کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنګسالاران او تروريستان څوک دي؟

جنګسالاران او تروريستان څوک دي؟


 


د کابل نه تر بغداده،دسکندر تر ماتي وروسته بیا هم په ۱۸۰۰ مه پيړی کي انګريزي  ځواکونه د يرغل په مو خه  درې واره دې سپيڅلي خاوري ته راغلل ،بیا هم پښتنو خپلو وسلو ته د اوښ د پوټکي نه لاستي جوړکړل، اوپر انګريزانو ئې  پري ډيري ډزي وکړي، هغوي هر وار په تيښته  ولاړل او کله ټول مړه دلته پاتي شول .


 


زموږ  قيصي چا ونه لوستي، روسانو هم زموږ وياړونو ته په سپکاوي سره دي خاوري ته راننوتل، موږ بیا هم د هغوی    Hindi -Helicopters چي موږ ورته د(شيطان ارابه) ويل ډزې وکړي. هغوي هم مړه  او په ډيره خواشينی سره  له دي خاوري وشړل شول. خو:


 


ددې سپيڅلي جهاد په وخت کي  امريکا، فرانسي، او بيا هم برطانیي، د اوسني پاکستان په مرسته ( جنګسالاران) جوړ کړل او دجهاد د مشرتا به په ليکو کي ئې ځای کړل.


 


جنګسالارانو د جهاد په موخه  اشتنګر، بلو پايپ او ايس اې سيون ( دشيطاني ارابو ضد وسلي) او ډالر د امريکا، فرانسې، برطانيي او نورو مملکتونو واخيستل. چي نوموړي مرستي د اوسني پاکستان له لوري جنګسالارانو ته ورکول شول تر څو د روس مقاتبله پري وکړي.


 


دروس د ماتي وروسته ( جنګسالاران) دجهادي رهبرانو په څيرو کي را ښکاره شول. زموږجهادئې بد نام کړ،  ښارونه ئې وران کړل او ملت ئې وواژه. سپيڅلي مجاهدين  بيا ښکاره نه شول، ځکه چي هغوی خپل ولس او ښارونه نه ورانول.


 


دا هر څه د امريکا، برطانیي او فرانسې تګلاره وه، هغوي د خپلي تګلاري د عملي کيدو په موخه  افغان وژني ته دوام ورکړ.


امريکا او ملګرو ئې وغوښتل، چي په افغانستان کي  بشري،روزنيز، نړيوال  حقوق له مينځه ویسي تر څو پښتانه له هر اسلامي او بشري حق څخه بي برخي کړي. تر څو  ددوی اوږد مهاله ستراتيژي به ښه توګه په سيمه کي عملي شي.


 


دامریکا  د ګرين بيريتس( Green Berets )پوځي ډلي نه  جانتن کيت  فوځي افسر د تروريستانو يو ګروف


 (( Counter-Terrorist Group جوړ کړ،    او  جون لند د امريکا د يو قاضي زوی د کلفورينا اوسيدونکی  یمن ته ولاړ او په اسلامي څيره کي د جانتن کيت سره يو ځای  پاکستا ن ته راغی .


 


دوي دواړو د امريکا په مرسته او د پاکستان د لوري  هغه افغاني ځوانان چی په پاکستا کي ئې زده کړي کولي سره يو ځای شول، افغاني ځوانان د خپلي سپيڅلي، رښتني ،ملي او اسلامي جذبي  په موخه د جنګسالاری د ورکولو او د يو باثباته افغانستان په هیله جهاد شروع کړ، مګر جون لند او جانتن کيت د پاکستان له لوري د امريکا اهداف په سپيڅلي بڼه زموږ په  دویم جهاد کي ځای کړل.


 


اسامه چي په عربستان کي يو ياغي څوک وو، د امريکا له لوري  افغانستان ته معرفي  او راویستل شو


جون  واکرلند چي ورته د اسامه امريکايي پلار ويل کيږي، جانتن کيت  اسامه او ملګروئې  دامريکا غوښتني د افغانانو دپاره لکه: بشري حقوق ، اسلامي حقوق، زده کړه، په پوره توګه له مينځه ويوړل.


 


 په امريکا کي د سپتمبر ديوولسمي پيښي وروسته، نوموړی جون واکر لند مطبوعاتو ته د يو مسک په اغوستلو سره راغی، او د القاعده په نوم د يو ډلي نوم ېې واخيست  چي دا کار هغوی کړی دی.


 


همدا لامل سو چي امريکايي پوځ پخپله دې خاوري ته راشي. هغوي خپل ملګرو ته( جنګسالارانو) ته چي د روس د جهاد په وړاندي ئې  جوړکړي و.  په سلګونه  ميلنونه ډالر ورکړل. تر څو دامریکا په وړاندي خنډ رانشي.


 


هغه ولس چي د سپيڅلتيا په موخه وړاندي شوي وه، چي طالبان نوميدل، د همدي ( جنګسالارانو) په مټ ووژل شول او په کانتنرونوکي واچول شول.


 


سپيڅلي مجاهدين او سپيڅلي طالبان څه شول. هغوي خو  همدغو( جنګسالارانو) ته چي د روس د جهاد په وړاندي ئې  جوړکړي  شوي وو)  د ژوند څخه محرومه کړل.


 


پاي


 


لنډ ټکي:.


 


۱:پاکستان د امريکا، انګلستان او نورو ډير نږدي ملګری دي ځکه چي   لاندي لوبي  ئي د امريکا،انګلستان  په مرسته
د پاک
ستان په لاس شويدي.


 جنګسالاران :چي د روس د ماتي په وړاندي جوړکړي  شوي وو، چي زيات شمير يي اوس په ميلينونه ډالر لري. 


 تروریستان: جون واکر ليند، جانتن کيت اديما،  اوسامه، پرويز مشرف، بوش او داسي نور.


مسايل:  وژنه ، ورانونه، زده کړه، انساني او اسلامي حقوق.


 


نوموړي ليکنه مي ډيره لنډه وليکل، ځکه چي هره جمله ئې يو بشپړه تبصره ده. کيداي شوای وينکو ته درنه پريوتی وای.


 که ويونکي د هري جملي تبصري ته اړه ولري. نو هيله لرم را ته وليکي.


 


 په راتلونکي څيړنو کي  به ستاسو په ملاتړ لاندي اسناد او څيړنيزي ليکني خپري کړو.



۱: د جنګسالارانو  ليست، نومونه او ژوند ليکونه.
۲: د تروريستانو ټول نومونه او ژوند ليکونه.
۳: کرزی څوک دی او پدي لوبو کي څومره مهم دی.


۴: اوسنی جګړه، او امريکا