لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۱۱/۲۹
ژباړن : نثار احمد صمد
زموږ مشرانو ته خبردارﺉ ورکول سوی و چی که بندیان موږ پخپله و نه ساتو ، نو و به کړول سی
کاناډا په ټوله نړۍ کی د اخلاقی اصولو ، بشری حقوقو او قانون ته د درنښت له مخی د ډیره وخته د مینی او شاباسي څخه برخمنه ده . خو د کاناډا دغه واقعی شهرت په زیاتېدونکې کرغیړنه افغان شخړه کی د کړاو په دغه رسواینه کی د لاس لرلو له امله د مځکی ووهل سو .
ټول کاناډایان باید د زړه ور دیپلومات ، ریچرډ کولین څخه ډیره مننه وکړی چی د حکومت دغه کثیفه افغاني کړنه یې په حق او وقار سره وښودله .
د بوش د ادارې سره د ځان برابرولو په غرض په اوټاوا کی لویو حکومتی مامورینو او پوځی افسرانو ټولو د دې څخه انکار کاوه چی رټلي افغانان کړول کیږی . خو دوی په دې ډول خپل هېواد په باک نه راوړﺉ یا دا چی ولس یې خطا ایستی . د دې کرغیړن کاروبار د معلومولو په خاطر باید ۱۹۸۰ لسیزی ته مراجعه وکړو .
شوروی استخباراتی جوړښتون یعنی کی جی بی افغان کمونیسټی پټ استخبارات جوړ کړل چی « خاد » نومېدﺉ . د هغه وظیفه دا وه چی د شوروی نیونی مخالفین او کمونیسټی ضد رښتیاني یا شکمن ټول کسان ووژنی یا یې سخت وډاروی . اکثریت هغه انسانان چی خاد نیولي وو ، په وحشیانه او داسی ډول کړول کېدل چی مزې به یې پر اخیستې ، خصوصأ دا کارونه د کابل په وحشتناک جېل پلچرخی کی کېدل . بندیان به د بلډوزرونو پواسطه ژوندي ښخېدل . نورو ته به برق ورکول کېدﺉ ، تر هغو به وهل کېدل څو چی مړه به سول ، خصی کول به یې او په سترګو به یې ړندول . د پلچرخی په محبس کی ۲۷۰۰۰ ـ ۳۰۰۰۰ سیاسی بندیان د خاد په ذریعه ووژل سول . د کړولو دغسی مرکزونه د هېواد په ټولو غټو ښارونو کی موجود او فعال وو . شورویانو ( چی په ۱۹۸۹ کی ووتل ) او افغاني کمونیسټانو څه باندی یو ملیون افغانان ووژل .
د ۱۹۹۵ په حدودو کی کمونیسټی ضد پښتون مذهبی غورځنګ یعنی طالبانو ، چی پاکستان او د خلیج عربو یې ملاتړ کاوه ، دغه کمونیسټان د افغانستان د اکثرو سیمو څخه وشړل . دا کمونیسټان هم د هېواد شمال ته وتښتېدل او هلته د طالبانو ضد شمال اییتلاف یوه برخه سوه . دغه اییتلاف د توکمیزه پلوه د تاجکو او ازبکو لخوا چی ډیرو یې په ۱۹۸۰ کلونو کی د شوروی نیونی سره مرسته کوله ، لارښودل کېدﺉ .
امریکا په ۲۰۰۱ کی پر افغانستان یرغل وکړ ، او د روسیې لخوا د وسلوال سوي دغه اییتلاف پوځیان یې د طالبانو د نسکورولو لپاره استعمال کړل او حامد کرزﺉ یې د یو تش په نوم ولسمشر په توګه نصب کړ . خو په کابل کی اصلی واک د شمال اییتلاف په لاس کی و ، چی د هغه تر ټولو پیاوړي دوه کسان هماغه شوروی پلوه ازبک جنګسالار رشید دوستم او د خاد پخوانی مشر تاجک جنرال محمد فهیم وو . دغو دواړو د روسیې د استخباراتو سره نږدې ارتباط درلود .
تاجک او ازبک اقلیتونو تر دیرش کلني کورنۍ جګړې وروسته د پښتنو یعنی د افغانستان د اکثریت نفوس وینی څښونکي دښمنان سول . د طالبانو بشپړ اکثریت هم پښتانه دي .
فهیم او د تاجک ـ ازبک کمونیسټی شمال اییتلاف نن د اوسنیو استخباراتو یعنی « ملی امنیت ریاست » مشري او د جېلونو چاري په واک کی لری . په لنډه توګه ، د خاد پخواني کړاوونه نن یو ځل بیا راغبرګ سوي دي .
پښتانه بندیان چی کاناډایی ځواکونو نیولي وی ، همدغه خاد ( یعنی ملی امنیت ) ته سپارل کیږی . ډیر داسی راپورونه خپاره سوي چی وایی وحشیانه کړاوونه او وژني عملی سوي دي .
نن فهیم رسمأ د کرزي مرستیال دی . خو فهیم د تاجک ـ ازبک ملیشې د قوماندان او خادیست په حیث نن د افغان رژیم تر ټولو مقتدر او پیاوړﺉ کس دی او د افغانستان هر ماشوم هم په دې ښه پوهیږی .
خو په هره توګه چی ده ، کاناډایی جنرالان چی هیڅ شی هم ناوړه نه ورته ښکاری ، او ملکی لوی مامورین ادعا کوی چی موږ خو په دې هیڅ خبر هم نه یو چی افغانی بندیان د بیا فعال سوو کمونیسټانو لخوا تر کړاو لاندی راغلي دي .
نړیوالي عفوی او سور صلیب او ټاوا ته خبردارﺉ ورکړ چی هغه بندیان چی کاناډا یې افغان حکومت ته سپاری ، د کړاو حتی له دې نه هم بد ترو اعمالو سره مخامخ دي . آن دا چی د امریکا خارجه وزارت هم په افغان جېلونو کی د پراخو کړاوونو خبردارﺉ ورکړ چی په هغه کی « د نوکانو کښل ، سوځوَل . . . وهل ټکول . . . جنسی تیري ، لواطت » او پر کوچنیانو جنسی تیري هم شامل دي . ملګرو ملتونو هم همدا اعمال تایید کړي دي .
نو ځکه لازمه ده چی کاناډا باید د جنګ د بهترو اصولو سره سم د بندیانو خپل کیمپونه ولری . حال دا چی تر اوسه خو کاناډا بندیان د افغانستان استخباراتو ته ورسپاری .
د اوټاوا سرځوړیزه او شرمناکه انځر پاڼه داسی وایی : « باید د افغان چارواکو لخوا یوه داسی لایحه ترتیب سی چی په هغه کی د بندیانو د کړولو د مخنیوي ژمنه وسی .»
خو موږ اوس ګورو چی پوځی کسان او لوی حکومتی مامورین زیار باسی چی خپلی جدی غلطۍاو ناوړه کړني پر بل واچوی ، یعنی د کرکي وړ هغه ننداره چی دغه ښه هېواد یې شرمولی او داغي کړﺉ دی .
شکسپیر څه ښه لیکلي دي : « هغه څوک چی زما بټوه ( دستکول ) غلا کوی نو پاتی شوني غلا کوی . . . خو هغه څوک چی زما ښه نوم ( نېکنامی ) راڅخه پټوی ، نو دا هغه غلا ده چی هغه سړﺉ نه شتمن کوی لاکن ما په حقیقت کی غریب کوی . » پای