کور / تازه خبرونه / چارواكي: وسلوالو طالبانو د ۲ كسانو سرونه پرې كړي

چارواكي: وسلوالو طالبانو د ۲ كسانو سرونه پرې كړي

چارواكي وايي وسلوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ د فراه ولايت په خاك سفېد ولسوالۍ كي ددو كسانو سرونه پرې كړي

د فراه ولايت د امنې قومندان فقير محمد عسكر ويلي چي وسلوالو طالبانو تېره ورځ په ياده شوې ولسوالۍ كي پنځه تنه د دولتي كاركونكو په تور نيولي وه چي دري تنه يي نن سهار تري خوشي كړي او د دوو نورو سرونه يې پرې كړي

د طالبانو يوه محلي قومندان چې د خپل نوم له ښوولو يي ډډه كړې د پيښي مسوليت په غاړه اخيستى.