د پښتنو په فوکلوری نکلونو کی د فتح خان بړېڅي نکل
فتح خان بړېڅی – یوه له هغو کیسو څخه ده چی ډېرو زیاتو تاریخی او اجتماعی پېښو ته اشاره پکښی سوې ده . په کلابست کی د بړېڅانو پاچهي، په هندوستان کی د مغول شمس الدین پاچهي، د مغولو او پښتنو ترمنځ جنگونه او دهغوی ترمنځ زړه د ښمني د دغه نکل تاریخی اړخونه دي اوښایی د دغو حوادثو ذکرېدلو دې نکل ته داسی بڼه ورکړې وي چی ډېر زیات خلک هغه ته دفوکلوری نکل په سترگه نه بلکه د یوه تاریخی حقیقت په سترگه گوری.
فتح خان بړېڅی د بست د پاچا اسلم خان نازولی زوی دی چی د خپل پلار سره پر ډېره عادی خبره خوابدی کېږی او دخپلو ورسره نهه پنځوسو بړېڅو یارانو او خپلی معشوقې رابیا سره د هند پر لور خوځېږی. د فتح خان ماجراغوښتونکی ملگری ، کرم خان یا د نکل په اصطلاح کرمی، په هندوستان کی داسی کارونه کوی چی په لوی لاس د هغه ځای مغول پاچا شمس الدین د ځان سره مخالف کوی او دجنگ میدان ته یې راباسی. بالاخره د فتح خان بړېڅی ټول یاران او دی پخپله د مغول پاچا د لښکرو سره په جنگونو کی وژل کېږی او دا تراژیک نکل پای ته رسېږی.
که څه هم چی په نکل کی د بست د ښار په باب تقریبا هیڅ نه ویل کېږی خو دونه راته وایی چی د نکل د قهرمان، فتح خان بړېڅي، پلار اسلم خان په دغه ښار کی پاچهي کړې ده. البته دنکل څخه ښکاری چی هغه وخت چی اسلم خان په دې ښار کی پاچا وو، په هند کی مغولو حکومت کاوه او قدرت د شمس الدین مغول په لاس کی وو.
په داسی حال کی چی لومړی خود بست په تاریخ کی نه بړېڅانو پاچهي کړې او نه د اسلم خان په نوم پاچا تېر سویدی. اوکه یې چېری داسی فرض کړو چی د پاچا څخه به یې مطلب یولوی خان وي، نو بیا په هغه وخت کی چی هند د مغولانو په لاس کی وو، بست پخپله یاد ډهلي اویا د اېران د صفوی امپراطوری په لاس کی وو، او په هغه ښار کی دونه قوي خان موجو دنه وو چی د هغه زوی دي د خپلو ملگرو سره د هند د امپراطوری په جنگ ورسی.
د بلی خوا، د هند د مغولي امپراطوری په تاریخ کی د شمس الدین په نوم پاچا تېر سوی نه دی چی هغه دي د هندوستان په قلمرو کی، چی په نکل کی ټاکلي ځای ته چندانی اشاره نه کېږی، د پښتنو په جنگ ورغلی وي، او په فوکلور کی دي د هغه نوم پاته سوی وي. د هند د مغولو په تاریخ کی د بابر څخه نیولې د اورنگزېب تر زمانې پوري درې شمس الدین نومي سپه سالاران تېر سوي دي، او په هغوی کی یوه هم د پښتنو په دغو سیموکی ، چی باید دفتح خان او مغولو ترمنځ جنگونه پکښي سوي وي، داسی عملیات نه دي کړي چی پښتني فکلور دي هغوی د مغولو د ظالمو پاچاهانو په نوم ثبت کړي.
مرحوم عطایی صاحب په دې عقیده دی چی دا شمس الدین به ، چی د فتح خان په نکل کی دمغولو پاچا بلل سوی دی، د سیستان حکمران وی ، چی ځینو مغول او ځینو صفاری بللی دی. دی وایی دا خبره یو څه اړخ لگوي ځکه چی بست او سیستان سره نیژدې دي او په سیستان کی د شمس الدین په نامه د پاچا موجودیت دا څرگندوي چی فتح خان له هغه سره جنگ کړی وي او داچی په ځینوروایاتو کی شمس الدین مغول بلل سوی دی نود اقول په قوت تاییدوی چی فتح خان به د همدغه شمس الدین سره جنگېدلی وي.(١)
د مرحوم عطایی صاحب نظر ځکه د تامل وړ دی چی د سیستان حکمران شمس الدین هیڅ وخت خپل قلمرو دهندوستان خواته نه دی غځولی، چی په لاره کی دي یا د بست او یاد هندوستان په خاوره کی د فتح خان سره مخامخ سي. او بل داچی هیڅ تاریخی منبع هغه ته مغول نه دي ویلي. قاضی منهاج سراج یې د نیمروز د هغو قومی مشرانوڅخه بولي چی د سلجوقی شاهانو سره یې روغه کړې او دهغوی اطاعت یې منلی وو.( ٢)
البته منهاج سراج دنورو مورخینو په څېرموږته وایی چی شمس الدین د خپل پلار ملک تاج الدین ابولفتح د وفات څخه وروسته قدرت ته ورسېدی ، خپل ورو عزالملک یې ړوند کړ او وروسته یې په یوه ورځ خپل اته لس وروڼه ووژل. هغه یو ظالم او مستبد سړی وو، اود نیمروز د خلکو په زړونو کی یې د قتلونو او ظلمونوله کبله وېره اوډار اچولی وو.( ٣)
خو مرحوم عطایی موږ ته وایی چی دشمس الدین ترمرگ وروسته چی بدرالدین قدرت ونیوی هغه ډېر ظالم وو او بلوڅان یې تېښتي ته مجبور کړل. ( ۴)
په داسی حال کی چی د نیمروز د پاچا شمس الدین له مړینی څخه وروسته قدرت دهغه ورور تاج الدین حرب ته ورسېدی اومورخین وایی چی هغه یو عالم او عادل پاچا وو. نیمروزی شمس الدین په کال ٥٥٩ ه ق کي د خپل پلار تاج الدین ابولفتح د وفات څخه وروسته قدرت ته ورسېدی( ٥)
په داسی حال کی چی مغول چنگیز خان د ٦٢٠ ه ق په شاوخوا کی لا په مرکزی اسیا کی په فتوحاتو لگیا وو او دخوارزم شاهیانو ښارونه یې یو په بل پسې لاندی کول( ٦)
گواکي په هغه زمانه کی چی شمس الدین په نیمروز کی پاچهي کوي چنگیز خان لا زېږېدلی نه دی او ځکه نو د شمس الدین سره دمغول کلمه بېخی ذکرېدلای نه سوای.
زما په عقیده هغه شمس الدین چی د فتح خان بړېڅي په نکل کی اشاره ورته سوې ده پرته له شمس الدین کرت څخه بل څوک کېدلای نه سي. شمس الدین کرت ، چی په هرات کی د کرتانو د سلسلې موسس وو،او دچنگېزخان د لمسی هلاکو او دهغه د زوی اباقاخان له خوا یې هرات او شاوخوا سیمی اداره کولې د ٦٥٠ هجری قمری څخه تر ٦٥٥ هجری قمری پوری پر دغه سیمه باندی، چی مغل کوټ پکښی پروت دی او د فتح خان په نکل کی اشاره ورته سوې ده، څلور ځله ډېری لویی لښکر کښی کړي او د افغانانو له ډېر سخت مقاومت سره مخامخ سوی دی. شمس الدین کرت په دغه سیمه کی د افغانانو د ملک شهنشاه، ملک بهرام شاه،، ملک میرانشاه ، شعیب افغان او ملک سندان مقاومتونه یو په بل پسې مات کړل اوهر ځل چی یې دا مقاومتونه مات کړي دي نو ډېر ظالمانه قتل عامونه او چور او تاړاکونه یې کړي دي.
که څه هم چی د دې خبری معنی پخپله دا نه ده چی ملک شمس الدین به حتما د بړېڅ فتح خان سره جنگېدلی او دا مشهور فوکلوریک نکل به یې ایجاد کړی وي. ځکه کله چی موږ په دغه سیمه کی ،چی په تاریخ نامه هرات کی هر ځل د افغانستان په نوم اشاره ورته سوې ده، هیڅ وخت د فتح خان په نوم پښتانه قهرمان سره نه مخامخ کېږو. بلکه برعکس په نکل کی د داسی افغان مشرانو او پهلوانانو نومونه راځي چی د فتح خان بړېڅ په نکل کی هغوی ته ورته نومونه نسته. داچی فتح خان به څوک وو موږ ته هیڅ ډول معلومات نسته، خودونه ویلای سو چی په دغه سیمه کی د ملک شمس الدین، چی په هغه وخت کی یې افغان مشران مغول بولي، جنگېدلی او د هغه سره د افغانانو مقاومت د فتح خان بړېڅی مشهوره فوکلوری افسانه ایجاد کړې ده .
دا چی ولي شمس الدین ته دهندوستان پاچا ویل سوی دی، تر ټولو لوی علت یې دا کېدلای سی چی پښتانه د چنگېزی مغولانو سره چندانی مخامخ سوي نه دي بلکه زیاتره یې دهندی مغولانویا کورگانیانو سره منظم مقاومتونه کړي او د هندی مغولانو په وخت کی یې د شېرشاه او خوشال خان او خان جهان لودي په څېر لوی لوی سپه سالاران د جنگ میدان ته ایستلي اوډغری یې ورسره وهلي دي. نوکله چی د مغول پاچا نوم راځي سمدستي د هندوستان نوم ورسره یادېږی.
ملک شمس الدین کرت په کال ٦٥٣ هجری قمری کی د تیری پر کلا باندی لښکرکښی وکړه . په دې کلا کی د افغانانو مشر ملک المار د ملک شمس الدین استازو ته ویلي وه چی که زما ټول خپلوان او قبایل د ملک شمس الدین خدمت قبول کړي اومالیات ورکړي ، زه چی المار یم چی تر څو ژوندی یم دا کار به ونه کړم. ځکه چی تر دې د مخه زما نیکونو او پلرونو د مغولو خدمت نه دی کړی اوکافر ته یې مالیه نه ده ورکړې . تر دې دمخه چی دمغولو هر څه لښکري دې سیمی ته راغلي دي ټول مات سوي دي او زړه ماتي گرځېدلي دي.(٧) حاشیه وگوری
موږ گورو چی یو خود تیری د سیمی افغانان ملک شمس الدین کرت ته مغول او حتی کافر وایی( ځکه چی هغه د کافرانو په خدمت کی دی)او د بلی خوا گورو چی د جنگ علت هغه مالیات دي چی ملک شمس الدین یې د المار څخه غواړی . اوکله چی د فتح خان بړېڅی نکل ته مراجعه کوو هلته هم وینو چی د بړیڅو او شمس الدین پاچا ترمنځ د جنگ اصلی علت دا دی چی کرمی گواریانو ته وایی چی شمس الدین پاچاته مالیات مه ورکوی او کله چی د پاچا عسکر د گواریانو کلا ته ورځی کرمی یې وژني او یا یې ژبي ورڅخه پرې کوي او بالاخره کرمی د شمس الدین پاچا خپله خزانه را گرځوی.
دا کاروان د شمس الدین په طلا بار دی
دغه ټول د بړېڅانو کوکی ښکار دی
شمس الدین پاچا بېله جنگه بله چاره نه وینی او دجنگ میدان ته ور وزی.
ډېره په زړه پوری خبره چی موږ یې دملک المار اوملک شمس الدین کرت د جنگ په برخه کی وینو هغه دا ده چی د شمس الدین کرت او ملک المار ترمنځ دغه جنگ ٥٩ ورځی دوام کوی (٨) او فتح خان بړېڅی د شمس الدین سره شپېته ورځی جنگونه کوی.
هندوستان می د مچیو گبینی دی
هر څو چی یې وهم نه تمامېږی د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی.
دلته بیا هم گورو چی د ملک المار او ملک شمس الدین کرت ترمنځ د جنگ موده یوه ورځ کم دوې میاشتی ده، او د فتح خان په نکل کی ، د مغولو او پښتنو یارانو ترمنځ جنگونه څه باندی شپېته ورځی دوام کوی. نو سړی ویلای سی چی دغه به ښایی د ملک المار جنگونه وي چی په فوکلوری افسانو کی یې نوم فتح خان سوی دی.
سیف هروي لیکی« ملک اسلام شمس الحق والدین د تیری کلا په جنگ ونیوله او امر یې وکړ چی المار پر منځ دوه ځایه کړي. د هغه خدمتگاران او د دربار نیژدې کسان یې پنځوس تنه په سترگو ړانده کړل، د پنځوسو تنو لاسونه او پښې یې ورڅخه پرې کړې، د پنځوسو تنو پزی او غوږونه یې ورڅخه پرې کړل او درې سوه تنه یې په لرگیو ووهل او باقی پاته کسان یې حسام الدین جاول ته وبخښل.(٩)
ددغو تاریخی شواهدو اوقراینوڅخه داسی نتیجه اخیستلای سو چی که دفتح خان بړېڅ په نکل کی پر شمس الدین پاچا باندی بحث کوو نوباید چی حتما دغه شمس الدین کرت وي. البته د دې معنی بیا هم دا نه ده چی شمس الدین کرت په دغه سیمه کی له فتح خان نومی پښتون سره جنگېدلی او دا فوکلوری افسانه یې منځته راوړې ده بلکه مطلب دا دی چی په فوکلوری افسانوکی نومونه، ځایونه، پېښي او ټول نکلونه تغیر کوي او کله کله حتی دوه درې نکلونه سره گډ سی او یو نکل منځته راوړی. په دې حساب نو پرنکل استناد کول او په هغه کی راغلي پېښی د تاریخی سند په حيث وړاندی کول چموږ د پېښو په تحلیل کی تېرباسی. نکل موږ ته په ټاکلو تاریخی او اجتماعی شرایطو کی د وضع عمومی څرنگه والی بیانوی او بس.
د فتح خان په نکل کی دکرمي رول:
د فتح خان بړېڅی په نکل کی دوهم مهم کرکټر کرم خان دی چی په نکل کی کرمی ورته ویل کېږی. ددې خبری اصلی علت ښایی دا وی چی کرمی دمینځی زوی دی. که څه هم چی د ده پلار هم اسلم خان وو او د فتح خان میرې زی ورورگڼل کېږی.اوکله چی مینځه د ډوډۍ خوړلو څخه مخکی د شپېتو یارانو دپاره د لاسونو مینځلو اوبه راوړی نولومړی د فتح خان، ورپسې، د کرم خان، بیا د پردل خان او ورپسې د نورو یارانو لاسونه مینځی او ددې څخه دا څرگندېږی چی کرم خان د فتح خان څخه وروسته دوهم مقام لری. خوموږ گورو چی کرم خان د نکل له لومړیو پېښوڅخه بیا تر پایه پوری د ټولو بدمرغوحوادثو او تراژیدیو اصلی مسوول دی او یا دا رول قصدا ورکول سوی دی.
دا کرم خان دی چی فتح خان اونور یاران دې ته هڅوی چی د هغو ځوانو ښځو پر سرونوباندی د اوبو ډک منگی په ډبرووولي او ور مات یې کړي او وروسته د هغوی داوبو ژي په غشیوور سوري کړي، چی له د باندی څخه کلي ته اوبه وړي. او هغوی مجبورېږی چی اسلم خان پاچا ته شکایت وکړی، او اسلم خان د خپل گران او یوازینی زوی سره خوابدی کړي. دا هم دکرمي شیطانت دی چی فتح خان له پلارڅخه مرور کېدلو ته تشویقوی او هغه دښاره دوتلو او نه ستنېدلو فیصله کوی. دا هم کرمی دی چی د عربستان پر لور کږه سوې لښته د هندوستان خواته کږوي او سهار پر فتح خان ناره کوی:
سر له سره پلنگه هسک کړه فتح خانه
یو خومی څانگه د هندوستنان پر لور کږه ده
دا هم کرمی دی چی دوه ځله په گوارایانو پسی د پاچا راغلي سپاهیان وژني او فتح خان دې ته مجبورېږی چی ښرا ورته وکړي :
کرمیه چی غم نه وي ته غم راوړې
که به زما په دعا کېږی کرمیه پر لم غوټه سپرو واوړې
کرمی لا په دې هم بسیا نه دی او پر دې برسېره د شمس الدین پاچا د خزانې مخه نیسی اوټوله د خزانې سره ملگري کسان وژني اوخزانه خپل کورته وړي. د کرمي دغه کارونه بالاخره شمس الدین پاچا جنگ ته مجبوروي او دجنگ په نتیجه کی ټول شپېته واړه بړېڅ یاران وژل کېږی:
زموږ مرگ په سپینوتورو
لویه خدایه اسلم خان بابا می ولي نا خبر دی
همدا اوس هم که په کندهار کی چی څوک خپلی کورنۍ یا ملگرو ته ستونزي پیدا کوي نو دوستان یې، یا مخامخ اویا په غیاب کی ،په ټوکو وایی :
کرمیه چی غم نه وي ته غم راوړې.
داسی ښکاری چی کرم خان په ټولو یارانوکی توریالی ځوان دی. ځکه چی یو ځل د شمس الدین پاچا له دربار څخه فتح خان اوورسره یاران، چی شمس الدین پاچا یې په ناځواني کی لاسونه تړلي دي، دتوری په زور خوشی کوی:
اوس به جوړ کړم دمغولو د سر څلي
چی تړلي یې فتح خان نازک لاسونه
کرم خان وروستنی سړی دی چی د فتح خان تر څنگ جنگېږی او د جنگ په ټول دوران کی د لښکرو له تورو اوغشیو څخه ژوندی پاته کېږی. په زړه پوري خبره دا ده چی فتح خان هغه ته هیڅ وخت د ورور خطاب نه کوی او حتی په هغه ورځ چی کرم خان خپل ځان د فتح خان د بلا سپر کوي اوپه وینو کی لت پت دی او پر مغولو ناره کوی:
که وخوری دا دسترگو کسی وخوری
که ما مړ کی دا زما بادار ژوندی دی
بیا هم پخپله کرم خان فتح خان ته بادار وایی اوفتح خان هم په دغه وخت کی دنوکرخطاب ورته کوي:
آفرین کې پر داهسی نوکر باندی
ځان یې واچاوه د خپل بادار د وړاندی
خو دا خبره د آسیایی مرییتوب د ټولو قوانینو مخالفه ده ځکه چی کرمی په هر لحاظ د فتح خان ورور دی او په هیڅ توگه یې نه دورورۍ له حقه محرومولای سی او نه دنوکر خطاب ورته کولای سی.
خوڅرنگه چی په ټول نکل کی هغه ته دکرمي خطاب کېږی او پخپله د کرمي نوم اولقب د اجتماعي موقف د ټیټ والي معنی لری نو سړی ویلای سی چی کرمی به ،د نکل په خلاف، د فتح خان میرې زی ورور نه بلکه د هغه د پلار په کاله کی زېږېدلی خانه زاد غلام وو، چی خپل ځانته جلا حقوق او اجتماعي حیثیت اومقام لری.
په آسیایی ټولنو، په تېره بیا مرکزی اسیا او هند، کی د غلام د اجتماعي موقف په باب مفصل اوهر اړخیز بحث موږ دلته له موضوع څخه لیری کوی خودونه به ووایو چی په آسیایی ټولنوکی معمولا درې ډوله غلامان وه چی یو یې په جنگ کی نیول سوي کسان وه چی یا به په سزا ورسېدل اویا به په مځکو او کسبونو اوکورنیو کی په کارونو گومارل کېدل.
دوهمه ډله زرخرید غلامان وه ، چی د غلامانو دخرڅلاو په بازارونوکی رانیول کېدل اود بادار په کور یا دربار کی به کارونه ور سپارل کېدل. د دغو غلامانو څخه د عسکری خدمت لپاره ځوانان استخدامېدل او کله چی به چا په جنگونو کی ښه مړانه وکړه نو هغه به د سپه سالاری درجې ته رسېدی، او دغه غلامان وه چی په هند کی یې د سلطنت د نظام په دوران کی کودتاوی کولې او ځینی یې، لکه قطب الدین ایبک، شمس الدین التمش او غیاث الدین بلین د هند لوی پاچاهان سول. د دې دواړو ډولو غلامانو سره نسبتا سخت سلوک کېدی او تر هغه وخته پوری چی د خپل بادار توجه به یې ور اړوله ډېر ټیټ اجتماعي حيثيت او مقام درلود.
دریمه ډله هغه غلامان وه چی میندو او پلرونو به یې د بادار په کلا او مځکوکی خدمتونه کړی اودوی به دبادار په کاله کی زېږېدلي وه . دې ډلی غلامانو ته یې خانه زاد ویل . خانه زاد غلامانو ډېر لوړ موقف درلود. د بادار له اولادونو سره به یې یوشان لباسونه اغوستل. دهغوی سره به یې پر یوه استاد سبقونه ویل اوکله کله خوبه بادار په خپل کاله کی او یا له کاله څخه دباندی واده هم ورته وکړ.
البته د پښتنو په تاریخ اوټولنه کی چندانی د غلامانو او دغلامۍ د کوم سسټم څرک نه لیده کېږی اوکه چېری د ښځو اونارینه وو د خرڅلاو موضوع راغلې وي نو هغه هم یوازي په یوه ټاکلې پېښه پوري تړلې وي.
خوشال خټک، چی خپله دستار نامه یې تر ډېره ځایه پوری دخواجه نظام الملک طوسي د سیاست نامې او د کیکاووس بن وشمگیر د قابوس نامې پر سبک لیکلې ده، د هغودواړو متونو په خلاف، د غلام اوله غلام سره د سلوک کولو په برخه کی موږ ته هیڅ نه وایی.
د خوشال خان ، چی د پښتنو د اجتماعی ژوند هری برخي ته یې اشاره کړې ده، په دې باره کی چوپ پاته کېدل پخپله د دې معنی ورکوی چی غلام د پښتنو په ټولنه او ټولنیز ژوندکی چنداني مطرح نه دی.
دغه راز په افغانستان کی د پښتنو په تاریخ کی هم چندانی د غلام له نوم سره نه مخامخ کېږو اویوازي د امیر عبدالرحمن خان ١٩٠١- ١٨٨٠ او حبیب الله خان ١٩١٩-١٩٠١ په زمانو کی د غلامانو بازار وینو. البته د غلامانو بازار د امیر حبیب الله خان په زمانه کی هم چندانی په زور کی نه وو او دا بدمرغه پدیده یوازي د هزاره گانو په مقابل کی د امیر عبدالرحمن خان د قهر محصول وه. میرغلام محمد غبار د هزاره غلامانو د خرڅلاواو رانیولو یادونه کوی. ( ١٠)
په کندهار کی د انگرېزانو خبر لیکونکی هم دې خبری ته اشاره کوی او وایی چی د میانشین له هزاره گانوڅخه څلوېښت ښځی او ماشومان او بزې او پسونه ونیول سول اوښځی اوماشومان یو یو خرڅېږی.(١١)
په دې حساب نو زه دخپل دې بحث څخه دا نتیجه اخلم چی کرمی د فتح خان بړېڅي د ټولی افسانې په څېر یوخیالی قهرمان دی چی کله د فتح خان میرېزی ورور او کله غلام بلل سوی دی. او یا لکه څرنگه چی موږ مخکی وویل دا نکل باید پخوانیو زمانو ته منسوب وي چی هلته د پښتنو کوچني اداری واحدونه د بېگانه گاونډیو امپراطوریو تر لاس لاندي وه. دغو کوچنیو اجتماعی او اداری واحدونو د غلام او غلامۍ مفهومونه د گاونډیو کلتورونو څخه اخیستل او په خپلو فوکلوري افسانو کی یې کارول، او د غلام او غلامی په شان مفهو مونه یې د پښتنو کلتور او فوکلور ته ننه ایستل.
هندوستان:
د فتڅ خان بړېڅ نکل په بست کی پیل کېږی او په هندوستان کی پای ته رسېږی. خوپه زړه پوری خبره دا ده چی په نکل کی هندوستان ته یاغی ملک ویل سوی دی. کله چی د بړېڅو د سپین ږیرو جرگه د فتح خان او د هغه د پلار اسلم خان په پخلا کولو کی ناکامه کېږی اوپه پای کی فتح خان ته وایی چی که حتما ځې او له ښاره کوچ کوې نو بیا هندوستان ته ولاړ سی. د فتح خان مور چی د بړېڅو دجرگې د دې توصیې څخه خبرېږی نو پرجرگه باندی ناره کوي:
که اور گډ کې د بړېڅو په سپین ږیرو
مرور یې پخلا نه کی لا د لاسه ورښیی یاغی ملکونه
او یا کله چی هغه لښته چی فتح خان د فال په توگه د شپې درولې اووایی چی سهار هر لوری ته کږه سوه پرهغه لور به کوچ کوو او سهار چی لښته کرم خان په لوی لاس د هندوستان پر لور ږه کړې ده پر فتح خان باندی ناره کوی:
سر د سره پلنگه هسک که فتح خانه
یاغی سوی هندوستان رعیت ملکونه
د د ې خبری مفهوم به دا وی چی د فتح خان بړېڅي نکل په څو زمانو پوري اړه لری اوکله چی د هندوستان سره دیاغی کلمه یادېږی نو مطلب یې هغه هندوستان دی چی یو وخت د پښتنو پاچاهانو اویا لږترلږه د افغانستان څخه د ورغلو غزنوي اوغوري فاتحینو ترلاس لاندی وو، او اوس،یعنی د فتح خان د نکل د منځته راتللو یا د نکل په قول په بست کی د بړېڅو د پاچاهی په زمانه کی، له لاسه وتلی دی.
خو سیف هروی هغه سیمه ،چی باید فتح خان د شمس الدین سره پکښی جنگېدلی وي، افغانستان بولي اوکندهار یا تکین اباد د افغانستان څخه د باندی سیمه بولي.( ١٢)
په دې توگه موږ گورو چی په فوکلوري نکلونوکی نه یوازي نومونه بدل سوي اوحتی نکلونوته داسی نوی نومونه ور اچول سوي وی چی حتی په اصلی نکل کی ښایی بېخی وجود ونه لری بلکه نکلونه له یوې سیمی څخه بېخی بلی سیمی ته کوچول سوي او حتی د سیمو نومونه بدل سوي او پر ځای باندی یې بېخی نوری سیمی ور اچول سوي وي.
دغه سیمه، چی سیف هروی یې افغانستان بولي، پخپله پښتنو ښایی هیڅ وخت په دغه نوم نه وی پېژندلې او ښایی هر وخت یې هندوستان ورته ویلی وي.
همدغه سیمه ده چی داتمی هجری پېړۍ مورخ ضیاءالدین برني یې په تاریخ فیروز شاهی کی افغانستان بولي، البته هغه په مشخصه توگه نه وایی چی د ده مطلب د افغانستان څخه کوم ځای دی.(١٣)
په ظفرنامه کی، چی د تاریخ فیروزشاهی څخه تقریبا دېرش کاله وروسته لیکل سوی کتاب دی، همدغه سیمه د افغانانو وطن بولي، البته د تکین اباد پر ځای کندهار یادوی. (١۴)
په توزوکات تېموری کی، چی گوډ تیمور ته منسوب کتاب دی، او مورخین اومحققین د شک په سترگه ورته گوری، هم دغه سیمه د افغانانو د اوسېدلو وطن معرفی سویدی(١٥)
پخپله د فتح خان بړېڅ د نکل په جریان کی یا له بست څخه ترهندوستان پوری د فتح خان او د هغه د یارانو د سفر په شپو کی د کندهار نوم نه اخیستل کېږی، خو کله چی په هندوستان کی د فتح خان او شمس الدین پاچا تر منځ جنگونه داسی حد ته رسېږی چی نور نو فتح خان د مغولو له ماتولو اویا لږترلږه د ځان د ژغورلو څخه مایوس کېږی نو وایی:
که پاخه سوه کندهار انار پاخه سوه
اسلم خان باب دې خوری پر موږ ترخه سوه
گواکي په دغه وخت کی کندهار هم د اسلم خان تر لاس لاندي دي او د نعمتونو او مېوو څخه یې گټه اخلی، او یا د کندهار اوبست ترمنځ دونه منظم تگ راتگ موجود دی چی د کندهار انار په بست کی خرڅېږی.
د نکل نارې:
د فتح خان بړېڅ د نکل نارې تر ډېره ځایه بې نظمه دي. البته د دې بې نظمی یوعلت خو دا کېدلای سی چی نکل ډېر زیات خوله پرخوله سوی او له ډېرو کسانو څخه اورېدل سوی اوپه دې لړ کی دداسی نکل چیانو خولو ته ورغلی دی چی چندانی یې د نکل د صحيح انتقالولو صلاحیت او لیاقت نه درلود. ځکه نو نارې بې نظمه سوي دي. د بلی خوا چی ورته گورو د فتح خان د نکل نارې یا زیاتره اوله اودوهمه مصرع دواړي دوولس یا یوولس سېلابه وي اویا یې لومړۍ مصرع دوولس اودوهمه شل یا نولس سېلابه وي.
کله چی د فتح خان مور له ټولو خواوڅخه مایوسه کېږی او داسی څوک نه وینی چی فتح خان د خپل خطرناک او احساساتی تصمیم د عملی کولو څخه راوگرځوی نو پر رابیا باندی ناره کوی:
که بلبلي رابیا ژړی بلبلي
فتح خان ځی د هند ولورته په جلو یې لگوه دواړی منگولي
او کله چی فتح خان د پردل خان مورته وایی چی که پردل ناوکۍ ده نو زه به یې پرېږدم او دهندوستان په سفر به یې نه بیا یم نو پردل خان له غیرت څخه ناره کوی:
که اوتر کړم نن دا ستا نارې اوتر کړم
د دې لوری به پاته نه سم مگر خدای پر مصری توري برابر کړم
په نکل کی د ډېرو نارو لومړۍ اودوهمه مصرع دواړی دوولس سېلابه دي خوپه زیاترو نارو کی د قافیې مراعات نه کېږی. مثلا کله چی شمس الدین پاچا د فتح خان سره ناځواني کوی او په چم کی یې بندی کوي نو پر خپلو عسکرو باندی ناره کوي:
لاس یې وتړی ځوانانو نوکرانو
فتح خان د پاچاهانو گناه کار دی
او کله چی هغوی د فتح خان او دهغه د ورسره یارانو لاسونه تړي اویو گړی وروسته کرم خان ، چی قصدا تر شا پاته سوی دی، ور پسی را رسېږی نو ناره کوي:
اوس به جوړ کړم دمغولو د سر څلي
چی تړلي یې فتڅ خان نازک لاسونه
او یا یوه بله ناره چی وایی.
چی پر ډال پتری وهي نیامت یې جنگ دی
را پسې د زرغونو طوطیانوسېل دی
د فتح خان نکل دومره خوږ اوله سوزه ډک دی چی نه یې د اورېدونکو د نارو نیمگړتیاو ته فکر کېږی اونه دنکل منطقی نیمگړتیاو ته متوجه کېږی.
د مثال په ډول د نکل په سر کی موږ گورو چی فتح خان د خپلو نورو یارانو سره د ښار څخه دباندی وزي اوهلته نجونو ته ازار ورکوی او پر سر باندی یې منگوټی په ډبرو ولي. او بیا وروسته دهغوی د اوبو ژي په غشیو سوري کوی ، او په دغه برخه کی د نجونو دوه ځله شکایت د فتح خان څخه دخپل پلار اسلم خان دخوابدی سبب کېږی. په داسی حال کی چی کله د چا دونه ببر ببر برېتونه وی چی دسرو زرو شپېلۍ په اغوندي نو هغه بیا د نجونو پر سر داوبو منگي په ډبرونه ولي ځکه چی دا د ډېرو وړوماشومانو کار دی. اویا مثلا په یوه کوچنۍ خبره اود پلار په عادي مرور تیا،هغه هم په داسی حال کی چی پلار سړي ته پخپله زارۍ کوي او بخښنه ورڅخه غواړي:
په یوه لاس کی می جام په بل کلام دی
اسلم خان خومی پر تېرویل پښېمان دی
څوک بشپړه پاچاهي او ملک نه پرېږدی. او یا مثلا شپېته بړېڅ ، هغه هم په یوه بېگانه وطن کی ، د بشپړی پاچهی په جنگ نه ور وزي اوکه ور ووزی نو بیا شپېته ورځی مقاومت نه سی کولای.
تر ټولو شیرینه لا دا ده چی ملنگ د اسلم خان مینځي ته شپېته دانې مڼې ور دم کړي او د اسلم خان مېرمن یوه پخپله وخوري او نوري د خانانو او مشرانو پر مېرمنو ووېشي اوټولی په یوه شپه حاملې سي، او د پردل خان مور چی مخکی لا حامله وه د مڼې له خوړلو سره بیا حامله کېږی او یوه لور او یو زوی زېږوی. دا لا هم نه ده معلومه چی د پردل خان مور د مڼې د خوړلو څخه څونه مخکی حامله وه چی پردل خان او رابیا یې دواړه په یوه شپه وزېږول. خو نکل دونه خوږ روان دی چی اورېدونکي دې نا ممکنی خبري ته هیڅ نه متوجه کېږی چی یوه ښځه حامله وي دوهم ځل څرنگه حامله کېدلای سی.
د نکل په پای کی رابیا، د ملی هینداري د نکلونو د اکثرو ښځو، شیرینو، بیبو، گل بشرې، نازو او درخانۍ په خلاف ، چی دمین پر قبر ساه ورکوی، په فتح خان پسی نه مري، بلکه د یوې غښتلي پښتنې مېرمني په حيث خپل ټول مړي قبر ته سپاري اودمغول شمس الدین څخه مځکی اخلی او بېله دې چی بیرته وطن ته د ستنېدلو خیال ولری هلته پاتېږی.
کله چی نکل ښه سره وشنو نوموږته څرگندېږی چی د فتح خان نکل د پښتنو د رنگینو تراژیکو حماسو یوه فوکلوری افسانه ده چی د ځینو ترخو تاریخی حقایقو ښکارندویه او پر هندوستان باندی د دوی د حکومت کولو ارمان او ارزو له ورایه پکښی څرگندېږی. ځکه نکل موږ ته وایی چی شپېته بړېڅ د بشپړ لښکر سره څه باندی دوې میاشتی جنگېږی نوکه پښتانه په لښکر ور ووزی په دې کی شک نسته چی بری حتما د پښتنو دی.
١- ملی هینداره د اجتماعی څېړنوله نظره ص ٣٨-٣٩
٢ – طبقات ناصری جلد اول ص ٢٧٧
٣-هغه کتاب ص ٢٧٧
۴- ملی هینداره د اجتماعی څېړنو له نظره
٥- راورټي طبقات ناصری انگلیسی ص ١٨٩
٦- طبقات ناصری جلد اول ص ١٠٧
٧- تاریخنامه هرات ص ٢٠٥
٨- هغه کتاب ص ٢٠٧
٩- هغه کتاب هغه مخ
١٠-افغانستان درمسیر تاریخ ص ٦٧٠
١١- نیوز لیټرز دوهم جلد ص ١٢٧
١٢-تاریخ نامه هرات ص ٢٠٧
١٣- ایلیټ ، د ضیاءالدین برني د تاریخ فیروزشاهي انگلیسی خلاصه ترجمې کی لولو چی په داسی حال کی چی سلطان فیروز شاه تغلق کوښښ کاوه چی کښت او کرونده عادی حالت ته را وگرځوی ، خبر ورته ورسېدی چی شاهو افغان په ملتان کی یاغی سوی او نایب الحکومه بهزاد یې وژلی دی. ملک نوا له ملتان څخه ډهلی ته تښتېدلی دی. شاهو پر ځان باندی افغانان را ټول کړي او د ملتان د ښار کنټرول یې اخیستی دی. سلطان خپلی قواوی تنظیم کړې او د ملتان پرلور رهی سو… د متلن څخه صرف یو څو منزله لیری وو چی شاهو تسلیم سو او دخپلوگناهونو د بخښل کېدلو خواست یې وکړ. دی له خپلو افغانانو سره افغانستنان ته وتښتېدی او سلکان د سانام خواته رهي سو. ایلیټ ډاسن دریم جلد ص ص ٢۴۴ -٢۴٥
البته ضیاءالدین برني موږ ته نه وایی چی شاهو افغان چېرې وتښتېدی او د ده مطلب له افغانستان څخه کومی سیمی دي. ځکه چی په تاریخ نامه هرات کی د کندهار او ملتان ترمنځ سیمی د افغانستان په نوم یادېږی او دا هغه سیمی دي چی د فتح خان بړېڅ په نکل کی یې هندوستان اود شمس الدین پاچا ټاټوبی بولي.
١۴- نه ماتېدونکي او د نړۍ فاتح تېمور شهزاده پیر محمد جهانگیر ته دکندوز ، بغلان، کابل، غزني او کندهار ولایتونه د خپلوټولو ملحقاتو سره د هند تر سرحد پوري ورکړي وه. شهزاده پر دغه سیمه باندی په عدالت حکومت کاوه او د امپراطور له امر سره سم یې د خپلو ولایتونو څخه لښکزي جمع کړې، څو نور هیوادونه هم ونیسی. ده د کوه سلیمان افغانان لوټ کړل او داندوس تر سیند تېر سو او د اوچ سیمه یې په زور لاندي کړه. له هغه ځایه څخه یې پر ملتان باندی حمله وکړه او هغه یې محاصره کړ. ملتان په هغه وخت کی د ملو خان د مشر ورور سارنگ خان تر ادارې لاندي وو. هغه کتاب ص ص ۴٨٠-۴٧٩
دلته موږ گورو چی افغانان د کوه سلیمان په سیمه کی، چی اوس یې هم ټاټوبی دی، اوسېږی او تقریبا دغه سیمه او شاوخوا علاقې دی چی په تاریخ فیروز شاهي کی ښایی دافغانستان په نوم بلل سوي وي او د تاریخنامه هرات متن هم موږ ته دغه سیمی د افغانستان په نوم معرفی کوی خو د فتح خان په نکل کی دغه علاقې دی چی هندوستان ورته ویل کېږی.
١٥- او د اوغانیانو څخه می د هندوستان د لاري د پاکولو په برخه کی داسی سلا وکړه چی کله ماته عرض وړاندی سو چی ځینی اوغانیان د هندوستان په لار کی ستونزي پېښوي او لاري وهي ، خصوصا موسی اوغان، چی د کرکس د قبیلې ملک دی، او پر لشکر شاه او غان یې ، چی زما له نوکرانو څخه وو، او پیر محمد د ایراب د قلا ساتنه ورسپارلې وه، حمله کړې اووژلی دی او هغه ټوله شته مني یې لوټ کړې وه. په دغه وخت کی د لشکر شاه ورور ملک محمد ماته په فریاد راغی او د خپل ورور د وژل کېدلو او د موسی د ظلم او تېري په باب یې کیسه راته وکړه… موسی پخپله سزا ورسېدی او د هندوستان لاره خلاصه سوه. توزوکات تېموري ص ص ١٣٦-١٣۴
موږ گورو چی افغانان تر ملتان پوری پراته دي او هندوستان ته د تېرېدلو لاره یې بنده کړې ده. په دې حساب نو باید هندوستان د ملتان څخه د ختیځ لوری ته پروت وي. خو د فتح خان بړېڅ په نکل کی موږ وینو چی د بړېڅو یاران د کندهار څخه فقط د وو دریو شپو په مزل هندوستان ته رسېږی او هلته د گواریانو په قلاو کی په زور اړوی. دا هغه سیمه ده چی په تاریخ فیروزشاهي او تاریخنامه هرات کی افغانستان او د فتح خان په نکل کی هندوستان بلل سوی دی.
ماخذونه
١- عطایی، محمد ابراهیم. ملی هنداره د اجتماعی څېړنوله نظره.
٢- هروي، سیف بن محمد. تاریخنامه هرات. چاپ دوم سال ١٣٥٢
٣- تزوکات تیموري. تهران سال ١٣۴٢
۴- منهاج سراج قاضی . طبقات ناصری . مقدمه و تحشی عبدالحی حبیبی. چاپ کابل
٥-Eliot. The History of India 3rd Vol
٦- Kandahar News Letters. Second Edition 1990
٧ Raverty, H G.Tabakati Nasiri-