کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ګوربت عالي لېسه ستاسو مرستي ته اړتيا لري

ګوربت عالي لېسه ستاسو مرستي ته اړتيا لري

د لوی خدای په نامه
دردونه د هیلو په وزرونو کې

د قدر وړ او د درانه احساس څخه ډکو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې!
خدای دې وکړي چې سلامونه مو و منی او د ژوند په ټولو چارو کې د روغتیا او بریالیتوب له خواږه نعمت څخه برخمن وی.
د وردګو د ولایت د جغتو د ولسوالۍ د امام ابو حنیفه (ګوربت) عالي لیسه چې له ۱۳۴۳ کال راهیسې په سیمه کې تعلیمي فعالیت کوي اوس مهال 55 ښوونکي او د 1800 په شا اوخوا کی زده کوونکي لري او تر دې مهاله یې ددولسم ټولګي څخه 14 دورې فارغین ورکړي دي اوس مهال له ګڼو ستونزو سره مخ ده چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د امام ابوحنیفه (ګوربت) د لیسې د خواري کښو استادانو د زیاراو زحمت پر نتیجه کې د نوموړې لیسې هره دوره فارغین په ډیرو لوړو نمرو باندې د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شوي او زیاتره وخت د هیواد په کچه د کانکور د امتحان د عمومي اول نمره ویاړ همدې لیسې ګټلی چې د افتخار ځای دی.
د سیمې د خلکو او ځوان نسل په اړه د امام ابوحنیفه (ګوربت) د عالي لیسې د استادانو اسلامي احساس د پوره ستایلو وړ دی خو د لیسې حالت په داسې ډول دی چې بالکل محدود امکانات په اختیار کې لري چې شرح یې په دې ډول ده: نوموړې لیسه لږ تر لږه یو مناسب تعمیر نلري او موجوده تعمیر ټول تخریب او ویجاړ شوی دی. د لیسې د تعمیر احاطه تقریباً ویرانه ده، داستادانو تنخواوې بیخي کمې دي (چې دا یوه عمومي ستونزه ده او زموږ اوسنۍ غوښتنه پر هغه نه راڅرخي)، دشاگردانو لپاره میز او چوکۍ نشته او خواران ټول په داسې پلاستیکي فرشونو د درس لپاره ناست وي چې ټوټې ټوټې دي. ددې لپاره چی څه تعلیمي مواد باید فوتوکاپي شي د غزني او یا کابل ښارونو ته په زیاتو مشکلاتو سره وړل کیږي. د کمپیوټر، پرینټر، دپوتوکاپۍ د ماشین او د بریښنا د یوه عادي جنراتور هیچ درک په نوموړې لیسه کې نشته. دصنفونو دروازې او کړکۍ وجود نلری که کومه کړکۍ موجوده وی نو ښیښې یې ماتې دي چې سپيره زده کوونکي د غبار، ګرمۍ او یخنۍ سره سخت په تکلیف دي او د درس ویلو پروسه ورته ستونزمنه کیږي. همدارنګه په نوموړې لیسه کې اوس مهال د تدریس لپاره مناسب ځای نشته، لابراتوار او د علمي او عملي تجربو د سرته رسولو لپاره هیڅ ډول مواد په اختیار کې نه لري او د درسي خونو د رنګولو او پاتې کړکیو ته د ښیښو د اخیستلو لپاره کله کله زده کوونکي خپله اقدام کوي او ځینو ټولګیو ته په ډیر مشکل سره په داسې حال کې یاد شوي مواد برابروي چې د سیمې په خلکو باندې د بیوزلۍ بې رحمه څپې راغلې دي او د یوې افغانۍ د ورکولو توان هم نه لري.
ددې لپاره چې پورتنۍ یادې شوې ستونزې تر یوه حده رفع او واقعاً خپل مظلوم قوم ته مو حد اقل خدمت کړی وي په دې هکله مو تر یوې اندازې پورې خپل مسؤلیت اداء کړی وي نو لازمه ده چې د خپل توان په اندازه مرسته ورسره وکړو. البته که هغه شخصی وي او یا هم له کوم بل درک څخه وي زموږ لیسه، د لیسې اداره، ښوونکي او په نوموړې لیسه کې تعلیمي بهیر سخته اړتیا ورته لري. د دې لپاره چې ستاسو ټولو محترمو اطمینان حاصل وي، تاسو ته مو په دې اړه لا زیات معلومات رسولي وي او ستاسو مرستې پر ځای ولګیږي، نو د همدې بریښنالیک سره مو د امام ابوحنیفه (ګوربت) د عالي لیسې د منتخبې شورا مکتوب هم ضمیمه کړی دی چې د لیسې د تعلیمي بهیر د ښه والي لپاره یې د مرستې غږ پورته کړی دی.
همدارنګه د موضوع په اړه مو ستاسو د معلوماتو د زیاتوالي لپاره د نمونې په شکل د نوموړې لیسې څو عکسونه او ژړونکي انځورونه هم درلیږلي دي چې په لیدلو سره یې هر خواخوږی انساني ضمیر ځوریږي.
د دې ټولو څرګندونو څخه هدف دا دی چې که چیرې غواړی د نوموړې لیسې د تعلیمي بهیر سره نغدی مرسته وکړی او ستاسو مرسته په ښه ډول د لیسې د شوری چارواکو ته ورسیږي نو په لاندې بانکي اکونټ باندې خپله مرسته کولی شی. باید وویل شي چې د همدغه بانکي اکونټ څخه پيسې د دریو کسانو په لاسلیک د وتلو وړ دي چې د ګوربت د لیسې د شورا دوه غړي او یو د مرستو د جلبولو استازی دی او تاسو ته به وخت پر وخت د مرسته شوې پانګې د مالي چارو د معلومات د ورکولو دنده هم په غاړه ولري. تاسو کولای شی خپلې مرستې په امریکايي ډالر سره وکړی او لاندې بانکي اکونټ ته یې راولیږی:
Name of the bank: AZIZI BANK
Account name: RAHMATULLAH, JALAL DIN, GUL BUDDIN
Account No: 001901200189318
Type of Account: CA. USD
که چیرې محترم دوستان خپل کمک همدې اکونټ ته جمع کوي نو لطفاً دی یو ایمیل دغه لاندې بریښنالیک ته رالیږي او د خپلو مرستو مقدار دې هم ذکر کوي څو د لیسې شورا او د مرستو راټولوونکې ډله په جریان کې وي او له دې کار څخه مو موخه یوازې د مالي حسابونو شفافیت او د ګوربت د لیسې د حالت د ښه والي لپاره په ځای باندې ستاسو د مرستو لګیدل دي.
ایمیل آدرس: gurbat.highschool@gmail.com
ستاسې د ښه اطمینان پر خاطر به انشاء الله موږ ډیر ژر د امام ابوحنیفه (ګوربت) د لیسې د شورا د ټولو غړو او په ځانګړې توګه د شورا د معتمد د مبائیل شمیرې هم ستاسې خدمت ته درولیږو څو د اړتیا پر مهال خپله ورسره مستقیمه اړیکه و نیسی.
مننه