کور / تازه خبرونه / د ( ایف . اې . او ) ریًس د لوږی اعتصاب کړی دی

د ( ایف . اې . او ) ریًس د لوږی اعتصاب کړی دی

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی د ملګرو ملتونو د خوراکی او زراعتی څانګی ( ایف . اې . او ) لوی ریًس ژاک دییوف په نړۍ کی د مزمنی سؤ تغذی د پراختیا پر خلاف د اعتراض په توګه یو ۲۴ ساعته د لوږی اعتصاب کړی دی تر څو یو خو د ۶۰ هېوادونو هغه سرمشریزه غونډه متوجه کړی چی په دوشنبه په همدې باره کی جوړېدونکې ده او بل دا چی د هغو یو بلیون وګړو سره خپل پیوستون وښیًی چی په نړۍ کی د مزمنی سؤ تغذی سره مخامخ دي . دییوف په روم کی د ( ایف . اې . او ) په دفتر کی پروت دی او ویل کیږی چی د ملګرو ملتونو عمومی منشی بان کیمون به هم سبا ( یکشنبه ) د ده سره په دې اعتصاب کی شامل سی .شتمن دولتونه د غه یو بلیون وږي انسانان په باک هم نه راوړی خو ژاک دییوف په دې اعتصاب سره غواړی د هغوی سره خپل پیوستون وښیًی .