کور / تازه خبرونه / په امریکا کی ځان وژني اوج ته رسېدلي دي

په امریکا کی ځان وژني اوج ته رسېدلي دي

وال سټریټ ژورنال لیکلي چی د امریکا اقتصادی بحران د ځان وژنو تعداد خورا زیات کړی دی . دغه سروې چی په صرف ۴۰٪ وګړو کی سوې ، وایی چی تیر کال په امریکا کی ځان وژني ۲٬۳٪ زیاتي سوي دي . خبر وایی چی ( د ۵۴ ایالتونو څخه ) په صرف ۱۹ ایالتونو کی د ۱۵۳۳۵ ځان وژنو راپور ورکول سوی دی . راپور زیاتوی چی هر کال په اوسط ډول ۳۳ زره امریکایان ځانونه وژنی او ۹۰٪ ځان وژونکو دماغی او عصبی تکلیفونه لرلي دي . راپور زیاتوی چی په پوځ کی هم ځان وژني زیاتي سوي دي او تیر کال ۱۴۰ پوځیانو ځانونه وژلي وو ( چی په ۲۰۰۷ کی دا تعداد ۱۱۵ و ) . په ۲۰۰۸ کی ۸٬۳ ملیونو امریکایانو د ځان وژنی اراده لرله چی ۱٬۱ ملیونو کسانو دغه عمل ته لاس هم اچولی و چی دا د ټولو بالغو امریکایانو نیمه سلنه کیږی . راپور زیاتوی چی د دې ټولو ځان وژنو اصلی علت اقتصادی بحران ، بیکاري ، په اختلاس کی رسوایی ، کورني مشکلات او نور فسادات دي . څیړونکي معتقد دي چی دغو اعمالو امریکایی ټولنه مسموم کړې ده او حکومت هر کال په بلیونونو ډالره مصرفوی تر څو هغه پاکه کړی خو خورا لږ مؤفقیت یې حاصل کړی دی .