کور / تازه خبرونه / دکابل چاپ ورځپاڼو مهمو موضوعګانو ته کتنه

دکابل چاپ ورځپاڼو مهمو موضوعګانو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو بيا هم په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې او هغې پر ضد د مبارزې هڅې څيړلې دي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې افغانستان ته د امريكا د اضافي سرتيرو د استولو مسئله څيړلې او پدې ترڅ كې ليكلي، چې په افغانستان كې د هر امريكايي سرتيري كلنې لګښت يو ميليون امريكايي ډالره دې او كه څلويښت زره نور سرتيري واستول شي، نو كلنې لګښت به له سلو ميليارډو ډالرو واوړي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزې د رسنيو د دفتر په حواله ليكلي چې تيار دې، چې په واك كې د جګړه مارانو او د نورو كسانو د احتمالي حضور په اړه سپيناوې وركړي.

ورځپاڼې د همدې مطلب كې په دوام كې د ولسي جرګې د يو غړي په حواله ليكلي، چې امريكايان او اروپايان اوبه خړوي او كبان پكې نيسي، ځكه دوى ته خپلې ګټې محترمې دي نه د افغانانو.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د امريكايي مشرانو وروستيو څرګندونو ته په اشارې، چې پكې له واليانو سره د مستقيمو اړيكو خبرې كيږي ليكلي،چې ايا ددوى ستراتيژيكه ملګرتيا همدغه ده؟

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د برتانيى د ډيلې ټيلګراف ورځپاڼې په وروستي راپور تبصره كړې، چې پكې په افغانستان كې د قومونو ترمنځ د اختلافاتو يادونه شوې او ليكلي، چې د نفاق واچوه او حكومت وكړه زنګ وهلې توره يى يو ځلې بيا له تيكي راايستلې ده.

ورځپاڼې په هيواد كې د ښوونځيو د ازموينې په اړه د افغان كابينې د پرونۍ غونډې د پريكړې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي،چې د سړو سيمو د ښوونځيو ازموينې د ليندۍ د مياشتې له لومړۍ پيليږي او د ګرمو سيمو د ښوونځو د لوست بهير دې بيرته عادي حالت غوره كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په پاكستان كې د افغان كډوالو د زورولو په وروستيو پيښو هم تبصره كړې او ليكلي، چې د قانوني او راجسټر شويو كډوالو نيول له نړيوالو قوانينو سرغړاوې دې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوليو او يا د ماشومانو د ګزڼ ناروغۍ د واكسين د روان كمپاين په وړاندې شته ستونزې څيړلي او ليكلي،چې نا امنۍ ددې كمپاين د پلي كيدو په وړاندې يوه اساسي ستونزه ده.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې په پاكستان كې د طالبانو د فعاليتونه څيړلي او ليكلي، چې طالبان اوس ځان ته د كسانو د جلبولو لپاره د پنجاب ايالت انتخاب كړې دې.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په كابل كې د كورونو د كرايى مسئله راخستې او پكې دا ښودل شوې، چې دا كرايى نه يوازې لوړې دي، بلكه په ډالرو وركولې كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د شتو ستونزو په وړاندې د نړيوالې ټولنې دريځ څيړلې او د ځينو لويديځو هيوادونو په وروستيو ګواښونو د انتقاد ترڅنګ ليكلي،چې دوى غواړې له دې لارې خپل هغه اهداف ترلاسه كړي، چې په تيرو اتو كلونو كې ترلاسه نكړاى شول.

خو اصلاح بيا د فساد پر ضد د نوې ادارې جوړيدو ته په اشارې ليكلي، چې د فساد د عامل په له منځه تلو سره معلول له منځه ځي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې له اداري فساد سره د مبارزې مسئله راخستې او دا يى په زغرده ليكلي، چې اوسنې حكومت د فساد په وړاندې د مبارزې توان نلري.

ورځپاڼې په يو جلا سرليك كې په كابل كې د امريكا د سفير په حواله ليكلي،چې د شيرپور ودانۍ او قيمتي موټرې د فساد زوروونكې نښې دي.

ورځپاڼې بيا د كورنيو چارو د وزير دا وينا هم راخستې هغه وخت، چې خلكو به په خوندي توګه فساد كاوه تير شوې دې.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې له ولسمشر كرزي سره د امريكا د موجوده ادارې اختلافاتو ته په اشارې له ښاغلي كرزې سره د امريكا د مرستو لرليد ته هم كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا كړكيچنه ده.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په افغانستان كې له سترو جرايمو سره د مبارزې د ادارې د جوړولو په موضوع تبصره كړې او پدې ترڅ كې په كابل كې د امريكا د سفير په حواله ليكلي، چې له انتخاباتو وروسته  موقع ترلاسه شوې، څو افغانان پدې باور شي، چې انديښنې يى اوريدلې كيږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا پدې ټينګار كړې، چې د فساد پر ضد مبارزه له فساده يوې پاكې ادارې ته اړتيا لري.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ناټو د متحدينو په غونډې تبصره كړې او ليكلي، چې پدې غونډه كې به له افغانستان نه د وتلو په ستراتيژۍ بحث وشي.