پاكستان لومړۍ جنګې الوتكه جوړه كړه
هواي ځواك ته د چين په مرسته جوړه شوي پاكستانۍ لومړۍ الوتكه وسپارل شوه. د پاكستان لومړې وزير يوسف رضا ګيلاني هواي ځواك ته ددغي الوتكي دسپارلو په مراسمو كي د خپلو خبرو په سر كي دچين نه د مرستي مننه وكړه او وويل چين هميشه د پاكستان يو ښه ملګرې وو او وي به. دپاكستان د رسمي سرچينو د خبر له مخي دغه الوتكه .gf>17 تندر نومول شوي او د پاكستان د هواي ځواك د وسلو دتوليد په مركز كامره كي جوړه شوي ده. سرچيني وايي چي دغه الوتكه دورځي او شپي او په هرموسم او حالاتو كي پرواځ كولې شي. د پاكستان د هواي ځواك وياند د جيو خبري تلويزيون سره په خبرو كي وويل د تندر الوتكي به د پاكستان د هواي ځواك د پخوانيو الوتكو لكه a.fاو fg.او ميراج الوتكو ځاي ونيسي .