کور / تازه خبرونه / په كاپيسا كي راكټونو مرګ ژوبله اړولې

په كاپيسا كي راكټونو مرګ ژوبله اړولې

د كاپيسا ولايت د تګاب ولسوالي په بازار كي نن د ددو توغنديو د لګېدو له امله يو شمېر خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د كاپيسا ولايت د امنيت امر ډګروال وهاب كوهستاني ويلي چي د پيښي په ځاي كي د شپږو كسانو مړي ليدل شوي او ټپيان د ناټو ځواكونو په مرسته روغتون ته انتقال شوي دي

عيني شاهدانو ويلي دغه راكټونه چي نن ماسپښين د تګاب په بازار ولګېدل ۱۱ تنه مړه او ۳۰ نور ټپي كړي

تر اوسه پوري ددغي پيښي مسوليت چا په غاړه نه دى اخيستى.