کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / حامد كرزې په افغانستان كې د واك د بدلون مخالف دى

حامد كرزې په افغانستان كې د واك د بدلون مخالف دى

اندرې سېرېنكا – افغانستان. رو


دا دې اوس د افغانستان سېاسي بحران په ډاډ منه توګه د تبليغې مرحلې نه دولتي بحران ته اوړي ، سره له دې چې انتخابات پاې ته رسېدلي بېا هم د افغانستان په پلازمينه كابل كې سېاسي فشار دا چې په كمېدو نه دې بلكې زور اخلي او نوې ستونزې راايجادوي ،په كابل كې د نوې كابينې د ټاكلو په وړاندې د اداري اصلاحاتو په نوم په سېاسي قدرت كې بنسټيزبدلونونه ېوه دسيسه روانه ده .

په همدې خاطر نن ورځ د بهرنېو هېوادونو دېپلوماتانو كابل ته د پخوا نه زېاته مخه كړې ده او كوښښ كوي چې په حامد كرزې زور راوړي چې د بهرنېانو په خوښه نوې دولتي اداره جوړه كړي ، د دې نوې دولتي ادارې په جوړښت كې د ډاكتر عبدالله او د هغه د ګروپ كورنېو او بهرنېو ملګرو هلې ځلې هم كمې نه دي ، د معاصرافغانستان د څېړنې مركز د معلوماتو له مخی په ارګ كې ولسمشر حامد كرزې هم خوب نه لرې ( دوه- درې ساعته په شپه او ورځ ) كې ويده كېږي او نور ټول وخت د نوي دولتي ادارې د جوړېدو په خاطرپه دوامداره لیدنو-کتنو، مشورو او په چنو وهلو تېروی.

نن ددولت په سياسي بحران كې اساسي اختلافات په دې كې دی چې ولسمشر ښاغلی حامد كرزی زېار باسي چې د ځان اود خپلی ډلی په نفعه دافغانستان په سېاسي سيستم كې اوسنې حاكمېت خوندي وساتي او د هغه مقابل لورې ( امريكا ، فرانسه او انګلستان ) بيا جوت او ټاكلې هوډ لرې چې د كرزی اود هغه د ډلی صلاحیتونه په اعظمي صورت راټيټ او كنترول كړي او د افغانستان په اوسني سېاسي سيستم كې بنسټيز بدلون راولي ، دا كار په هغه وخت كې كېداې شي چې په راتلونكې نوې دولتي اداره كې بدلون راشي ېعنې د افغانستان د پوه قشرنه ېوه باصلاحیته كمېټه جوړه ،چی داکمیټه وكولاې شي د جمهور ریس په سېاسي کړی زور راوړی او له پښویی وغورځوي (چې تر اوسه داسې كمټه نه شته)

هغه معلومات چې د رسېنو او نورو سرچینو څخه د معاصر افغانستان د څېړنو مركز ته په لاس ورغلي ددې شاهدی ورکوی چې بهرني څارونكې د افغانستان د سېاسي جرېاناتو ( د ټولو ړومبې امريكا ا و انګلستان ) د اداري فساد د منځه وړلو د شعار تر نامه لاندې غواړي د افغانستان په نوې دولتي اداراه كې د كرزي په پلوېانو كې د سره غور وكړي ، د اداري فساد تر شعار لاندې قربانيان څرنګه چې بهرنيو هېوادونو پلان كړې ده، د ( مجاهېديونو) د ګروپونو مشران دي چې د طالبانو سره دشمني او نه پخلا كېد ونكې دريځ لري.

د امريكا او متحدينود كادري سياست موخه دا ده چې د حامد كرزی هغه ګروپ چې په ټولټاكنو كې پې راټول شوې وو تيت و پرك كړي او كرزې په سېاسي ډګر كې لوڅ پرېږدي .

كله چې نوې دولتي اداره د كرزي د پلوېانو نه چڼوي ورسره به په څنګ كې ېو ځاې په تشكیلاتې ساختار كې پوه قشر چې (دكرزی سره په سېاست كې همنظره نه وې) را مخې ته كوي ، ددې سره ېوځاې په خوا كې ( د سېاسي قدرت ېو مركز ) به جوړوي او په کلاره کلاره به د ټول افغانستان سېاسي اداره ور سپاري .

دد ې نقشې بل اړخ د ولاېتونو والېانو ته د قدرت انتقالول د ې چې په دې اړه بهرنيان غواړي چې د ولاېتونو د والېانو سره د مرستو نوې شكل رامنځ ته كړي ، او دا مرستې او كومكونه به د كابل د حكومت په كنترول كې نه وي

داسې معلومېږي چې حامد كرزې د افغانسان په سېاسي جوړښت كې دومره ستر تغېرات چې دده شخصي قدرت ته په كې خطر دې رضاېت نه لري.

او هم حامد كرزي نه غواړي چې د مجاهېدونو د مشرانو سره خداې پاماني وكړي اولاس ترې واخلي ، كه ېې غوښتلاې چې د مجاهېدينو نه اوږې سپكې كړي كولاې شول چې د انتخاباتو د مخه ېې دا كار كړاې واې او ور سره سېاسي ېووالې نه وې كړې ( څرنګه چې اوس هم حامد كرزې ښه چانس لري چې مارشال فهيم او دوستم ته قناعت وركړي او د انتخاباتود مخه هغه تعهدات چې ورسره كړي دي و نه مني او ورته ووائې چې د غربي هېوادونو فشاردې نه شم كولاې چې ستاسې ټولې وعدې تر سره كړم.

دا هم معلومه نه ده چې د كرزي راتلونكي سېاسي همكاران به څوك وي؟ د كرزي نوې ټېم د مجاهېدينو په نسبت چې ورسره مشتركه ژبه نه لري د سر خوګي سبب نه شي ؟ او داسې نورى پوښتنې چې تر اوسه ګونګې دي فكر نه كېږي چې كرزې صاحب به ورته مثبت ځواب ووايی او په خپله اداره كې به د بهرنيانو پراخې لاس وهنې ته اجازه وركړي او هم دې ته نه دې تېارچې د كنترول كمېسون( د نظار ت شورا) چې بهرنيان پری حاكم وي ورسره موافقه وكړي.

وېلاې شو چې د شمالي اتلانتيك هېوادونو وړانديزونه چې د كرزي د حكومت په مدرنيزه كولو كې وړاندې كړې ترننه پورې جوړښت پری نه دې شوې د امريكا متحده اېالاتو تراوسه داسې الترناتيف او مثبته ستراتېژي چې روښانه راتلونكې ولري هم نه ده وړاندې كړې يواځې د اداري فساد)) په وړاندې مبارزه آو( هغه كدري سياست چې الترناتېف نه لري ) ورباندی ټینګار كوی.
ناڅاپه د افغانستان د سېاستي بحران په هوارولو كې د فرانسې د حكومت استازو رادنګل اود ډاكتر عبدلله په طرف یی د لابيست لاره غوره كړه، څرنګه چې د افغانستان څخه سرچینی خبروركوي چې په اوس وخت كې د فرانسې استازی په افغانستان کی د ېو نوی باصلاحیته وزارت چوكۍ چې د پنځو موهمو وزارتونو كنترول به په لاس كې و لری د كرزی په نوې كابينه كې غوښتونكې دې ، د دی وزارت پوست چې د صدراعظم صلاحیتونه به ولري( سره له دې چې د افغانستان په اساسي قانون كې دداسې پوست كومه ېادونه نه شته )، وېل كېږي چې دا چوكۍ په ټولټاکنو کی د كرزي سيال ډاكتر عبدالله ته په نظر كې نيول شوې ده.

.داسې ورته نظراو ستراتيژې د افغانستان په ننني سياسي بحران كې انګلستان هم لري ،خو د انګلستان لومړی وزیر ګوردن براون بيا د امريكا د دريځ د ېو اړخ نه چې د كرزي په كدرې سېاست كې وړ تغيرات راشي هم ملاتړ كوي،د كابل ناظرين وايی چې د انګلستان دولتي اداره د ټولو مجاهدونو د لرې كولو پلوي ده چې په راتلونكې حكومت كې باېد ځاې و نه لرې .

د افغانستان د تحليلګرانو په نظرد لندن نوې لوبه چې موخه ېې د افغانستان په اداره كې مېانه رو طالبانو ته په واك كې ګډون وركول دي پېل كړې ده.
په كابل كې د ېو ناظر د وېنا نه داسې معلوميږي چې د طالبانو سره د خبرو مفكوره مخكې له مخكې كرزی په غوږ وهل دي چې په راتلونكې حكومت كې مجاهېدونو ته ځاې ور نه كړي، دا كار په دې خاطركوي چې شعوري مجاهدين او طالبان په ېو هال كې مېز ته سره نه كېني ..
په كابل كې د معاصر افغانستان د څېړنې مركز واېی كله چې د انګلستان صدراعظم ګوردن براون د كرزي په حكومت نيوكې وكړې ( هغه ووېل افغانستا ن په فساد كې د نړې تر ټولو مخكښ هېواد دې ) داسې وېل كېږي چې د انګلستان د حكومت دېپلوماتانو كرزي ته د كدري سېاست په اړه ځينې اسناد وركړي چې په كې د پنځو مادو وړانديزونه شوې دې ، په دې اسناد و كې د افغانستان د حكومت په اداري سكتور كې قدم په قدم د مېانه رو طالبانو انتی ګریشن ( ګډون )ور په ګوته شوې دې .

په لاس راغلو اطلاعاتو نه داسې معلومېږي چې په دې نقشه كې حامد كرزي ته توصېه شوې چې د پلان سره سم په نوې اداره كې مېانه رو طالبانو ته د ونډې وركولو په خاطر لمړى د منځني سطحې طالبانو سره خبرې پېل كړي ، په دې هكله د انګستان استازي وړانيز لري چې انتی ګریشن (ګډون) باېد د هغه طالبانو نه چې په ولاېاتو كې دي پېل شي .

جالبه خو داده چې د فرانسې د نقشې په نسبت د امريكا په ستراتېژي كې نه د ډاكتر عبدالله د پاره او نه د مېانه رو طالبانوله پاره د افغانستان د نوي حكومت په سياسي جوړښت كې ځاې نه شته او همداسې هم د لندن په نقشه كې د مېانه رو طالبانو د مشرانو د پاره د كرزي په حكومت كې ځاې نه شته.,

اوس ددې اټكل مشكل د ې چې ووېل شي چې د كابل په دولتي سېاسي بحران كې د عبدالله په سر د فرانسې او لندن نقشه چې ېو د بله سره سمون نه خوري پلې كېداې شي او كه نه ؟ خو ېو څه چې امكانات لري شاېد دوې نتيجې ته سره پری ورسېږي هغه د فرانسې وړاندېزونه دي چې ېو تكتيكي مانورلري او د لندن وړاندېزونه ېوه ستراتېژي ده ، د كابل څخه د اطلاعاتو په تكېه همدا اوس فرانسويانو او انګرېزانو د كرزي څخه غوښتي دي چې كدري سېاست پلې كول پېل كړي او د فوق العاده (خاص) وزارت چوكې په خپلو تشكیلاتو كې ځاې كړي او د مېانه رو طالبانو سره سمدلاسه كله چې د لوړې كولو مراسم چې د نوامبر په ۱۹ نیټه یی تر سره كوي عملي ګام پورته كړي.
د افغانستان د شطرنج په تخته عمده لوبغاړې ( امريكا) تر اوسه د افغانستان د دولت د سېاسي بحران په وړاندې خپل دریځ نه دې روښانه كړې ، په دې حساب وېلاې شو چې په افغانستان كې د لندن او فرانسې د نقشې پلې كول د امريكا د راتلونكې ستراتېژې پورې اړه لري چې څومره د امريكا د پلان سره سمون خوري

.او هغه څه چې امريكا او فرانسه د افغانستان د دولتي ادارې جوړښت په هكله لري د افغانستان د باندنېو چارو د وزارت په وېنا كرزې نه غواړې چې په سياسي ډګر كې انسياتېف(ابتکار) له لاسه وركړي .

حامد كرزی هم د خپل ځان په ګټه د بارك اوباما او ګورډن براون په شان د اداري فساد په وړاندې د( طالبانوورونو) نه وغوښتل چې زمونږ د ګډ كور افغانستان په ابادولو كې برخه واخلي.

حامد كرزی د اداري فساد اساسي علت هغه اقتصادي كومكونه چې د بهرنیو هېوادنو له خوا د افغانستان له پاره د انجوګانو له لارې وركول كېږي په ګوته كړې دى چې پاكوالي(شفافیت) ته ضرورت لري او بېا ېې ووېل چې په هېڅ وجه به د افغانستان په كورنېو چارو كې د بهرنېو هېوادونولاس وهنې ته اجازه ور نه كړي .

دا ددې معنی وركوي چې كرزې او ډله ېې كوښښ كوي، چې د افغانستان په سېاسي بحرا ن كې خپله نقشه پلې ، نوې كابينه جوړه ، او ځانځاني واكمني غښتلې كړي ، څرنګه چې معلومه ده دې موخوته د رسېد ولو له پاره د كابل دولتي اداره نه يواځې په هېواد كې د خپل انسياتيف څخه كار اخلي ، بلكې د شمالي اتلانتيك د هېوادونو په منځ كې دګډی ستراتیژی دنه لرلو اوخپل مینځی اختلافاتو نه ګټه هم پورته کوی.