اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی دوه امریکایی پوځیان نن هغه مهال د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالي کی ووژل سول چی د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر د هغوی د پوستې په دروازه کی ووهل سو . خو نور تفصیلات یې ورنکړل چی څو عسکر زخمیان سوي دي . پرون د هملند په باباجی کی هم یو برتانوﺉ پوځی طالبانو پر تندی ویشتلی او وژلی و . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۹۲۲ او د برتانوي پوځیانو تلفات هم ۲۳۵ ته ورسېدل .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه