د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي ددوهم كال محصل
۱۳۸۸/۹/۴
كابل
لمړي برخه :
د افغانستان د پارلمان د ادعاګانو له مخې بريتانوي پوځونه په لاسي توګه تاوتريخوالي ته لمن وهي او د هغو خلکو شک رامنځته کوي، چې ورته د يو تاريخي دښمن په سترګه ګوري.
د قوماندې لېږدونه هغومره اسانه نه وه. بريتانوي پوځونه د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي پوځ د يوې برخې په توګه له ايتلاف څخه په يو بېل ماموريت او بېلو اصولو کې ښکېل سول . څرنګه چې ايتلاف د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ښکېل و او د سهيل په نورو سيموکې لا تر اوسه ښکېل دی، بريتانويانو بايد د بيارغاونې لپاره لازم امنيت تامين کړی وای.
د تېرو اتلسو مياشتو راهيسې په هلمند کې تاوتريخوالی خپلې لوړې کچې ته رسېدلی، د بيا رغاونې بهير پڅ سوی او ځايي خلک له پخوا زيات بې اغېزې سوي دي. بريتانويان به له د ښمنو عناصرو څخه د ولايت د خلاصولو لپاره له يو لړ پوځې عملياتو څخه خلاص نه و، چې له بلې هغې سره به مخامخ سول. په داسې حال کې چې د ناتو لوړ پوړی قوماندان په برالا ددې پخلی کوي، چې افغان پوځونه ددې عملياتو په پاېلې کې د لاس ته راغلې سيمې د ساتلو وسه نه لري.
د افغانستان د مشرانو جرګه اوس په بريتانويانو باندې د هغه رپوټ له امله پړه اچوي، چې په هغې جرګې کې د هلمند د استازي عبدالواحد کارېزوال له خوا ورکړ شوی دی. کاريزوال خپل پلرني ټاټوبي ته د حقيقت موندلو له يو سفر وروسته مشرانو جرګې ته وويل، چې بريتانوي پوځونه د خلکو کورونه لټوي، کورونه بمباروي او د کوچنيانو په ګډون ولسي خلک وژني. هغه وويل: “په هلمند کې د ناامنۍ تر شا رښتينى لامل د بريتانوي پوځونو چال چلن دی.”
سناتورانو ددې رپوټ په وړاندې پر غوسې غبرګون وښود او ويې ويل، چې بايد په دې هکله پلټنې پيل او اجراات وسي.
د رپوټ محتوا او د هغې په اړوند د مشرانو جرګې غبرګون هلمند ته د امنيت او ثبات د راوستلو لپاره د بريتانوي پوځونو په وړاندې له سترو خنډونو څخه يو هغه روښانوي. زياتره استوګن دا مني چې بهرني پوځونه د هغوی پلويان دي.
بريتانويان له خلكو غچ اخلي .
بريتانويان په افغانستان کې يوه اوږده او له ستونزو ډکه مخېينه او تاريخ لري. هغه د نولمسې پېړۍ له “سترې لوبې” څخه پيلېږي، چې بريتانويانو څو پلا هڅه وکړه او غوښتل يي د توسعه غوښتونکو روسانو په وړاندې د هندي امپراتورۍ د خوندي ساتلو په موخه د افغانستان خاوره د ډال په توګه وکاروي. ځايي خلکو بغاوت پيل کړی و او له هغوی سره يي مرسته نه کوله. درې ناکامې جګړې تر سره سوې. ترټولو ترخه جګړه په 1880 کال کې د هلمند د سيند په غاړه د ميوند په ولسوالۍ کې وسوه، چې له امله يي 1900 بريتانوي پوځونه او هندي سرتېري ووژل شول.
د هلمند اوسيدونکو ته نژدې 130 کاله وروسته لا هم هغه کيسې ورپه يادې دي او په دې اند دي، چې د بريتانويانو به هم په زړه وي.
د هغوی نيکونو په هلمند کې ماتې خوړلې وه. له دې امله هغوی په نوموړي ولايت کې ناامنۍ ته لمن وهي. له دې امله هغوی ولسي خلک وژني.”
د بريتانويانو له راتګ دمخه امنيت ډېر ښه و. “هغه مهال چې امريکايي پوځونه دلته و، ولايت خوندي و. خلکو له بهرنيو پوځونو سره ښې اړيکې درلودې.”
د مشرانو جرګه په پام کې لري د خپل رپوټ يو نقل ولسمشر حامد کرزي ته واستوي او غوښتنه کوي، ترڅو په دې هکله جدي ګام واخيستل شي.
د هلمند په ولايت کې به تر هغه امنيت تامين نه سي، چې بريتانويان لرې سوي نه وي او پر ځای يي د بل هېواد سرتېري هلته ځای په ځای سوي نه وي او يا هم د افغانستان ځواك د امنيت د تامين او د ترورزم سره د جګړي وړتيا هلته ونه مومي .
د هلمند په ولايت کې له هر ځای څخه په پراخه توګه اورېدل کېږي. خلک په دې باور دي، چې د بريتانويانو له راتګ سره د امينيتي وضعې چټک خرابوالی کومه تصادفي خبره نه وه.
بريتانويان نن ددې لپاره دلته دي، چې غواړي له پښتنو سره وجنګېږي. بريتانويان عصري وسلې او تکنالوژي لري، خو نه شي کولای طالبانو ته ماتې ورکړي. هغوی ولې د اوو زرو سرتېرو په لرلو (د هلمند) په ولايت کې امنيت نه سي ټينګولای او نه د بيا رغاونې کوم کار سر ته رسوي؟ هغوی د خلکو زړه او مينه نه سي تر لاسه کولای. په حقيقت کې هغوی امنيت نه غواړي.”
هغه وويل: “موږ د افغان حکومت په بلنه او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېکړې له مخې دلته راغلي يو. د ناتو پوځونه د ملي اردو او ملي پوليسو سره په ګډه عمليات تر سره کوي. هغوی د کورونو تالاشي په يوازې سر نه کوي.”
“ملګري ملتونه بايد يوه څارونکي شورا جوړه کړي او د بريتانويانو د کار او عمل څېړنه وکړي.” د خلکو او ولس نظر د پارلمان له نظر سره يو شان بريښي.
“د هلمند خلک د بريتانويانو په لاس د خپلو کورونو تالاشي نه سي ځغملای. له اجازې پرته د پښتون کورته د يو بهرني ننوتل د بشريت په وړاندې يو جرم ګڼل کېږي. سرتېري بايد محاکمه سي او سزا وويني. هغوی بيګناه خلک وژني او بنديانوي يي او د طالبانو او القاعدې په نومونويي يادوي.”
خو د اوس دپاره :
ددې مانا داده چي څه موده وړاندي په انګليستان كي پلازميني لندن ته نژدي داسي يوه كوچني سيمه د بريتانيا د حكومت لخوا څخه جوړه سوه چي كټ مټ يي شرايط افغانستان ته ورته دي په ځانګړي ډول د افغانستان جنوب .
اصلاح انلاين ليكي :
بريتانوي حکومت د خپلو عسكرو لپاره يو ستر بازار جوړ کړي دي ، چې نژدې ۲۳ مليونه ډالر يې پرې لګولي دي ، په دې بازار او خوا شا سيمو کې داسې چاودنې کېږي لکه د ځانمرګيو بريدونو ، همدارنګه له چاودنو وروسته د زګيرويو او چغو اوازونه او همدا ډول لکه په جنګ کې ښکېل او يا راګېروارخطا بريتانوي عسکر ليدل کېږي .
په دغه سيمه کې په پښتو چغې وهل کېږي ، مېوې او سبزي خرڅونکي په پښتو چغې وهي ، بريتانوي پوځونه لکه جنګ ځپلې داسې ستړي ستړي دېخوا او هاخوا منډې رامنډې وهي ، ځينو په کې ځانونه داسې جوړ کړي وي ، لکه ژوبل چې وي او له ورنونو يې وينې بهېږي ، همدارنګه د خټو کورونه او د چرګانو شور ماشور هرې خوا ته خپور وي .
مګر دا همرنګ احساس چې پوځونو ته ورکول کېږي ، د هغوي په جذبه کې او په جنګ کې په مقاومت کولو کوم اثر نه کوي ، ځکه د هلمند جنګ د برتانيه په شنه او ښکلې سيمه کې تمرين کېږي او ځواکونه هېڅکله دا فکر نه کوي چې ګوندې دوي په هلمند کې جنګېږي .
انګريزي سرچيني وايي چي دلته ټول كارونه او حالات د هلمند به څير دي ، ددې سيمې موسيقي لکه د هلمند د موسيقۍ، د خټو جومات همدارنګه خواو شا چرګان ، چې سړي هېڅکله داسې نه احساس کوي چې ګوندې زه د سنګين يا ګرېشک په کوم بازار کې نه يم او دا هغه څه دي چې مونږ يې غواړو.
هلمند ولايت د افغانستان په جنوب لويديځ کي واقع دي د مرکزي احصايي د راپور له مخي په ۲۰۰۶ زيږديږ کال کي يي نفوس څه د پاسه ۷۹۹۰۰۰ تنو ته رسيده، د هلمند ولايت مساحت ۶۱۸۲۹ کيلو متر مربع مساحت لري چي د افغانستان تر ټولو لوي ولايت ګڼل کيداي شي، د هلمند ولايت اکثريت اوسيدونکي پښتانه دي بلوڅ او دري ژبي يي اقليت دي، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار دي او ۱۲ ولسوالي لري چي په لاندي ډول دي :
۱- نادعلي
۲- ناوه بارکزاي
۳- ګرمسير
۴- خانشين
۵- ديشو
۶- نهرسراج
۷- سنګين
۸- نوزاد
۹- واشير
۱۰- موسي قلعه
۱۱- کجکي
۱۲- باغران
هلمند چي د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو ستر ولايت دي نو د جنوبي ګاونډي هيواد پاكستان سره (۱۷۰) كيلو مټره ګډه پوله لري او د جغرافيفوي موقيعت يي موږ پر درو برخو ويشلاي سو .
۱- شمالي هلمند
۲- منځنى هلمند
۳- جنوبي هلمند
۱- شمالي هلمند يا په عاميانه اصطلاح د ډامبر پورته خوا ده له سنګين، نوزاد، واشير، موسي قلعه، کجکي او باغران ولسوالي، د هلمند ولايت تر ټولو لوي قوم د عليزو قوم دي او ورسته له هغوي په ترتيب سره نورزي، بارکزي او اسحق زي قومونه دي. د شمالي هلمند د موسي قلعه، کجکي او باغران ولسوالي اکثريت اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%23.5) د نفوس تشکيلوي اکثريت عليزي قوم دي، د شمالي هلمند د نوزاد ولسوالي اکثريت اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%5.6) د نفوس تشکيلوي اکثريت نورزي قوم او ورسته اسحق زي قوم دي، د شمالي هلمند واشير ولسوالي اکثريت اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%1.7) تشکيلوي اکثريت نورزي قوم دي او د شمالي هلمند سنګين ولسوالي اکثريت اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%6.6) تشکيلوي اکثريت الکوزي او ورپسي اسحق زي قوم دي.
۲- د منځني هلمند ولسوالي عبارت دي له نهرسراج، د لښکرګاه ښار او نادعلي ولسوالي، د منځني هلمند نهرسراج ولسوالي اکثريت اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%12.9) د نفوس تشکيلوي بارکزي قوم دي. لښکرګاه د هلمند ولايت مرکز اوسيدونکي چي د هلمند ولايت %11.2) د نفوس تشکيلوي اکثريت بارکزي قومي دي او د نادعلي ولسوالي اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%13) د نفوس تشکيلوي اکثريت قوم خروټي او ورپسي دوتانيان دي.
۳- جنوبي هلمند يا په عاميانه اصطلاح د ډامبر کښته خوا عبارت ده له ناوي بارکزاي، ګرمسير، خانشين او ديشو ولسوالي. د ناوه بارکزاي ولسوالي اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%10.3) برخه د نفوس تشکيلوي اکثريت بارکزي دي، ګرمسير ولسوالي اوسيدونکي چي د هلمند ولايت (%9.7) برخه د نفوس تشکيلوي په ترتيب سره اکثريت نورزي او عليزي دي، خانشين او ديشو ولسوالي اوسيدونکي چي د هلمند ولايت( %5.2) برخه د نفوس
تشکيلوي اکثريت اسحق زي دي .
دا چي د هلمند په لايت كي بريتانوي سرتيري ميشت دي او دلته د القاعدي او طالبانو پر وړاندي په جكړه بوخت ، انګلستان كوښښ كوي هغه سرتيري چي د افغانستان او په ځانګړي ډول هلمند ته را واستوي په داسي روحه يي وروزي چي د هلمند ولايت د شرايطو سره بلد سي او بيا ورته په عملياتو او ژوند كي ستونزي نه وي ، نو يي ورته يو ستر بازار جوړ کړی دی ، چې نژدې ۲۳ مليونه ډالر يې پرې لګولي دي ، په دې بازار او خوا شا سيمو کې داسې چاودنې کېږي لکه د ځانمرګيو بريدونو ، همدارنګه له چاودنو وروسته د زګيرويو او چغو اوازونه او همدا ډول لکه په جنګ کې ښکېل او يا راګېروارخطا بريتانوي عسکر ليدل کېږي .
نو برسيره پر دي چي انګريزان په افغانستان كي د عملياتو د بريا دپاره په مطبوعاتي ساحه كي د ډيرو برياليتوبونو او د موډرنو پوځي امكاناتو د مصرف ناري سوري وهي خو بيا هم ددوئ فعاليتونه او دلته په افغانستان كي شتون ګڼي مشكوكي پوښتني را ولاړي كړي .
د بيلګي په توګه د امينت بشپړ خرابوالى ، د نشيي توكوپه پراخ توليد او قاچاق كي لاس لرل ، په خپلو پوځي عملياتو كي د ملكي خلكو درانه تلفات ، د ټولني كلتور او مقدساتو ته ډير ډير توهنينونه او داسي نور ….
پوښتنه داده چي ددونه پرمختلي ياني د يووشتمي پيړي د مترقي ټكنالوژي برسيره لا هم دوئ دلته د برياليتوب پر ځاى ورځ تر بلي د زاړه روسي كلاشينكوف پر وړاندي له ناكاميو او ننګونو سره مخامخ دي او سيمه وار په وار ددوي او حكومت له كنټروله وتونكي ده .
دوئ ولي په خپلو مركزونو كي كلابند دي ؟
اوس مهال په افغانستان كې ۶۲زره آمريكايي سرتيري او 32 رزه د ناټو سرتيرى او د افغانستان د ملي اردو 86 زره سرتيري او كابويولك ملي پوليس د تروريزم پر خلاف جګړه كې بوخت دي. د دغه جګړي په بهير كې نه يوازې داچې افغانى سرتيرى او بى گناه افغانان له منځه و لاړل بلكي امريكا د جگړي له پيل څخه تر اوسه پورې كابو ۶۰۰سرتېري او ناټو له 1150 تنوځخه زيات سرتيري له لا سه وركړيدي.
له نو موړو تلفاتو څخه دا سې څرګنډيږى چي هم افغانانو او هم بهرنيانوته دسر اومال زيات زيان اوښتى دى . د دغه جگړې د گټلو له پاره د امريكا ائتلاف او ناټوكوښښ كوي چې نور امريكايي او د ناټو سرتيرى د پرمختللو الوتكو او وسلو سره افغانستان ته راوليږي. امريكا د خپلو اړتيا و په نظركې نيولو سره پريكړه و كړه، چې خپل 21 زره نوى سرتيرى افغانستان ته را وليږى. په دغه ترځ كې د ناټو يوشمېر هېوادونوهم ورته وعدې و كړې، خوله عمومى بهير څخه داسې څر گنديږي چې په افغانستان كې په جگړه كې ښكېل هېوادونه، يوشان ګټې ا و برابر مسووليتونه او صلاحيتونه نه لر ي او داسې فكر كېږي چې د دوى په ستراتيژيو كې هم يووالي نه سته ، يوشمېر هېوادونه په افغانستان كي د امريكا د پوځونو زياتوالى، په افغانستان كې د جگړي امريكايي كېدل ګڼي. او په دغه برخه كې بريتانيا وايې چې بايد د امريكا اود نورو هيوادونو د پوځونو د زياتوالى پر ځاى دې، په خپله افغان ملي اردو او پوليس پياوړي سي. په هلمند كې د بريتانيا 8000 سرتيرى ميشت دي، چې د هلمند په عملياتو كې د بريتانيا 3000 سرتيرى( دپړانگ دپنجى) په نامه په پوځى عملياتو كې برخه و اخيسته او په هلمند كى د امريكا د خنجر، په نامه د عملياتو په بهيركې
كابو 500 تنه طالبان د جگړى له ليكو څخه و ايستل سول ، او په دغه جگړه كې بريتانيا له 20 ځخه زيات سرتيرى له لاسه وركړل، امريكا هم د هلمند په عملياتو كې د سرزيانونه وليدل. يوسى چې د هلمند د پوځي عملياتو په بهيركې امريكايي قوماندانانوته په ډاگه سو، هغه داچې بهرنى ځواكونه په افغانستان كې په جگړه كې بشپړ برى لاسته نه سى راوړلاى. داځكه چې كه له يوې خوا، په هلمند كې ارامي راځي، خوله بلې خوا، په نورو سيموكې طالبان بې امني منځته راولى او بهرني ځواكونه په څو ځايونو كې مصروف ساتي. او ددغه تكتيكونو په كار اچولو سره د بهرنى ځواكونه په كمزوري حالت كې ساتي. اوهم د تبليغ له لارې د بهرنيو ځواكونو په وړاندې د خلكو كركه را پاروى او د پيسو په وركولو سره يوشمير زيات ځوانان په خپلو ليكو كې جذبوي او د اهغه كړه دي چې بهرني ځواكونه يي نه سي كولاى. نو ددغه واقعيتونو په نظركې نيولو سره د امريكا زيات شمېر قوماندانان او په سركې يي په افغانستان كې د امريكا او ناټو. ځواكونو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مك كريستان په دې باور سويدى چې په افغانستان كې د جگړى په افغاني كولو زور واچوي نه په امريكايي كولو. د افغانستان خلكو او دولت مخكى هم له بهرنيانو غوښتي وه،چي بايد په افغانستان كې په جگړه كې افغانى ځواكونو ته ستر رول وركړل سي او ددغه كار له پاره افغان ملي اردو او ملي پوليس بايد د كميت او كيفيت له پلوه پياوړي سي.
داچې د امريكا يي ځواكونو عمومي قوماندان جنرال كريستان په دي باور سويدي چې افغانان بايد په خپله جگړه پرمخ بو زي او طالبانو او تروريستانو ته ماتې وركړي، داښه خبره ده، خود اپوښتنه په كار ده چې امريكا په كومو امكاناتو غواړى چې د افغانستان جگړه افغاني كړي، او په دغه برخه كې د افغان اردو په جوړښت او وسله وال كولوكې څه شى په نظركى لري؟ داځكه چې پرته د امريكا له مرستې په اوسنيو شرايطوكې د افغانستان اردو، د بهرينو هيوادونو د لاس و هني په شتون كې ددې توان نه لري چې د طالبانو او تروريستانو سره جگړه وكړي.
د افغانستان خلك د جنرال كريستال له دغه ځر گندونو څخه چې د جگړې چارې له يومخې افغانانو ته سپاري خوشاله دي. داځكه چې د طالبانو او تروريستانو سره په جگړه كې په خپله افغانان ښه تجربه لري او په خپله افغانان كولاى سي ، چې د طالبانو اصلى ځالي پيدا كړي او هم دجرگو او مركو او د قومونو سره د خبرو له لارى كولاى سي چې يوشمير زيات طالبان د جگړى له ليكو څخه وباسي. له بلې خوا، په مياشت كي د يوه امريكايي سرتيري په لګښت باندې ۷۰تنه افغاني سرتيرى روزل كېدلاى سي او په دغه برخه كې بهرنيو ځواكونوته هم د سر اومال زياته ګټه اوړى. نو د افغانستان خلك د جگړي د افغاني كولو، له پاره جنرال مك كريستان ته د اوړا نديز كوي چې بايد په دى غوروكړي چې افغاني اردو د كميت او كيفيت له پلوه په كومو ځمكنيو او هوايي وسلو او الو تكو سمبال كړي چې د طالبانو او تروريستانو په له منځه وړلوكې بريا لي سي؟ په دغه برخه كې جنرال كريستال ته دامشوره وركوي چې د افغانستان د اردو سره د مرستې په نامه بايد چې په جگړه كې ښكېلو بهرنيو هيوادونو، د ځواكونو سپكى او درنې وسلې د هوايي ځواكونو سره يوځاى د افغان اردو په واك كې وركړى. داځكه چې افغانان د اوس مهال ددى توان نه لري چې د خپلې اردو له پاره وسلى اونور جنګي تجهيزات اكمال كړي.
امريكا او ناټو دې په دې هم پوه سي چې د افغانستان له جگړي ځخه يي د خلاصون لاره همدغه دا لاره ده .