کور / تازه خبرونه / په كندز كي اصلاح تخمونه او كېمياوي سره ويشل پيل شوه

په كندز كي اصلاح تخمونه او كېمياوي سره ويشل پيل شوه

په كندز ولايت كې زرګونو تنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوو تخمونواو كيمياوي سرې ويشل پيل شو.
د كندز د كرنې او مالدارۍ رئيس عبدالعزير نيكزاد ويلي چي ددې ولايت په مركز او دريو ولسواليو كي به كابو پنځه پنځوس زرو كروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او كيمياوي سره وويشل شي.
په خبر كې ويل شوي چي هر بزګر ته به يوه بوجۍ اصلاح شوى تخم او درې بوجۍ كيمياوي سره له بازار څخه په شپيته فيصده كمه بيه وركړل شي.