کور / تازه خبرونه / امریکایان : افغان جنګ په دومره مصارفو نه ارزی

امریکایان : افغان جنګ په دومره مصارفو نه ارزی

فرانس پریس آژانس د هغی تازه سروې خبر ورکوی چی واشنګټن پوسټ او اې بي سی خبری شبکې په ګډه کړې او په هغه کی اکثریت امریکایان وایی چی د افغانستان جنګ په جنګېدو نه ارزی . سروې وایی چی ۴۷٪ امریکایان دا جنګ غلط بولی او ۴۵٪ بیا هغه تاییدوی . تېر کال ۶۳٪ امریکایانو دا جنګ تاییداوه . امریکایان د حامد کرزي پر اعتبار هم شک ښیًی او صرف ۲۶٪ پوښتونکو هغه د امریکا اعتمادی ملګری وباله . دغه پوښتني د ۱۰۰۱ نفرو څخه د تلیفون پر لاین وسوې .