د افغانستان د عامی روغتیا وزارت چارواکودشنبی پر ورځ په کابل کی د شکری ناروغی دمخنیوی نړیواله ورځ ولمانځله. دعامی روغتیا وزیر ډاکټر سید محمد امین فاطمی په افغانستان کی د شکری په ناروغی د اخته کسانو د شمیر په زیاتوالی اندیښنه وښوده، او زیاته یی کړه چی پدی هیواد کی کابو دوه میلیونه کسان د شکری په ناروغی اخته دی چی لدی ډلی څخه ډیری یی میرمنی دی.
ښاغلی فاطمی وویل اوسمهال په نړی کی یوسله اوه اویا میلیونه خلک لدی ناروغی کړیږی او اټکل کیږی چی دغه شمیره به په نړی کی تر دوه زره دیرسم میلادی کاله دری سوه شپیتو میلیونوته اوچته شی. دشکری ناروغی وژونکی ده او د اخته کس زخم ژر نه روغیږی.
د عامی روغتیا وزیر دشکری ناروی د رامنیځ ته کولو یومهم لامل جامد(یا کلکو غوړو)) خوړل وښود نوموړی وویل چی په کورنیو کی باید له اوبلنو یا مایع غوړو استفاده وشی.
ښاغلی فاطمی وویل په راتلونکو شپږو میاشتو کی به د جامد غوړو واردات افغانستان ته بند کړی او همداراز په کور دننه به هم د جامد غوړو له تولید څخه مخنیوی وکړی.