د الجزایر ملی لوبډلی د مصر لوبډلی ته په سوډان کی یو د هیڅ په وړاندی ماته ورکړه
الجزایر به هم د نورو ملکونو په څیر په ۲۰۱۰ کال کی د فوټبال په نړیوالو سیالو کی ګډون وکړی
دا په دی اونی کی دوهم ځل دی چی د ددی دواړو ملی ټیمونو ترمنځ د ۲۰۱۰ کال نړیوالو سیالوته د لاری مندلو لپاره سیالی ترسره کیږی ، پاتی دی نه وی چی څوورځی د مخه دا لوبه په مصر کی ترسره شوه خو پایلی یی نه درولود .
کله چی مصریانو د تیری ورځی د لوبی پرمهال په الجزایری لوبډلی برید وکړ او څو تنه یی ژوبل کړل د الجزایر د چارواکو پر وینا د دوی د لوبډلی روحیات یی کمزوری کړل نو ځکه په لوبه کی پاتی راغلل .
د یادونی وړده ورسته له دی پیښی نه په الجزایر کی پراخ لاریونونه تر سره شول چی لاریون کونکو د مصر په سفارت ګزارونه کړی او هان دا چی لاریون کونکو په یوه ستره مصر کمپنی( ټیلون کمپنی ) چی دم ګړی په الجزایر فعالیت لری او کابو شاخوا ډیر کارکونکی یی مصریان سخت زیانمنه کړی دی
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په دی پیښه خواشینی څرګنده کړه او په ترڅ کی یی په قاهره کی د الجزایر سفیر سره وکتل ترڅو په الجزایر کی میشت مصریانو لپاره د پام وړ امنینی تدابیر ونیسی .
کله چی په سوډان کی لوبه د الجزایر د ملی ټیم به ګټه اعلان شوه په قاهره کی میشت الجزایران ډیر زیات خوښ ول ، یوی الجزایری انجلی چی روقیه نومیږی او دم ګړی په قاهره د مسافری شپی صبا کوی ډیره زیاته خوښه وه او ویل یی چی هیڅ باور نلرم چی زمونږ ملی ټیم به په ۲۰۱۰ کال کی د فوټبال په نړیوالو لوبوکی ګډون وکړی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه