کور / تازه خبرونه / د عبدالخالق فراهي په اړه اندېښنې

د عبدالخالق فراهي په اړه اندېښنې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي چي، د افغانستان لوړ رتبه ډپلوماټ عبدالخالق فراهي چي نژدې يو كال او دوې مياشتي د مخه په پېښور كي اختطاف شوى و، تر اوسه هم خوشي شوى نه دى خو روغتيايي وضعه يې په بشپړه توګه ښه ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالكبير فراهي دغه څرګندوني نن د افغانستان په ولسي جرګه كي وكړې.

ده زياته كړه چي ددغه اختطاف شوي افغان ډپلوماټ چي ټاكل شوې وه، په پاكستان كي د افغانستان د سفير په توګه معرفي شي د راخوشي كېدو هڅي اوس هم رواني دي

د افغانستان د ملي شورا غړو هم د عبدالخالق فراهي د نه خوشي كېدو په اړه انديښنه وښوده

ټاكل شوې ده چي په راتلونكو اونيو كي په دې موضوع باندي يو ځل بيا كار پيل شي