د پکتيکا امنتي چارواکې وايي چې تيره شپه يي د سروبي ولسوالي د رباط په سيمه کې په يوه قلعه چې وسلوال طالبان پکې ميشته وه عمليات کړي .
د پکتيکا د والي وياند حميدالله ژواک شمشاد تلويزون ته وه ويل دغه عمليات چې د بهرنيو ځواکونو سره په ګډه تر سره شوي چې د طالبانو د يو قومندان په ګډون اته تنه وسلوال طالبان پکې وژل شوي . چې د ګاونډي هيواد پاکستان اوسيدونکې وه ژواک زياتوي چې په عملياتو کې يوه موټر ،دوه ميله پيکا او اته کړي د لرې کنټروليدونکې ماينونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي .
ژواک دغه راز زياتوي چې د وسلوالو طالبانو جسدونه يي د سروبې ولسوالي ته ليږلي .
خو بلي خوا وسلوالو طالبان بياوايي چې تيره شپه دوي د سروبي په ولسوالي کې د اکمالاتې کاروان څخه پنځه کانتروړونکې موټر چې قيمتي توکې پکې بار وه ګرځولې او خوندي ځاي ته يي رسولي .طالبان زياتوي چې له هغې وروسته بهرنيو ځواکونو په سيمه کې بمباري کړي او د دوي ملګرو ته پکې زيان نه دي اوښتي .
د يادولو ده چې څو ورځې وړاندي هم په دي ولسوالې کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې دري تنه وسلوال طالبان چې ګمان کيده د ګاونډي هيواد پاکستان اوسيدونکې وه وژل شوي وه .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه