کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ځواكمن فساد او بې وزله ولسمشر

ځواكمن فساد او بې وزله ولسمشر

كه چېرې لويديځوالو غوښتى چې په هېواد كې فساد له منځه يوسي په دې اتو كلونو كې به يې يو څه كړي و، دا اوس د يوې پوښتنې په ډول د ټولو هېوادوالو د خبرو سرټكى ګرځېدلى چې لويديځوال ولې په دومره لوى ځواك سره نه شي كولاى چې په هېواد كې امنيت حاكم او له مخالفينو سره سوله وكړي چې دا كار د فساد د جرړو په له منځه وړلو كې پراخه ونډه لري. پ هېواد كې د فساد د له منځه وړلو په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلېنټن ويلي چې په اداري فساد د تورنو افغان چارواکو په اړه بايد يو خپلواک تحقيقاتي کميسيون جوړ شي.
هېلري کلېنټن د جرمني له شپيګل مجلې سره په مرکه کې ويلي، چې موږ بايد له افغان حکومت څخه د ډېر څه غوښتنه وکړو ځکه زموږ د ملي امنيت ګټې دا ايجابوي چې خپل شريک مو د افغانستان حکومت د ښې ادارې کولو ژمنه پر ځاى کړي.
خو فكر نه كوم چې كرزى لالا دې دا وړۍ شړۍ كړي، ځكه چې ښاغلي د خپلو ټولټاكنو د كمپاين په مهال داسې ګلونه كرلي چې هغه به هېڅكله هم ونه شي كولاى چې په هېواد كې د فساد رېشې وباسي، هغه په دې مانا چې نوموړي د هېواد لويو پېژندل شوو څېرو لكه محقق، دوستم او نورو ته په خپله راتلونكې كابينه كې د ځاى وركول ژمنې كړې دي او همدارنګه يې خپل مرستيالان هم هغه څېرې ټاكلې دي چې هېڅ يو هېوادوال ورڅخه ښه خاطره نه لري، او په ښه نوم يې نه يادوي، ځكه چې هېوادوال تر اوسه پورې د دوى د راكټونو نښې په خپلو دېوالونو باندي ويني.
په همدې اړه كلېنټن زياته کړې چې دغه خپلواک کميسيون بايد د دې ځواك ولري چې د فاسدو چارواکو نومونه په ډاګه کړي.
هېلري کلېنټن ويلي، امريکايي ځواکونه نيت نه لري چې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي بلکې کله چې په دې هېواد کې القاعده ماته شي او داسې شرايط رامنځ ته شي چې افغان حکومت په خپله له هېواد څخه د دفاع کولو جوګه شي، نو دا ځواکونه به له دې هېواد څخه ووزي.
كه چېرې دوى په افغانانو زړه سوى كوي، نو بيا ولې په پټو سترګو پرې بمباري كوي. ولې پلار د زوى په جرم بندي كوي، ولې په بيا بيا توګه ملكي افغانان ترورېستان او مخالفين بولي. دلته اوس هر افغان او هر نړيوال ته څرګنده شوې چې دوى په دې ځورېدلي ملت زړه سوى نه لري، بلكې لا يې د تباهۍ لپاره هڅې كوي.
په همدې ډول فرانسپرېس اژانس هم په يوه څېړنيز مطلب کې دا مسله څېړلې چې افغان ولسمشر ښايي له خپل حکومت څخه يو څه د اداري فساد جرړي وباسي خو خپل حکومت له جګړه مارانو څخه نه شي پاکولاى.
د دې اژانس په وينا د افغانستان ولسمشر حامد کرزى ښايي ووايي چې حکومت يې کولاى شي اداري فساد له منځه يوسي او فاسد چارواکي له دندو لرې کړي خو که نوموړي د دې ژمنه کوي چې له خپل حکومت څخه به د جګړه مارانو جرړي وباسي، نو به ونشي کولاى چې دا ژمنه پوره کړاى شي.
دا چې د يو هېواد اداره کمزورې وي او ملاتړ ته اړتيا ولري او دغه راز د ادارو واک يې هم پر جګړه مارو او زورواکو څرخي نو کرزى چې د همدغو د قدرت د ملکانو په واسطه د جمهوري رياست تر ماڼۍ پورې رسېدلي، نه شي کولاى د هغوى له شره ځان خلاص کړي.
لويديځ متحدين چې دې هېواد ته د وسلوالو طالبانو پر ضد د په زرګونو نورو سرتېرو د لېږلو په اړه غور کوي، او ورسره سم د دې جګړې پر ضد د کورنيو مخالفتونو د دفع کولو هڅه کوي، له افغان ولسمشر څخه د اداري فساد د له منځه وړلو او هم د فاسدو چارواکو د نيولو لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه کوي.
خو فرانس پرېس ليکي دغه په اداري فساد ککړ چارواکي هاغه خلک دي چې کولاى شي کرزي ته په دويمه دوره کې چې د اسد د نهه ويشتمې نېټې په لانجمنو انتخاباتو کې يې د درغلۍ په خاطر اعتبار او حيثيت ته زيان رسېدلى، کورنۍ لويې ستونزې رامنځ ته کړي.
په پاريس کې د نړيوالو مطالعاتو د تحقيقاتي مرکز څېړونکې مريم ابو زحاب وايي ښايي کرزى په محدود ډول اداري فساد له منځه يوسي ځکه ټول سيسټم په اداري فساد ولاړ دي.
کرزي د انتخاباتو د کميسيون له خوا د جمهورريس په توګه له اعلانېدو وروسته په لومړني خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د اداري فساد تور داغ به ورکوي.
د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړۍ د يو شمير مشرانو د فشار په پايله کې کرزي له امريکايي رسنيو سره په پرلپسي مرکو کې دا ومنله چې په اداري فساد تورن چارواکي به له خپلو دندو لرې کوي.
کارپوهان د مشهورې څېرې عبدالرشيد دوستم له انتخاباتو يوازې څو ورځې مخکې په دې موخه کابل ته ستنېدل څو خپل ازبک پلويان دې ته وهڅوي چې کرزي ته رايې ورکړي، يو شوم حرکت بولي.
دوى له دغه راتګ څخه داسې استنباط کوي چې دوستم چې په خپل سيال له حملې څخه وروسته ترکيي ته مهاجر کړاى شوى وو، ښايي په بدل کې ده او يا هم د ده نژدي ملاتړو ته د كرزي په راتلونكي دولت کې د دندو ورکولو ژمنه شوې وي.
لويديځ ډيپلوماتان وايي، ولي کرزي په زوره خلک خپلو ملکيتونو پلورلو ته اړ باسي، خصوصي سکتور باندي نفوذ لري او بله هم د نېشه يي توكو مسله ده چې د اداري فساد اساس ګڼل کېږي.
د امريکا خبري رسنيو د جمهور ريس ورور د نېشه يي توكو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړى خو هغه دا تورونه ردوي.
له كرزي څخه نړيواله ټولنه غواړي چې ټول جګړه مار او ټول په فساد كې ښكېل كسان له دولت څخه وباسي، او راتلونكې كابينه او د چارو واګې داسې كسانو ته وسپاري چې په جګړو كې يې برخه نه وي اخيستې، دوى په هغه وخت كې چې كرزي خپل مرستيال قسيم فهيم وټاكه هم وغانده، او د كرزي دا اقدام يې خوښ نه كړ. په اوس وخت كې د افغانستان په دولت کې خپلوي پالنه ډېره ده او کارونه په کې د وفادارۍ پر اساس ورکول کېږي، چې لويه ستونزه هم په دولت كې خپلوۍ پالنې رامنځ ته كړې ده.
له بلې خوا كه وګورو لكه څرنګه چې ولسمشر كرزي هم څرګنده كړه چې بهرنيان په فساد رامنځ ته كولو كې لاس لري سمه ده، ځكه چې افغان دولت ته د بهرنيو مرستو يوازې په سلو كې د لس برخې لګلولو حق وركړاى شوى دى، پاتې نورې ټولې پيسې په خپله د بهرنيانو له خوا څخه لګول كېږي. چې دا هم د فساد په ډېرولو كې پراخه ونډه لري.
د فساد په وركولو كې بله اساسي مسله د وزيرانو، واليانو او قوماندانانو د ټاكلو مسله ده چې كرزى په پوره ډول نه شي كولاى چې هغه وټاكي ځكه كله چې هر وزير او يا والي ټاكل كېږي ډېر بهرني دولتونه يې په اړه نظر لري او تر وروستۍ سلګۍ پورې هڅه كوي څو په افغان دولت خپله رايه ومني. اوس كه چېرې پورته ستونزې اوارې شي افغان چارواكي په پوره ډول د صلاحيت لرونكي وي د صلاحيت له پلوه بې وزله نه وي، په خپله به د فساد جرړې وويستل شي، او د تل لپاره به دې ستونزې د پاى ټكى كېښودل شي. او كه بيا هم هر وزير د يو بهرني هېواد په خوښه او رايه ټاكل كېږي او هرې پېژندل شوې منفي څېرې ته په كابينه كې د هغه د زور په تللو سره چوكۍ وركول كېږي نو فكر نه كوم چې دا وړۍ شړۍ شي. دا چې اوس دولت اعلان كوي چې د فساد په ضد نوې اداره يا وزارت جوړوي دا به هم د تېرو بې پايلو ادارو په څېر وي، او يوازې به په هغې اداره كې هم يو څو كسانو ته د فساد لپاره زمينه برابره شي، نور به هېڅ توره هم ونه كړي.
د ۱۳۸۸ لمريز كال د لړم ۲۵ مه