کور / تازه خبرونه / طالبان په مستحکم شمال کی ډیر فعال سوي دي

طالبان په مستحکم شمال کی ډیر فعال سوي دي

امریکایی « مک کلیچی » اخبار په خپل تازه راپور کی لیکی چی طالبان اوس د افغانستان د « باثباته او امن » شمال په څلورو ولایتونو کی فعال حضور لری او حملې کوی . راپور د بلخ په ولایت کی د هغوی مسلسلي حملې د والی عطا محمد او حامد کرزي د مخالفت سره تړی چی دواړه یې یو د بل پر بې کفایتۍ او بی غورۍ باندی تاوانوی . عطأ وایی چی کرزﺉ د شمال خلکو ته هیڅ توجه نه لری نو ځکه طالبان راپیدا او فعال سول . راپور زیاتوی چی طالبانود سږ کال په لسو میاشتو کی په بلخ کی ۸۲ حملې کړي دي چی دا د تیر کال څخه درې چنده زیاتوالی ښیًی . راپور وایی چی طالبان اوس د شمال په کندز ، بلخ ، بغلان او فاریاب ولایتونو کی سخت فعال سوي چی ناټو یې د لویو مشکلاتو سره مخامخ کړې او ښایی په راتلونکی دوبی کی هلته د طالبانو حملې نوری هم زیاتي سی .