څه موده کیږي چی دافغانستان کورني اوبهرني دښمنانودلراوبر افغا ن ولس دملي یووالي په ضد خپلی هلی ځلی اوزهرجن تبلیغات په څرګند ډول زیات کړيدي. څرنګه چی دافغانستان طبیعي تاریخی سرحد دپاکستان سره اباسین اومرګله جوړوي دپاکستان دولت داطبیعي سرحد په رسمیت نه پیژني اوهڅه لري په افغانستان کی دروانی سیاسي اوامنیتي بی سباتی څخه په ګټه اخیستلواوهمدارنګه دخپلو روزل شوي افغاني ضد ملي کړيوپه کاراچولوسره د افغانستان پردولت او نړیوالی ټولنی باندی فشا رواچوي ترڅو دیورند کرښه چی افغانستان يی په دوولویوټوټو، لر اوبرافغانستان ویشلئ دئ ، دسرحد په توګه په رسمیت وپیژندل شي اوپه دی توګه د پنجابیانو په واسطه دپاکستان په نوم ، انګريزي استعماري سیاست ته دلرافغانستان په خاوره کی دوام ورکړي.
دافغان ولس کلتوري ټولنی دریځ په دی اړوند روښانه دئ:
لومړئ داچی دپښتونستان تر نامه لاندی تش په نامه کوم ملاتړدافغانستان پخواني حکومتونوله خوادلرافغان ولس دملي ازادي غوښتونکي غورځنګ سره شوئ ، داپخپله ددی ولس په برخه لويه جفا، غلط سیاست اوآند ملي خیانت ګڼل کیږي. ځکه دلرافغانستان خاورې ته دیوبل هیوادنوم ورکول دطبیعي تاریخي افغانستان ملي یووالي تجزیه د صحت مهر ایښودل دي.
دوم داچې نړیوال پوهیږي دافغانستان په شان ځینی نورهیوادونه لکه جرمني، ویتنام کوریا اویمن دجنګ اواستعمار ښکارګرځیدلي اوتجزیه شوي دي. له کوریا پرته ددغو هیوادوولسونودټینګی ارادی په درلودلواودملي سیاست په منلواوپلي کولوسره خپل ملي یووالئ اوځمکنۍ بشپړتیا بیرته وګټله . په همدې ډول دلراوبرافغان ولس ملي یووالئ اوطبیعي تاريخي افغانستان جوړول هم دافغان ولس اوافغانستان په نوم په ملي سیاست سره کیږي . دشهید سردارمحمدداود په لومړۍ حکومتي دوره کې رابلل شوې لویه جرګه پریکړه وکړه چې دافغانستان لویه جرګه دډیورند استعماري کرښه په رسمیت نه پیژني. دغه پریکړه د لر او بر افغان ولس ، سیاسي ګوندونو، قومي ، ملي مشرانومنلې اوکلک ملاتړ ترې شویده. دبلې خوا دپولې دواړوخواوته پراته پښتا نه – بلوڅ ولسونه دغه کرښه هیڅ کله دیوه سرحد په توګه نده منلې اوعملا پرته له کوم خنډه یودبل سره آزادتګ اوراتګ کوي.
دپورته عیني اوتاریخي واقعیتونوپه پام کې نیولو سره د افغان ولس کلتوري ټولنه د پاکستان پوځي دولت اودافغانستان د ملي يوالي دښمنانوټولې هلې ځلې اوفعالیتونه چې موخه يې دډیورند کرښې په رسمیت پیژندل دي په کلکه غندي.
ټولنه دافغانستان اسلامي دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هیواد دننه دځینې افغاني ځانګړي شخصیتونو اوسیاسي کړیو دهیوادملی یووالی اوځمکنۍ بشپړتیا ضد کړنې ترقانوني څارنې لاندې ونیسي او دبلې خوا د پاکستان پر دولت په ملي اونړیواله کچه زور واچول شي ترڅو دترهګرۍ دمخ نیوي تر نامه لاندې دديورنډ په کرښه داغزي لرونکي سیم اچونې اومین فرشولوڅخه لاس واخلي.
ټولنه په دې باورده چې دیورنډ دکرښی په هکله که کومه پریکړه کیږي نو هغه يواځې اویواځې دافغانستان ملي سیاست پر بنسټ دلراوبرافغان ولس په اراده او مصلحت کیدلای شئ.
خیال شاعر داسې وايي:
خيال چې هرڅو فکر وکړ بله هیڅ شی ترې نه جوړیږي
اباسین يې دئ مینځګړی افغان یوخوا هندیان بل خوا