فرانس پریس آژانس د پنتاګون په حواله خبر ورکوی چی سږ کال ۲۱۱ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلي دي چی دا هیڅ سارﺉ نلری . خبر وایی چی ۳۰٪ یې هغه پوځیان دي چی عراق یا افغانستان ته نه دي لېږل سوي او د ځان وژلو علتونه یې هم معلوم نه دي . خبر زیاتوی چی ۱۴۰ پوځیانو د وظیفې په حال کی ځانونه وژلي خو ۷۱ نورو د ترخیص کېدو څخه وروسته ځانونه وژلي دي . امریکایی پوځ اوس د ډول ډول ناخوالوپه غېږ ورغلی دی .