د چين لوبډلې پچه وګټله او په خپله يې توپ وهلو ته ملا وتړله. چين لوبډلې ته دا پرېکړه په تاوان تمامه شوه. ټول لوبغاړي يې په اولس اورونو کې له لاسه ورکړل او ايله يې شپږدېرش منډې وکړې. افغان لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې توپ وهل پيل کړل چې نورعلي ضدران له کومې منډې اخيستو وړاندې په صفر وسوځيد. خو کريم صادق خپله حوصله له لاسه ورنکړه او په يوازې سر يې دېرش منډې وکړې. محمد شهزاد له نورعلي وروسته ډګر ته راودنګل او د يوې شپږيزې په وهلو سره يې په څلورم اوور کې منډې څلوښتو ته ورسولې، چې له دې سره افغان لوبډله په اسانۍ وتوانېده چې خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.ټاکل شوې چې سبا به افغان لوبډله له سينګاپور سره خپله سيالي کوي.ننۍ لوبه داماراتو په الزيد لوبغالي کې ترسره شوه، خو سبانۍ هغه به په شارجه لوبغالي کې وي.