کور / تازه خبرونه / کندوز:پسله درې اوونيو ځنډه ښوونځي بيا پرانستل سول

کندوز:پسله درې اوونيو ځنډه ښوونځي بيا پرانستل سول

په کندوز ولايت کې د درې اونيو ځنډنه وروسته يوځل بيا دمعارف دروازه ددي ولايت د زده کوونکيو پرمخ پرانيستل شوه .
درې اونۍ مخکې دهيواد د روغتيا وزارت اعلام وکړ چې دسرکوزې دويروس دخوريدو دمخنيوي لپاره دي د هيوا ټولې تعليمې ادارې وتړل شي .
نن دهغې غونډې په ترڅ کې چې دښوونې او روزنې په رياست کې چمتو شوي وه . ددغه ولايت والې انجينر محمدعمر ،اودښوونې او روزنې رئيس عبدالمقيم حليمې په ګډون دګڼو دولتې ادارو چارواکو په کې برخه اخيستې وه . دښوونې رئيس عبدالمقيم حليمې وويل : چې دزده کوونکيو رخصتې اکثره وخت دهغوي وخت ضايع کوي ، همداراز هغه هيله څرګنده کړه چې نوموړي خوښ دي چې يوځل دښوونې چارې په دغه ولايت کې پيل شوي . دغونډي په پاي کې په رسمې ډول سړوسېمو دکلنې ازموينې داخيستلو بهير پيل شو. دسرکوزې ويروس يودهغووژونکيو ويروسو څخه دي چې په دي وروستيوکې يي دهيواد په بيلابيلو ولاياتو کې دډيروخلکو ژوند واخيسته .