چارواكي وايي طالبانو تېره شپه د كندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كي د پوليسو پر يوه پوسته حمله كړې او يوشمېر پوليس يې وژلي دي
يوه امنيتي چارواكي چې د خپل نوم له ښوولو يې ډډه كړي ازادۍ راډيو ته ويلي چي په دغه بريد كي ۸ پوليس وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي، خو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چي دقيقه شمېره يې نه ده څرګنده.
په كندهار كي د زون د پوليسو مشر غلام علي وحدت ازادي راډيو ته پيښه تاييد كړې خو د مرګ ژوبلي په اړه يې څه نه نه دي ويلي دى وايي د پيښي په اړه پلټني رواني دي
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پيښي مسوليت په غاړه اخيستى او وايي چي په دې بريد كي يې ۱۲ پوليس وژلي دي چې دولتي چارواكي يي نه مني