پــه دنيــــــا كې هر وګـــړى آرمــــاني دى اى د زړه ســــره كــه كس دى كــه نــاكس
چې شاهـــان په بـادشــاهۍ كې ارماني دي ګــــدا خود لــري ارمـــان پــــــه وږي نس
زيار چې ګالې، په هر كار بــه برى مومې خو لـــه آرمــان ســـره د چـــا نــــه رسي وس
په نيمــګړي آرمان ټول ګور تـــه روان يو كه څوك وير كا، څوك خندا يا څوك هوس
بې پــا يــانـه دور دراز سفـــر د عشق دى ددنيــــــا آرمان تــرې سخت دى يو پر لس
د مولا پـــه هر نعمت بــــه سړى موړ شي خو د مينې پـــه كتــــاب كې نشتـــــــه بس
مــــا د مينې سوداګر غني ونــــــه ليـــــــد تـــل سوالګر وي كړي غوغـــا لكه جرس
“همت” وائي محبــت داسې دريـــــاب دى ټول جهــان ئې په كنـار كښې ښـكاري خس