کور / شعر / غزل

غزل

ميــــنه وي په زړونو کې رنګ د زمانې ګـــــــــوره
ژونـد وي په ګـــلونو کې خوند د يارانې ګــــــــوره
موسم د پسرلي ګوره رنګ دى د ځوانۍ پکـــــــې
راشې په هر چا باندې منتر د مستانې ګــــــــــــوره
ستاد وينو تږى دى خنجر درته په لاس ګرځـــــــــي
رنګ زما په وينو د ګـــلونـــــو نـــظارې ګـــــــــــوره
مزل د يارانـــې وهم د عــشق په ورانو لارو کــــــې
جوړ د غم شېبې دي د دردونو قافــــلې ګـــــــــوره
شپه او ورځ اخستي مې په سر بانــــدې اورونــــه
د عشق په وچه دښته کې شراب د ميخانې ګوره
په نصيب د وصال غم دى خوشحالي نشـــــــــته
څېرې ګرېوان ګرځي دا د اوښــــکو فوارې ګوره
خپله جونګړه