زه شاعر شوم

 

معروف پولاد زما دکلي دی، ډير زيات  چالاکه او چوتار انسان دی. زه يوه ورځ خپلې دېرې ته روان وم. ده  چې زه وليدم زما پر لور راروان شو، زموږ دېره د خوړ په غاړه ده ډېره ښايسته جبه  ( چمن ) لري چې د کلي زياتره ځوانان به په اوړي کې ورتلل او خپل خوبونه به يې پکې غره وول. زما پلار خدای بخښلي به ورته آرام سرای ويلې. په کليوال ژوند کې په اوړي کې د ګرميو له امله ښځې خپل اګاربېګار په دېرو کې کوي، خو زموږ له کوره ښځې د هلکانو له امله خپلې دېرې ته  نشوې تلای.

معروف د سګريټ څخه لوخړې ويستلې  لکه د پاکستان ريل ګاډی، او په شوق ، شوق يې د يو په ځای يې دوه، دوه کشه راښکوده چې زما يې هم ورته مينه وکړه  چې د هر ځل کش نه يې وروسته لوګی په هوا کې داسې پرېښوده چې مخکې يې کله داسې کار نه وو کړی، زه حيران شوم چې د پخوا په پرتله نن  ادل بدل  وو يانې پخوا به چې څنګ تر ما راورسېده نو سم له واره به يې رانه د افغانستان په اړه پوښتنه کوله او يا به يې يو موضوع رامينځ ته کوله خو نن چوپ وو اخر زما زړه تنګ شو ورته مې کړل (( يار دا زموږ وطن په کوم لور روان دی؟ )) زما فکر وو چې د پخوا په څېر به لکه طوطي شروع شي ځکه دده عادت وو چې امريکا غږ، بي بي سي، آزادي او ټولې سيمه ايزه راډيوګانې به يې اورېدلې چې څنګ به له ماسره مخ شو سم له واره به يې راڅخه د روانو حالاتو په اړه پوښتنه وکړه، نو د افغانستان سياست خو جړه ماشوړه ده ما به ورته نيمايي نيمټری ځواب ورکړ. نور به مې ده ته وخت ورکړ دا به هم لکه د تازه چارو اوصورت حال څېړونکی راته پيل شو، کله ناکله به يې د بي بي سي يا امريکا غږ په نيمګړتياوو او يا هم په کوم څېړونکي نيوکې پيل کړې. خو نن يې زما سوال ته هيڅ ځواب رانکړ، اخر زه تنګ شوم ځکه ماته دده خبرو خوند راکاوه، عينا داسې خبرې يې کولې لکه دا زموږ ځينې چارواکي چې يې کوي بيا مې ورته کړل (( هلکه کوڼ شوی يې که څنګه ، ولې دې زما خبرې ته ځواب رانکړ؟ ))

ده راته کړل: ته راته ارشاد، ارشاد ووايه زه به څه ووايم.

په اريانتيا مې ورته کړل : څنګه نوم دی په ارشاد بدل کړی که څنګه؟

لږ خپه غوندې شو او په ګيله من ډول يې راته کړل: ځان نه ساده مه جوړوه، ته نه پوهېږې چې کله مشاعره وي او شاعر شعر وايي نو خلک ورته وايي ارشاد، ارشاد يوځل بيا! وايي.

( ښه، ښه د خدای بنده خو داسې وايه کنه خو دا دې راته ونه ويل چې ته خو شاعر نه يې نو دا ارشاد، ارشاد درته په کومه خوشالۍ کې ووايم.) ما ورته وويل.

ده وويل: ولې ته خبر نه يې چې زه هم شاعر شوی يم!

د خدای بنده دا دکله راهيسې؟ ما وويل.

معروف راته په ځواب کې وويل:  پوره يو مياشت وشوه چې زه شاعر شوی يم، او ته لاتراوسه خبر نه يې، دوه درې شعرونه مې په ورځپاڼو کې هم چاپ شوي دي او يو شعر مې راډيو ته هم لېږلی دی. نو اخر به دا قوم څنګه طرقي ( ترقي) وکړي!

دلته لږ غلې شو ما ورته وويل : هو! په ريښتيا هم دا قوم طرقي نشي کولې ځکه ته يوه مياشت کيږي چې شاعر شوی يې او خلک خبر نه دي.

ده وويل: زه دا قوم پېژنم  څوک چې راشي ورته اوږده، اوږده قطارونه ودروي او ګلان پرې ورشيندي چې بېرته ځي نو بيا يې په تيږو ولي. ګوره! پخوانی د امنيي قوماندان څخه هر چا سرټکاوه نو چې هغه بدل شو او بل نوي قوماندان راغې د مکتبونو ماشومان يې مخ ته وروويستل او ګلان يې پرې شيندل او فلاني صيب يې لاسونه ورښکل کړل او ان دومره يې وستايه چې د پيغمبرۍ درجه يې ورکړه چې بيا بدل شو او بل راغې نو د هغه نه يې سور کافر جوړ کړ او دا يې پېغمبر کړ. او بيا يې راډيو کې ويل چې هغه اهل کار نه وو.

ښه! نو دا کار خو د واليانو او وزيرانو سره هم کيږي  اخر د حل لار يې څه ده؟

هو کنه! زه هم دا وايم تا د پينځم صنف د  پښتو په کتاب کې پاچا او غوړه مالان لوستي! بس دا هغه غوړه مالان دي چې دا غوړه مالان لرې شول کار خپله سميږي.

نو دا غوړه مالان څوک دي؟

اوهو! ما خو د سياست نه توبه ويستلې وه تا زه بيا سياست ته راکش کړم ما خو شاعرۍ ته مخه کړې ده.

ياره معروفه! که يوازې د شاعرانو سره ناسته پاسته باندې څوک شاعر کيدلی نو اوس به زه هم نوموتی شاعر ووم زه څه باندې لس کاله ددې خلکو سره کينم پاڅم او ز ياتره مې پکې د ښې بدې ملګري دي….. شاعري خو سم زړه چاودون دی عروض، قافيه، رديف …..

معروف يو ناڅاپه له ځايه پورته شو زما خبره يې په نيمه کې راپرې کړه او رابړچ يې وهل: نه منړه! تا ترېنه راته سم د اسمان ختل جوړ کړل. ګوره! ما پدې دوه مياشتو کې ډېرشعرونه جوړ کړي دي ته غوږ شه:

په لار تلم چېرته مې کار وو ــــــــــــــــــ د غره په سر انګار وو

د جانان مې سرې سترګې خوښيږي ـــــــــ هر ورځ ځان ته سپيلني لوګی کوم

زما له خولې واه، واه وختل او ورته مې کړل: ښه دا په همدې ځای پرېږده يوه پوښتنه درڅخه کوم، ولې دې شاعرۍ ته مخه کړه؟

معروف وويل: ياره! ته نه ګورې هر خوا بې روزګاري ده کار نشته اول مې فکر کاوه چې دې سياست کې به مخکې لاړ شم خو د هغې ټيکه داسې مداريانو اخيستې ده چې زه پکې نه چلېږم . ته پدې پوهېږې چې دې سياستپوه ته ولې سياستمدار وايي ؟

ما چې څو خوله ځواب ته جوړوله  معروف سم له واره کړل: سياست خو سياست او مدار له مداري نه اخيستل شوی، مداريان  خو د مارانو په ګډولو روزي پيدا کوي، مګر دوۍ انسانان  غولوي او مداريتوب کوي. نو دا چل زده کول خو ډېر وخت غواړي. اوس خو چې د هرې راډيو موج تاو کړې، بس شعر دی، مشاعره ده، شاعران دي او پروګرامونه  دي، بلنې دي . هرڅوک د ګلناربېګم يا پخواني شاعر شعر واړوي راواړوي شاعر کيږي ته هم شاعر شه، که نور څه نه وي نو ګېډه خو به دې غوړه څربه وي.

ګوره معروف پولاد صيب! زه ستا ملګری يم زه نه غواړم چې ته بې عزته ياوشرمېږې، شعر ډير زور غواړي.

بس ته خو غلی شه په هر څه کې راته دليلونه وايې زه له ځان څخه داسې شاعر نه جوړومه چې پردي شعرونه راواخلي لږ يې بدل رابدل کړي او په اخر کې خپل نوم ورکړي .

ما ورته وويل: نو اخر ته کوم ډول شاعر له ځان نه جوړه وې؟

ده راته وويل: زه د ايکو شعرونه وايم دلته پرې څوک نه پوهيږي او لا تر اوسه چا ډېر د ايکو شعرونه هم نه دي ويلي.

ما ورنه په اريانتيا وپوښتل: ايکو څه شی دي؟

ده يو دم لاس اسمان ته ونيوه: هغه څه بلا ده چې د جاپان ……

ښه، ښه هايکو يادوې!

هو! زه هايکو شعرونه وايم . زه درته يو څو شعرونه وايم ته راته غوږ شه  خو اول راته ارشاد ارشاد ووايه.

 ما ورته په پوره سوچ  ارشاد، ارشاد وويل.

معروف خپله غاړه تازه کړه: مننه، مننه

·        توره وريځ

برېښنا ورسره

باران به وشي

زما د خولې نه بې اختياره واه، واه وختل.

ډېر واه واه مه کوه يو ځل ټول په ارام واوره..

·        ماښام تياره

            په ډنډ کې تيږه

           په تيږه چينډخه

·        په کوژده کړې  مين شوم

درې ورځې وروسته

هاغه هم واده شوه

·        زه په غېږ ورغلم

هغه غټ زه وړوکی

زه يې راڅملولم

ما چې د معروف پولاد دا هايکوګانې واورېدې اق اريان شوم او په چورت کې لاړم، که د جاپان شاعرانو ته پته ولګېده چې زموږ د هايکوګانو څخه دا ډول شی جوړ شوی  نو سم له واره به د هايکو ويلو توبه وباسي او ووبه وايي چې د نن نه پس دې هايکو معروف ته ورپاتې وي. 

معروف راباندې راغږ کړ: ولې چوپ شوې . سم له واره يې له د جب نه يو مجله راوويسته  او راته يې کړل چې دادې وګوره پدې مجله کې هم چاپ شوي دي.

ما د ځان سره ويل، زموږ خو زړه شين شو او لا تر اوسه مو ليکنې په تول پوره نشوې بس دا ځني خلک هغه او دغه ټکي رايوځاي کړ ي او د شعر نوم ورکړي بس بيا به لوړ لوړ غورځيږي. حال داچې ژبه په نثر ولاړه ده او د ژبې پوخوالی د نثر نه معلوميږي. او د ژبې ضرورت يواځې شعر نه دی لکه څومره چې هوا ورکول کيږي، ما هم له ځان سره وويل چې ددې ليکنو څخه څه نه جوړيږي ته هم شاعرۍ ته مخه وکړه که نور څه نه وي نو د معروف پولاد خبره ګېډه خو به دې غوړه وي او هرې مشاعرې ته به بلل کېږې، زما د لومړي شعر چې تر اوسه مې يو بيت مې جوړ کړی او کار پرې روان دی دادي:

زړه مې راته وايي چې دا ټول ليډران راجمه کړه            

صابون ته يې ورکړه ځان ترېنه بېغمه کړه