پوهه وي کاروان وي سمندر د وخت رخسار باندې
عـقـل له جــوهـر وي د یـارانـو په هـر ښـار بـاندې
نــور وي ته د پوهې، ځـلـنـد لـمر بـه ځـلـیـدی راته
درد لـره درمـان وي د ذهـنـونـو په هـر چـار باندې
ژوند دې د مظلوم اولـس په غم کـې سرګـردانه ؤ
زړنو له ټـکـور وي وچــو شـونـدو تـه هـر وار بان
دې سـوچ دي معتبر ؤ د قـلــم د سـاه پـه غیـږه کــې
ژونـد د انـقـلاب وي د ګـریوان په هـر یو تار بان
دې ژوند لره پـيغـام وي هـم رڼـا د ړندو سترګـو وي
میــنه مـحــبـت وي ، وی مـین په هـر یـو یار باندې
زړه د تـایـخ پـاڼـه ئـې پـوهـانـد رســول امیـنـه
تل وائې نسیم ستوری، ئې ژوندی په هر يو لار باندې