د پاکستان انجام هم لکه د ټولو لعينو او ملعونو کردارونو دى. يا به يې هغه لېونۍ سپۍ خوري کومې چې د خپل ښکار لپاره پېدا کړى او روزلى دى او يا به هغه ماران ټک ورکوي چې کوم يې د ځان د پاړو ثابتولو لپاره ساتلي دي. دغه ورځ به خامخا راځي:
يوه ورځ به داسې غږ شي علي خانه
چې پلانکى هم لکه ګرد و غبار تېر شو
خو افغانان بايد دغې ورځې ته ولې انتظار وباسي؟ افغانان بايد هغې ورځې ته د انتظار کولو په ځاى خپل ځانونه، خپل مسئوليتونه او د پاکستان څېره وپېژني او په خپل ښه او بد پوه شي.