کور / تازه خبرونه / جنرال کلارک : طالبان زموږ پوځ لوبوی

جنرال کلارک : طالبان زموږ پوځ لوبوی

را سټوری خبر ورکوی چی تقاعد سوي امریکایی جنرال ( ویزلی کلارک ) پرون کانګریس ته وویل چی زموږ ځواکونه په افغانستان کی د هغو خلکو پواسطه لوبول کیږی چی د بهرنیو پوځیانو د شتون څخه کرکه لری . ده وویل چی نور امریکایی پوځیان خو باید قطعأ هلته و نه لېږل سی بلکی د خپلو پوځیانو د راوتلو ستراتیژی باید جوړه کړو ځکه زموږ د اوږدې مودې پاتېدل هلته زموږ په زیان تمامیږی نه په ګټه .
د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان د دفاع وزارت ورکړ ، ویل کیږی چی یو برتانوﺉ پوځی پرون د هلمند په باباجی کی د طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل سو .