كابل سېند يو وخت ډېر ښكلى او پاك و
كابل سېند يو وخت له شنو اوبو څخه ډك و، هغه وخت يې كابل ښار ته يوه ښكلې منظره وركړې وه، كه چېرې د هغه وخت وېډيوګانو او عكسونو ته وكتل شي د كابل ښار له اوسني حالت څخه سړى زړه تورى كېږي، ځكه چې ښكلى سېند، او شنې روانې اوبه د هر چا خوښېږي. په هېواد كې د پرلپسې وچكاليو له امله د كابل سېند هم په يوه وچه خرابه بدل شو، اوس په كابل سېند كې پرته له يوه لښتي اوبو څخه چې هغه هم په غالب ګومان سره د تشنابونو اوبه دي، نور چې سېند ته ګورې پرته له كثافاتو څخه نور څه نه ليدل كېږي. كابل سېند د كابل ښار په زړه كې تېر شوى دى له دې امله د دې سېند پاكوالى يو له ډېرو مهمو چارو څخه بلل كېږي چې له نېكه مرغه په دې وروستيو كې د پاملرنې د موسسې له خوا نوموړى سېند د ۵۰۰۰ كاركوونكو له خوا د بېلونو او كراچيو په واسطه پاكېږي.
دغه كارګران د كابل د سيند د شاوخوا هټيوالو په وسيله د كلونو كلونو اچول شوې خاورې خزلې په كراچيو كې باروي او وروسته تر دې، چې د سيند له اوچتو دېوالو څخه يې پورې باسي، په موټرو كې يې باروي او د كابل ختيځ لور د پلچرخي په سيمه كې يې په شاړو ځمكو كې ښخوي.
د كابل د سيند د پاكولو پر مهال د پاملرنې ادارې له كابل ښاريانو غوښتي، چې د خپلي روغتيا ساتنې لپاره دې د دغې سېند د پاكۍ خيال وساتي
د پاملرنې ادارې ويلي چې د اکتوبر د شلمې نېټې را په دې خوا د دغه سېند پاکول پيل شوي، د دوى په وينا دوى په درې برخو کې کار کوي لومړى له زاړه مکرويانو څخه پيل تر پل سوخته پورې دوام لري، يوازې د دې يوې برخې مسوليت د دې ادارې پر غاړه دى او ۱۱۰۰کارګر يې ورته ګمارلي دي.
ويل كيږي، چې د دغې سېند په پاكېدو د امريكي د پراختيايي ادارې له لوري ۳ ميليونه ډالره لګېږي.
د سيند پاكوونكي ځوانان دي او يو شمېر يې سپين ږيري هم دي، چې په خاورو ككړ له سهار څخه تر مازديګر پورې كار كوي او وايي، چې ډېر ژر به په دغه سېند كې د خړو او بو پر ځاى رڼې اوبه وبهېږي، دوى وايي ، چې په ساده وسايلو لکه بېل او کلنګ باندې د دورځې په ۳۰۰ افغانۍ کارکوي.
كابل يو له هغو ښارونو څخه ګڼل كېږي، چې ويل كېږي د هوا او سيمې ككړوالى يې سارى نه لري.
چاپېريال ته د خلكو نه پاملرنه او د كابل ښاروالي كمزورى فعاليت د هغې اصلي لامل ګڼل كېږي.
د کابل سېند د يو اېس آى ډي په مالي مرسته پاکېږي.
د كابل سېند د دې پر ځاى، چې ښار ته ښكلا ور وبښي په يوې ښاري كثافت دانۍ بدل شوى، چې د خړو اوبو واړه ډڼډوكي يې په دوبي كې له خاورو خزلو او پلاستيكونو او په ژمي كې له خټو ډك وي.
كابل سېند خو به يو ځل بيا پاك شي خو كه چېرې يو ځل بيا د سېند ګاونډي دوكان لرونكي په كې بيا خپل كاغذونه او پلاستيكونه وانه چوي، په دې مانا چې كه دوى په خپله د سېند پاكوالي ته پام وكړي، نو هېڅ كله به هم په دې پيمانه لكه اوس چې ډك شوى و له كثافاتو څخه ډك نه شي دوى بايد دا سېند پاک وساتي او خپلې خاورې خزلې په سيند کې وانه چوي او له بلې خوا بايد چې ښاروالي د ښار په هره برخه كې د دوى د كثافاتو له پاره کثافت دانۍ جوړې کړي څو ټول دوكان لرونكي او نور ښاريان خپل كثافات په اړوند ځاى كې واچوي.