دکندز ولايت روغتيايي کارکوونکي دسرکوزي په ويروس د ١٥ مشکوکو کسانو داخته کيدو خبر ورکوئ .دکندز سمييز روغتون يوتن ډاکټر زمرې مبارک زاده ته په يوه ځانګړي مرکه کي وويل : (( چې دوي ددغه ولايت د ١٥ کسانو معائنات چې شک پرې کيده چې دسرکوزې په ويروس به اخته وي مرکز ته استولې دي مبارک زاده زياته کړه چې تردي مهاله د١٥ کسانو نه اووه ٧ تنو پايلې دمرکز څڅه دوي ته رسيدلې چې ټول يي منفي وي مبارک زاده هيله څرکنده کړه چې دپاتونوروکسانو پايلي به هم منفي وي نوموړي داهم وويل : – که چيري په دغه ولايت کي ورته ناروغې مثبت تثبيت شي دوي به يي پر وړاندي پوره چمتوالې لري))
همدارنګه يوبل تن روغتياپال عبدالقيوم قدردان هم دسرکوزي په ناروغې دمشکوکو کسانو داخته کيدو دخبر دتاييد ترڅنګ ته وويل (( اوس مهال هغه ناروغان چې ګومان کيده چې دسرکوزي په ناروغې به اخته وي روغتييايي حالت د ډاډ وړ دي )) ددي ترڅنګ دسميېز روغتون يوبل تن داکتر عبدالمبين هغه تورونه او ادعاوې رد کړي چې ناروغانو اومراجعينو له لورې ورباندې پورې شوي وي ))
ډيري ناورغان داسې شکايتونه کړي وو چې دواکسين اودرملنې پرمهال ورسره سم چال چلند نه کيږي)) عبدالمبين په يوه ځانګړې مرکه کې ته وويل(( چه د دوي روغتون ټول امکانات په واک کې لرئ لکه ډاکتر اودرمل …)) اوهغه زياتوې چې مونږه هيڅکله هم خپل امکانات دخپلو ناروغانو ځنې نه دي سپمولې )) خو له بلې خو ا نه ددغه ولايت دامام صاحب ولسوالې اوسيدونکې محمد طاهر چي خپل ١٧ کلن ځوي يي ددرملنې په موخه دغه روغتون ته راوستې وو ته وويل: (( چې دلته د روغتون چارواکې دوي ته وايي چې داکتر نه شته اوهمدارنګه ځني وختونه خو درمل هم نه راکوي )) دکندزسمييز روغتون يوله هغو روغتونونو نه دي چې ډير ناروغان لرئ اودشاوخوا سېمو څخه په ځانګړې ډول دموسم دبدلون پرمهال دناروغانو پوره ګڼه ګونه وي اوهر ورځ د٢٥٠ تنو په شاوخواکې ناروغان ودغه روغتون ته د ردملنې لپاره راځې خو تر دي مهاله دسرکوزي کومه پېښه نه ده تثبيت شوي .