د ايران يوي محكمي دايران پخوانې مرستيال ولسمشر محمد علي ابطحي په شپږو كالو بند محكوم كړي ښاغلې محمدعلي اصلاح پلوي مشر دې او د ايران دپخوانې ولسمشر محمد خاتمي مرستيال وو چي په روستيو ټاكنو كي ولسمشري ته نوماند اصلاح پلوې كروبي ستر سلاكاروو .
د ايران حكومت وايي چى محمدعلي د عامو وګړو لاريونونو ته رابلل او په ايران كي د اخ اوډب پيښو ته لمن وهل او ولسمشر نجاد ته سپك كتل او په روستيو ټاكنو باندي د درغليو تور لګول او پايلي نه منل او ملي يوالې ته دګواښ په تورنو نيولي .
د ايران خبري اژانس.ارنا.د خبر له مخي محمد علي د .700زرو امريكايي ډالرو د ضمانت په بدل كي د استناف د محكمي د ختمي حكم پورې خوشي شوي.
د محمد علي مدافع وكيل وايي چي دې هيلمند دې چي د استناف محكمه به د لومړۍ محكمي حكم باطل كړې.
محمد علي په ايران كي تر ټولو لوړپوړې چارواكې دې چی دروستيو ټاكنو د مخالفت په تور په بند محكوميږې.