کور / تازه خبرونه / اوباما : د افغانستان په اړه عاجل تصمیم نلرم

اوباما : د افغانستان په اړه عاجل تصمیم نلرم

امریکایی مک کلیچی اخبار په خپل تازه خبر کی وایی چی بارک اوباما جنوبی کوریا ته په رسېدو سره نن اعلان وکړ چی افغانستان ته د نورو امریکایی پوځیانو د لیږلو په هکله ژر تصمیم نلرم بلکی دا کار به څو نوری هفتې په بر کی ونیسی . مخکی ویل کېده چی اوباما به ډیر ژر ( یعنی واشنګټن ته په مجردی رسېدو سره ) افغانستان ته د نورو امریکایی پوځیانو لېږل اعلان کړی . اوباما وویل چی که هر چا د ژر تصمیم دغه خبر مطبوعاتو ته ورتیر کړی وی ( چی موږ به د نورو پوځیانو لیږل ژر اعلان کړو ) نو هغه امریکایی مقام به تر معلومېدو وروسته له کاره برطرف کړم . ویل کیږی چی د اوباما اداره د موافقو او مخالفو نظرونو د ډېرښت له امله زړه نازړه سوې ده چی څومره پوځیان او کله هغوی افغانستان ته سوق کړی ، ځکه سپینه ماڼۍ د درو عمده ستونزو سره مخامخ ده : پوځی تلفات ، پوځی مصارفات او د کابل پر حکومت بې باوري .