فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی د امریکا په کانګریس کی د دیموکرات ګوند پنځو استاځو ولسمشر ته یو لیک لېږلی او په هغه کی یې افغانستان ته د نورو امریکایی پوځیانو د لیږلو او په هغوی د نورو بلیونونو ډالرو د مصرفولو په هکله خبردارﺉ ورکړی دی . اوباما چی د آسیا د سفر پای ته رسونکی دی ، ژر به د افغانستان په اړه خپله ستراتیژی اعلان کړی . خو دغو پنځو پارلمانی استاځو ( چی ټوله د ده د ګوند مربوط دي ) هغه ته خبردارﺉ ورکړی چی دا یې چاره نه ده بلکی د حوصلې او ژور تجدیدِ نظر څخه باید کار واخیستل سی نه د تلوار او بی سنجشۍ څخه . خبر زیاتوی هغوی هلته د امریکایی پوځیانو د چټی وینی توییدو او هم د امریکایانو د ډالرونو د ناحقه ضایع کېدو مخالف دي .