فرانس پریس آژانس د امریکا د خزانې د وزارت په حواله خبر ورکوی چی د امریکا عامه پور نن تر ۱۲ ټریلیونو ډالرو هم واوښت چی دا په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نلری . د دې معنا دا ده چی حکومت ستر مصرفونه کړي ، بې حسابه پیسې یې چاپ کړي ، تر حد وتلی پورونه یې کړي ، د پورونو تر سود لاندی راغلی ، ډیوالي کمپنیو ته یې ۷۸۷ بلیونه ډالره ورکړي ، پوځی او جنګی مصارف یې زیات کړي دي حال دا چی پیسې عملأ نلری او دا ټول فعالیتونه په کاغذی چیکونو او پلاسټیکی کرېډټ کارډونو سره عملی سوي دي . څېړونکي وایی چی د امریکا ملی پور ورځ په ورځ په خپل ډېرېدونکی سود کی ضربیږی چی په نتیجه کی هغه د امریکایی ټولنی د تدریجی مفلیسۍ باعث ګرځی .