کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو نننيو ګڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو نننيو ګڼو ته کتنه

په كابل كې د خپريدونكو ورځپاڼو د بحث اساسي موضوع بيا هم په افغانستان كې اداري فساد او د هغې پر ضد مبارزه او روان امنيتي حالات.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د اداري فساد د ستونزې او د هغې پر ضد د مبارزې لپاره روانو بحثونو ته په اشارې په يو مطلب كې د لوى څارنوال وروستۍ څرګندونې د اداري فساد پر ضد د مبارزې يوه نوى څپه ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د نړيوالو مرستو د بندولو په اړه كيدونكو ګواښونو په اړه پورته شويو انديښنو ته كتنه كړې او ليكلي،چې يو ملت پخپله اراده او مټو پر پښو دريداى شي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د ميشتو امريكايي ځواكونو ستونزې څيړلي او ليكلي، چې په هرو پنځو سرتيرو كې يو له روحي او رواني ستونزې سره لاس او ګريوان دي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د وسلوالو نښتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا انديښنه راخستې او ليكلي، چې ددوى ژوند ته پام نه كيږي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د موجوده اړيكو په سر روان بحثونه څيړلي او ليكلي، چې افغانستان تفاهم، همكاري او همغږي غواړي نه فشار او ټكر.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو په اړه روان بحثونه څيړلي او د برتانيى د صدراعظم په حواله يى دا خبر وركړې،چې ښايي اروپايي هيوادونه پنځه زړه اضافي سرتيري واستوي.

ورځپاڼې په افغانستان كې له شتو ستونزو سره د نړيوالې ټولنې چلند هم څيړل شوې او هغه دوه مخې بلل شوې دې.

ورځپاڼې په عينې حال كې دا سپارښتنه هم كړې، ددغو ستونزو د هواري لپاره بايد په افغانستان كې مركزي حكومت پياوړې كړاى شي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د لوى څارنوال په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او هغه يى د فساد پر ضد د مبارزې لپاره نړيوالو غوښتنو ته د ولسمشر كرزي لومړنې ځواب بللې دې.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې بيا د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې ډير ژر به د افغانستان په اړه پريكړه وكړي.

ورځپاڼې په دوام كې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو په برخه كې پورته شويو اختلافاتو ته هم اشاره كړې خو د اوباما په حواله يى ليكلي، چې دده پريكړه به د امريكايانو لپاره شفافه او روښانه وي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان په شمال كې د وسلوالو فعاليتونو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د روسي چارواكو په حواله ليكل شوي، چې دغو سيمو ته لس زره طالبان ورغلي دي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او بيلا بيل مطالب يى پرې خپاره كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د ناټو د غړو هيوادونو په چلند انتقاد كړې او ليكلي، چې دوى د افغانستان د روانو حالاتو په اړه عامه افكار زيانمنوي.

خو اصلاح بيا په پاكستان كې له افغان كډوالو سره په كيدونكي ناسم چلند انديښنه څرګنده كړې او ليكلي، چې په سرحد ايالت كې د نيول شويو افغان كډوالو غم بايد وخوړلې شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په شمال كې د وسلوالو د فعاليت په اړه د روسي چارواكو په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې په شمال كې بايد د وسلوالو فعاليتونه له پامه و نه غورزولې شي.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې دا ځلې خلكو ته په نه اشنا ژبو د لوحو د لږولو مسئله انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې خلك له دې بابته له ستونزو سره مخ دي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې ليكلي، چې د نورو تښتوونكو ډلو ترڅنګ وسلوال مخالفين هم د پيسو د ترلاسه كولو لپاره سوداګر تښتوي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې اكثره سوداګر او پانګه وال په كابل، هرات، هلمند او بلخ ولايتونو كې تښتول كيږي، چې عام خلك او سوداګر يى خورا انديښمن كړي.

ورځپاڼې په يو بل ځاى كې په ايران كې د افغان كډالو ستونزو او له دوى سره د پوليسو ناسم چلند ته په اشارې د علي محمد په نامه د يو كډوال په حواله ليكلي، چې ايراني پوليسو مجبوره كړې،چې د نورو په وړاندې نيمه لوڅ و ګډيږي.