د لوی او بخښونکي خدای په نامه
د پوهنې د پخواني وزير او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر ارواښاد پروفيسر عبدالرسول امين د مړينې له کبله ، چې جنازه څه موده د مخه د کونړ په وﻻيت کې خاورو ته سپارل شوې ده ، د ارواښاد د کورنۍ او خپلوانو لخوا په جرمني کې د نوموړي فاتحه د روان عيسوي کال د ډسمبر په 6 مه نېټه د يکشنبې ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه تر مازديګر دريو بجو پورې اخستل کيږي . ټول دوستان او د ارواښاد مينه وال دې خبر وي .
پته : Event Palast
Max Planck Straße 9a
50354 Hürth bei Köln
www.eventpalast.com